!اکثریت مسلمانانو ته

ازاد خان

633
غږ وشي چه هله په پلاني ملک کې یو عیسوی مسلمان شوی دی. بس نو بیا په زرګونه مبارکي وي، خوشحالي وي، لبیک ویل کیږي، د سبحان الله او د ناره تکبیر چیغې وي. یا غږ وشي چې هلته لس زره کیلومتره لیرې چا د قرآن یوه پاڼه وسوزوله، نو بیا چیغې وي او له خولو څخه ځګونه را اوځي او جهادونه اعلانیږي.
مګر په افغانستان کې چې دا زر کاله تیار په میلیونونه خلک له پیړیو را هیسي معتقد مسلمانان دي، په اسلام ښه خبر دي، لمونځونه کوي، روژې نیسي او حتا حج او حجونه کوي، مګر همدا سبحان الله ویونکي ځي او له همدغو مسلمانانو څخه د ورځې په لسګونه وژني. په جمات کې دننه په لمانځه ولاړ او روژه په خوله یې وینې تویوي، د قرآنونو سره یې یوځای آلوزوي اوبیا هم خوشحالي کوي، ناره تکبیر وایي او یو او بل ته د جهاد مبارکي ورکوي.
پاکستاني اسلام داسې نامردان او بې وجدانه مخلوق وروزل، چې د خپلو هیوادوالو په وژلو او دخپل کور په ورانولو ویاړي. پدوی کې یې انساني احساس، عاطفه او انسانیت هرڅه د جنت په وعدو وژلي. دوی د خپل هر وحشي عمل لپاره په سلګونه آیاتونه او حدیثونه په جیب کې لري.
مګر هلته بیا په لکونو نور دي چې ځانو ته ښه مسلمانان وایي او دا هماغه اکثریت دی، خصوصاً هغه کسان چې ځانونه پوه بولي. هغوی بیا ښیراوې کوي، لعنتونه وايي او په آسانه وایي چې دا خو مسلمانان ندي، مسلمان خو داسې کار نه کوي. هغوی بیا خپل خپل آیتونه او حدیثونه له جیبونو راوباسي او ددوی عمل وغندي. بس په همدې باندې هم ځان او هم اولس ته د رواني آرام لپاره د چرسو چلم ډک کړي او بیا یو راحت نفس اوباسي، چې بس ما خو وغندل.
هر وحشي مسلمان چې هر جنایت وکړ، دوی بیا وایي چې دا خو سم مسلمان ندی، اسلام خو داسې نه وایي. که د ګلبدین، که د سیاف، یا رباني، یا مزاري، یا حضرت، یا ملا عمر، یا هبیت الله، یا بن لادن، یا داعش، یا بوکوحرام، یا الشباب یا ملا فضلو او داسې په سلګونه نور جنایتکارانو د وحشي اعمالو خبره شي، بیاهم دوی وایي چې دا خو سم مسلمانان ندي. نو معلومه نده چې دا سم مسلمان څوک دی او رښتیا مسلماني څه شی دی؟
د هیواد مشکل په همدې اکثریت کې دی، نه په یو څو محدودو جنایتکارانو کې. که دا اکثریت ونغواړي، دا څو خرڅ شوي په یوه هفته کې ورک کیدای شي. همدا اکثریت دی چې هم ددې ډلو په لاس وژل کیږي او هم یې مستقیم یا غیر مستقیم پلوي کوي. د خپلو خلکو د قاتلانو سره په جمع لمونځ کوي، ناسته ولاړه ورسره کوي، صاحب صاحب ورته وایي اوددوی خبرو ته ناره تکبیر وایي. که دا جنایتکاران د اکثریت مسلمانانو، خصوصاً د هغو مسلمانانو چې د سواد او تحصیل خاوندان دي، پلوي ونلري، دا وحشیان دوه ورځې هم ژوند نشي کولای.
د پوه او باسواده مسلمان څخه دا ګیله ده، چې ټوله ورځ ددې عذاب او اضطراب تیروي چې ددوی په اصطلاح یو ملحد یا سکولر یا دهري د اسلام په هکله څه وویل؟! نو بیا ناست وي اوږدې اوږدې بې مفهومه، بې معنا او بې اهمیته تقریرونه او لیکنې کوي او غواړي هغو ته د اسلام سپیناوی وکړي. ځکه چې دا کسان تل ښاخونه ویني، مګر ریښې هیروي. دوی له ځانه دا نه پوښتي چې اسلام ته دا دومره ضرر چا ورساوو؟ دومره نفرت چې د اسلام په وړاندې هم دننه په هیواد کې او هم په نړۍ کې دا څو لسیزې پیدا شوی، علت یې څه شی او څوک دی؟ د اسلام په وړاندې دا دومره نفرت د چا له لاسه پیداشو. که همدا په اصطلاح پوه مسلمانان واقعاً دا عقیده لري چې اسلام د امن او سولې دین دی او د دې ثبوت لپاره په جیب کې په سلګونه آیتونه او حدیثونه لري، نو د علت سره دِې وغږیږي، نه د معلول سره. یا به دا وي چې طالب، ګلبدین او داسې نور به پوره مسلمانان وي، دوی ته به قناعت ورکړي، نو دوی دِې هم هماغه لاره ونیسي. او که دا وحشي ډلې د اسلام خلاف دي، نو لطفاً ولاړ شئ خپلې دعوې او پرپړې هغو ته ولیکئ، هغو ته قناعت ورکړئ چې دوی په غلطه روان دي، او خپل وطني او دیني فرض ادا کړئ.
خپل دین ته د دین د تباه کونکي څخه نجات ورکړئ، نه له هغو څخه چې د دین په نوم دردیدلي. که تاسې پدې باور یاست چې دا اسلامي ډلې منحرفه شوي دي، نو دا ستاسو فرض دی چې خپل وخت او انرژي په هغو باندې مصرف کړئ چې اصلاح شي. او که هغوي ښه مسلمانان دي او تاسې ته یې قناعت درکړ چې اسلام هماغه دی چې دوی یې کوي، نو بیا ددوی اعمال برحق دي. هسې ښیراوې او لعنتونه مه وایئ. هر څوک چې د زړه له کومي په لوګر کې، یا همداسې زر نور جنایتونه غندي او لا هم وایي چې طالب، داعش، ګلبدین، سیاف او داسې نور سم مسلمانان نه دي، دروغ وایي. د دې ډلو رهبران د اسلام متخصصین دي، دوی ټول عمر اسلام لوستی او د اسلام په باره کې یې کتابونه لیکلي دي. ګلبدین خو حتی د قرآن خپل تفسیر لا ولیکه، ځکه دی پخواني تفسیرونه نه مني. نو دا کسان به څرنګه له اسلامه خبر نه وي. او که دا په اصطلاح (پوه) مسلمانان پدې باور دي چې نه، دوی سم مسلمانان ندي، نو لطفاً دِ ولاړشي او د هغو سره دِ د سم اسلام یو مشترک تعریف ته سره ورسیږي. که نه نو د خلکو په زخمي زړنو مالګې مه دوړوئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.