شل کاله وروسته؛ افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتل پیل شول

1,039

د بایډن له پرېکړې سره سم له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو لړۍ پیل شوه.

د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي وايي، چې له اوږد ځنډ وروسته یې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو لړۍ پیل کړه، چې دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو سخته؛ خو مهمه پرېکړه وه.

د راپورونو له مخې په لومړي پړاو کې شاوخوا ۱۰۰ امریکايي سرتېري په یوه الوتکه کې وتلي.

په همدې حال کې د ناټو یو چارواکي د نوم نه ښودو په شرط فرانس پریس ته ویلي و، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سم به ناټو هم خپل سرتیري وباسي.

سره له دې، چې د امریکايي ځواکونو په وتلو سره ګڼو هېوادونو د افغانستان راتلونکي په اړه اندېښنې څرګندې کړې؛ خو افغان حکومت ډاډه دی، چې ځواکونه یې کولای شي، په یواځې ځان هر ډول حالات کنټرول کړي او هیچاته به دا اجازه ور نکړي، چې افغانستان یو ځل بیا تېر تاریخ ته بوځي.

اوس پوښتنه دا ده، چې طالبان به د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته بل کوم دلیل پیدا کوي، چې د افغان وژنې ماموریت ته پرې دوام ورکړي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.