مک ماسټر: د بایډن پرېکړه په افغانستان کې ناروین ته لاره هواروي

0 696

د امریکا د پخواني ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ایچ ارمک‌ ماسټر وايي، جوبایډن له افغانستان څه د سرتېرو په ایستلو سره بشري ناروین ته لاره هواروي.
نوموړي له سي ان ان سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، جوبایډن له افغانستان نه د امریکايي سرتېرو په وتلوسره غلطه پرېکړې کړې ده ځکه دا به یو بشري ناورین ته لاره هواره کړي.
ماسټر په خپلو خبرو کې ویلي، طالبان هڅه کوي چې یو ځل بیا امارت په زوره په افغانانو باندې تحمیل کړي.
ده زیاته کړې، چې افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرو پر ځالو بدل او افغانان به یو ځل بیا جګړې سره مخ شي.
نوموړی دغه څرګندنې داسې مهال کوي چې د امریکا حکومت پرېکړه کړې چې د روان میلادي کال د سپېټمبر تر ۱۱ مې خپلو ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي.
دغه راز امریکا کې جنرالانو هم د جوبایډن دغه پرېکړه ناسمه بللې ده او له افغانستان څخه د ځواکونو ویستل یې ترهګري ته بیا لاره هوارول ښودلي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply