کندهار کې امریکايي ځواکونو پر طالبانو برید کړی

714

 امریکايي ځواکونو د طالبانو بریدونو ته په ځواب کې پر یادې ډلې سخت بریدونه کړي او د طالبانو یو شمېر مهمې وسلې یې هم له منځه وړې دي.

د امریکایي ځواکونو ویاند ډګروال سوني لګټ ویلي، چې امریکایي ځواکونو تېره شپه د طالبانو پر هغو توغندیو برید کړی، چې د کندهار پر هوايي ډګر د برید لپاره ځای پر ځای شوي وو.

نوموړي همداشان زیاته کړې، چې تېره شپه، چې طالبانو د کندهار پر هوايي ډګر د امریکايي ځواکونو پر اډه توغندیز برید ترسره کړ؛ نو امریکايي ځواکونو هم پر یادې ډلې هوايي بریدونه وکړل.

سره له دې، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې په تړون کې یو شرط دا وه، چې طالبان به د بهرنیو سرتېرو پر وړاندې وسله نه پورته کوي؛ خو یادې ډلې د دوحې تړون څخه څو ځله ښکاره سرغړونه کړې ده.

باید یاده شي، چې امریکا د خپلو سرتېرو د خوندي وېستلو لپاره افغانستان ته الوتکې او پرمختللې راکټي دستګاه هم را انتقال کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.