د ولسمشر غني په اړه د پاکستان د استخباراتو (اى، اېس،اى)

0 1,360

د ولسمشر غني په اړه د پاکستان د استخباراتو (اى، اېس،اى) پخواني رئیس اسد دوراني څرګندونې

 هلمند پردیس ـ
په دې اخيرو وختو کې د ولسمشر غني په اړه ځينې خلک شکونه کوي او بد ګومانونه لري؛ مګر استخباراتي تيوري بيا بل څه وايي:
ريښتني وفادار ښايي، شخص ته وفادار نه وي، يو حرکت ته وي، يوې کودتا ته وي، يا دا کار د خپل هېواد لپاره کوي. (اسد دورانى)
د ولسمشر غني په اړه د پاکستان د استخباراتي ادراې (ISI) پخوانۍ رييس اسد دوراني؛د هند د استخباراتي ادارې ( RAW) پخواني رييس اى،اېس دولت سره د جاسوسۍ پېښلړ او د سولې وهم نومي کتاب کې ډېرې توندې نيوکې کړى دي، له دې څخه معلوميږي،چې ولسمشر غني ډېر سم روان دى،او جالبه دا ده،چې هغه د پخواني ولسمشر حامد کرزي څخه ډېره خوښي څرګنده کړى ده،او هغه يې ډېر سم ولسمشر بللى دى.
نو دا د دې څرګندويي کوي،چې د ولسمشر پالیسي د زموږ د ګاونډیو هیوادونو خصوصاً پاکستان لپاره خطرناکه او د افغانستان د راتلونکي لپاره موثره تماميداى شي، او زموږ ګاونډيان اوس په ټوله انرژي او لوړ پوتنسیال سره هڅه کوي، چې د ولسمشر غني د راتلونکي لپاره انتخاباتو کې وننګوي،او دوى به تر اخيره هڅه وکړي،چې غني د دوهم ځل لپاره ولسمشر نه شي،او په دې اوخيرو کې کور دننه هم د ځينو کسانو عقديي اختلافاتو وجه هم همدا ده.
اوس راځئ،چې د جاسوسۍ پېښلړ او د سولې وهم نومي کتاب کې د پاکستان استخباراتي ادارې (اى اېس اى) پخواني رئیس اسد دوراني نظريات ولولو،او له ځان سره يې سم تحليل کړو، او د افغانستان راتلونکي لپاره د وطن د پرمختګ لپاره لاسونه سره يو کوو.
**********************************************

اول:اسد دورانى: زه پر رياليستيک او پراګماتيک ليدلورى باور لرم. يوازې له دوو مواردو پرته،چې يو يې په امرتسر کې و. داسې نه ده،چې پر پاکستان دې پخوا نيوکې شوى نه وي، بلکې د ټولو نورمونو خلاف رټل شوى. پاکستان ممکن له ځان سره ويلي چې له د ډول چلند څخه ځوريږي.
دا کار يو ځل د هند په خاوره کې چې د سوېلي اسیا مېلمه پال بلل کېږي وشو.
مودي او اشرف غني ((کوم چې زه يې افغان نه بولم)) ډېپلوماتيک نورمونه تر پښو لاندې کړل.
مخ:123
دوهم:اى، اېس دولت له اسد دوراني پوښتنه کوي،چې؛ ولې اشرف غني ناڅاپي د پاکستان ضد شوو؟
د دوراني ځواب:هغه هر وخت د پاکستان ضد و،د هغه ستونزه دا ده چې وارد شوى او تحميل شوى ولسمشر دى،او شاوخوا يې هغه ځوانان راټول دي،چې په لوېديځ کې يې زده کړې کړې دي.
مخ:289
دريم:د دوراني له خولې؛ اشرف غني د کرزي په پرتله د پاکستان لپاره ډېر ګواښمن دى، لږ تر لږه کرزى چې زه ورته درناوى لرم، په ځمکه د پښو ځاى درلود او په دې پوهيدلو چې دا لوبې څنګه ولوبوي.
مخ: 290
څلورم : دوراني؛ اشرف غني د افغانستان لپاره شرم دى، دا ستونزمنه ده،چې هغه د دې پاکستان ملګرى وبلل شي، شپږ مياشتې ورورسته هغه موږ ته وویل چې تاسې خپل رول نه دى لوبولى. ((ما سياسي قرباني ورکړه، او پاکستان ته په داسې حال کې درغلم، چې په افغانستان کې تاسې ښه نوم نلرئ.)) شپږ مياشتې!
پينځم :دا چې اشرف غني داسې انګېرله چې پاکستان ته به خپل يوه سفر په سیمه کې په خپله خوښه بدلون راولي، په ټوله کې دا انګېرنه سمه نه وه. موږ اشرف غني ته په ښه سترګه د کتلو هېڅ دليل نلرو.
مخ: 292
(کتاب: د جاسوسۍ پېښلړ RAW، ISI، او د سولې وهم،ليکوالان: اى،اېس،دولت، اسد دورانى،او ادېتيا سېنها،ژىاړه:د اکسوس د ژباړې بورډ)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply