په کندهار کې د محمد الله بابي په ویاړ ستاینغونډه

نقیب احمد قریشي

0 1,079
د کندهار په فرهنګ ریاست کي د اهاکي په برخه کي د یوازني هُنرمند قدرمن محمدالله بابي د لرګیو جوړو بامفهمه هُنرونو نندارتون وو.
ښاغلی بابی صاحب د ملي احساساتو څخه ډک یو داسي واقعي روشنفکره انسان دی چي له ټولو بېل ږغیږي او تر ډېرو ښه ږغیږي.
په لاندي تصویرونو کي د کندهار د شهیدانو چوک وینئ چي مجاهدینو یې ښایست د توپک په ګولۍ زخمي کړی و چي بابي صاحب بیا د توت داسي کنده ورته پیدا کړه چي زخم ته ورته زخه پر وه او بیا یې د توت په همدې کنده کي شهیدان چوک داسي تراشلی چي هغه زخه یې د ټوپک د هغه واقعي زخم پر ځای راوسته.
د سمنګان تختِ روستم یې په دومره هنر جوړ کړئ چي د انسان ذهن د هغه وخت د معبودانو او پلویانو کیسو ته وړي.
په یوه بل لرګي کي یې بیا انسان تراشلی و چي ټول په قفس “زندان” کي وي، څنګ ته یې د قدمي ژوند نښي وي په غوږ کي یې استاد خبري ورته کوي چي وروسته همدا زنداني عصریتوب “رنسانس” پنځوي او د یوې پرمختللي نړۍ پر لور چټک قدمونه اخلي.
په بل لرګي کي بیا مېږی انځور سوی چي په پسرلي کي له خپل کوره راوځي، مخته یې کتاب وي او پر لیکلي وي “زدکړه، مینه، درنښت، پرمختګ، عشق او…” چي دا انسان ته دا ورښيي چي راویښ سئ! زدکړي وکړئ، کرکه په مینه ومینځئ، پرمختګ وکړئ او عشق ـ آباد کړئ.
د بابي صاحب د دغه لرګینو هُنرونو څخه داسي ښکاري چي بابی صاحب په تاریخ، فلسفه او ټولنپوهنه کي زبردسته مطالعه لري.
دلته به زه پر دې هُنري ټوټو خورا کمزوری ږغېدلی یم، خو خپله د بابي صاحب له خولې د هغه پر پنځونو ږغېدل بیخي بېل وي، ځکه د بابي صاحب ژوند، فکر، هُنر او نړۍ له موږه بیخي بېل دي، هغه کایناتو ته بیخي په بل او بېل نظر ګوري.
استاد بابی صاحب یو روښانفکره انسان دی، که په کندهار کي یاست، ورسئ! ورسره ووینئ! ځکه هغه د وطن او د وطن د انسان لپاره د امریکا اسوده ژوند پرې ایښی دی او په خپل وطن کي یې اړولي دي.
زه اکثره وخت وایم چي دا سړی زموږ د ټولني لپاره نه دی، کاش په بل هیواد، حتا په بله نړۍ کي زېږېدلی وای.
زه د بابي صاحب د اوږده، هوسا، خوښ او خوږ ژوند دُعا کوم، چي دې بې هُنره ټولني ته نور هُنرونه هم وپنځوي.

 

No description available.

No photo description available.

May be an image of 2 people and people standing

No photo description available.

May be an image of woodwork

May be an image of 1 person

No photo description available.

May be an image of sculpture

May be an image of guitar

No photo description available.

May be an image of 1 person and sculpture

May be an image of woodwork

No photo description available.

May be an image of one or more people and people standing

May be an image of 9 people, including Mohib Hotak and people standing

 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply