د کابل کندهار لویه لاره بیرته پرانیستل شوه

226

د میدان‌وردګ امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د کابل-کندهار لویه لاره چې تېره ورځ د میدان‌ښار اړوند په «ارغندي» سیمه کې د واورې او توپان له امله تړل شوې وه، بېرته پرانېستل شوه.

د یاد ولایت امنیه قومنداني له لوري سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه لویه لاره بېګاه شپه ناوخته د امنیه قومنداني له‌خوا پرانېستل شوې.

خبرپاڼه زیاتوي، د ولایت امنیه قومندان عبدالقیوم هلال هم د لارې خلاصون لپاره د کابل-کندهار لوې لارې ته راوتلی و او د امنیتي ځواکونو په همکاري یې یاده لویه لاره د مسافرو د تګ‌راتګ پرمخ پرانیستلې ده.

له تېرو دوه ورځو راهیسې د پلازمېنې کابل او یوشمېر ولایتونو کې د واورې اورښت دوام لري او ډيری لوې لارې د زیاتې واورې اورښت له امله د مسافرو د تګ‌راتګ پرمخ تړلي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.