په خوست کې د ښوونې بهير د ستونزو په اړه ولسمشر غني ته

هلمند پردیس

0 1,053

په خوست کې د ښوونې بهير د ستونزو په اړه ولسمشر غني ته:

قدرمنده ولسمشره؛ تاسې به د وطن اوله درجه مسؤل په حیث خبر ياست چې په خوست ولايت کې د مرکز په شمول دا دوهمه اونۍ کيږي، چې د خوست ولايت په لسګونو ولسواليو «سپيره، دوه منده، اسعميل خيل و مندزوي، نادرشاه کوټ، باک، صبري، تريزي، عليشير، او ځاځي ميدان» کې دولتي ښوونځي د ښونکو سره د غير قانوني برخورد، او د دوی هغه قانوني حق؛ چې تاسو د فرمان په اساس کوم چې قانوني حق يې جوړيږي، نه ورکول کيږي، او حق يې خوړل کيږي، او ښوونکي قصداً زورل کيږي، نو دوی هم د خپل مدني حق له مخې چې نه زور واکي دي او نه باغيان ؛د اعتراض په توګه يې کاربنديز کړي، او ښونځي بند دي. په دې سره اوس په خوست ولایت کې تر سلګونه زره زده کوونکي او تر زرګونو ښوونکي له سخت پيچلي ستونزو او د ښونې بهير له ښونيزو کړاوونو سره مخ دي.

قدرمنده ولسمشره؛لکه څرنګه چې تاسو ته بهتره معلومه ده،د جمهوريت په پاللو او د يوه روښانه راتلونکې برخليک په اړه خوستوالو د افغانستان د نورو ولايتونو په تناسب ډېرې قربانۍ ورکړي دي،چې په انتخاباتو کې د پراخ ګډون بيلګه يې خصوصا په مکاتبو کې د انتخاباتي مراکزو جوړول، د هغوی امنيت او د ښوونکو پراخ برخليک ټاکونکی ګډون نه هیریدونکی او د قدر وړ دی. خو دا چې اوس په خوست کې د معارف په برخه کې دغه بحران لا ژور کيږي، او علت يې هم په اوله درجه کې؛غصبګر، زورواکي او بېا د بې کفایته معارف رياست او والي صاحب چې وايي «د دې ستونزې حل زموږ له وسه پورته او حل لاره يې کابل کې ده» نو د کابل د اولې درجې مسؤل په توګه تاسو محترم ته د خوست د معارف په ډګر کې د دغه بحران په تړاو چې د خوست ولسونه خصوصا زده کوونکي او ښوونکي يې ستر تاوان پرې کوي، وړانديز کوو، چې د معارف په برخه کې د دغې ستونزې حل ته دې خاصه توجه وشي، ځکه چې فساد، د دولتي مسوولينو لخوا د قانون نه پلي کول، او دولتي چارواکو لخوا د غاصبینو ملاتړ د ولس او حکومت ترمنځ سخته بې باوري او ناهيلي رامنځته کړي ده، نو ځکه دې دا بحران په قانوني ډول سره ژر تر ژره حل شي، تر څو خوست ولايت کې د ښونې بهير لکه د پخوا په شکل خپل پخواني او نورمال حالت ته راستون شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply