په کندهار کي د انسان تښتوني پيښي زياتي سوي

469
5 ساعتونه مخکې

د کندهار ځيني اوسېدونکي وايي چي له څه مودې راهيسي په کندهار ښار کي د انسان تښتوني پيښي دومره زياتي سوي چي خلک په سپينه ورځ له کوره د وتلو ويره لري. دوی وايي د دغو پيښو ډېری قربانيان بيا کوچنيان دي.

محمدنسیم د کندهار ښار د نهمي ناحيې اوسیدونکی یو له هغو کسانو څخه دی چي د انسان تښتونو پيښو ډېرېدو اندېښمن کړی دی.

هغه وايي څو ورځي ترمخه ناڅرګندو مخ پټو وسله والو په سپينه ورځ یوه نجلۍ په عینو مېنه کي له موټره کښته کړه او بیا له څو ورځو وروسته په داسي حال کي وموندله سوه، چي ویل کیږي ډېره ویرول سوې او شکنجه سوې ده. هغه زياته کړه چي په دې پرله پسې څو ورځو کي يې هم د یوشمېر ورته پېښو په اړه له ګاونډیانو او نژدې دوستانو څخه ډېري کیسې اورېدلې دي: «داسي خبري، چي واورم په خدای له ژونده مي زړه تور سي، باور وکړه  اوس خپل اولادونه مکتب ته یوازي نه سم استولای. زما څخه اوس بل کار پاته دی سهار ورسره ځم او غرمه يې بیرته له مکتبه کورته راولم.»

د کندهار یو سیمه ایز خبریال چي د عبدالخالق الکوزي په مستعارنامه ځان راپيژني وايي، د روان کال د اپرېل میاشتي له ۲۸ نېټې څخه بیا د می میاشتي تر درېیمي نېټې پوري نژدې د « ۲۸» کسانو د ورکیدو خبرونه ور رسیدلې دي. الکوزی وايي، په دې ډله کي د هر عمر کسان شامل دي، خو د تنکیو ځوانانو او کوچنیانو شمېره پکښي لوړه ده: «د ځینو  ورک سویو کسانو کورنیو ماته حتی د هغوی عکسونه رالېږلي.»

داسي هم ویل کېږي چي په ځینو ښوونیزو مرکزونو کي د شاګردانو تعداد هم له همدې ویري لږ سوی او خلک زړه نه ښه کوي چي اولادونه مکتبونو ته ولیږي.

د کندهار د اوسېدونکو تر منځ داسي اوازې هم دي چي پر ځينو تښتول سویو نجونو او هلکانو جنسي تیري کیږي، خو کورنۍ يې د کلتوري بندیزونه له امله چاته ږغ نه کوي او ټولي ستونزي پر ځان تېروي.

د کندهار د چوڼۍ سیمي يو اوسیدونکی سيد احمد وايي چي کور ته يې یوه ښځه ورځي چي ډېره ژاړي او د دوی د کور مېرمنو ته يې ويلي دي چي لوره يې دوې اوونۍ ورکه وه او اخر يې د ۱۰ لکه کلدارو په بدل کي راخوشي کړه، خو «افسوس چي ژوند يې تباه دی.»

د انسان تښتوني لاملونه

عصمت الله الهام د کندهار پوهنتون مخکنی استاد د هیواد په سطحه ډېره بېکاري، لوړ غربت او سپکو وسلو ته د اکثرو کسانو لاسرسی هغه څه ګڼي چي دغه ډول جنايي پيښي ورڅخه رازیږي.

د الهام په قول، له هغه وروسته چي جمهوریت نسکور سوی او اقتصادي بندیزونو په بازار کي خوراکي توکي ګران کړي، د وزګارتیا کچه دومره لوړه سوې ده چي «اوس خلک ان د نس مړولو له پاره انسانان تښتول څه، چي ګرسره يې وژني.»

کارپوهان عامو خلکو ته د کار پيداکولو ترڅنګ د مخکني جمهوریت پاته نظامي او ملکي کارمندان یوار بیا په دولتي دستګاه کي جذبول ډېر مهم ګڼي او له نړيوالو سره ښې اړیکي او د ولاړو فابریکو فعالیت هغه څه دی چي د جنايي پيښو په ګراف راکښته کولو کي ډېره مرسته کولای سي.

دوی وايي ترڅو چي د خلکو اقتصاد پیاوړی او د ولس نس موړ نه سي، خدای خبر چي دا ستونزي دي راکم سي: «انسان تښتونه اوس په یوه سوداګرۍ بدله سوې ده.»

د کندهار د والي ویاند حاجي زید د خلکو اندېښنو ته په ځواب کي وايي امنیتي کسان يې شپه او ورځ نه یوازي د انسان تښتونکو، بلکي د هر قانون ماتونکي د مخنیوي په هڅه کي دي. هغه وايي، پولیس يې مسلکي سوي او ډېرو وزګار کسانو ته يې په دولتي او غیري دولتي څانګو کي د کار زمینه چمتو کړې ده. خو هغه دا و نه ويل چي په کومو څانګو کي يې او څومره کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده. ډېر خلک شکايت کوي چي په رسمي او غيري رسمي ادارو کي تر ډېره پوره طالبانو او هغوی ته نيږدې کسانو ته کار ورکول کيږي.

په کندهار کي د طالبانو ادارې وياند وویل: «په دې وروستیو کي مو تر ۳۰ زیات کسان نیولي دي چي په دې کي غله او انسان تښتونکي هم شامل دي، تر څېړنو وروسته به اړوندو قضايي څانګو ته وسپارل سي.»

دویچه ویله

***************************************

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.