د ملاریا نښې، لاملونه او درملنه

ژباړه ـ ریاض مقامزی

0 1,811

لکه څرنګه چې تاسو پوهېږئ د اوړي په نږدې کېدو سره د ملاریا ناروغۍ پېښې هم ډېرېږي. موږ هم درک کړه، چې تاسو ته د دې ناروغۍ په باره کې اړین معلومات چمتو کړو، ترڅو د خپل ځان او خپلې کورنۍ روغتيا  ته ځانګړی پام وکړئ. د لیکنې تر پایه به د ملاریا پر لاملونو، علایمو او درملنې پوه شئ.

ملاریا

په ټوله نړۍ کې هر کال زرګونه تنه د همدې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. تر اوسه د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره کوم واکسین نه دي کشف شوي، مګر له نېکه مرغه د ناروغ د ښه کېدو لپاره درمل موجود دي.

د ملاریا پرازیټ (Plasmodium) د انوفیل (Anopheles) ماشي په واسطه د انسان بدن ته انتقالېږي. کله چې دغه ماشی تاسو وچيچي د ملاریا پرازیټ ستاسو د وينې جریان ته داخلېږي. جیګر د انسان په بدن کې هغه لومړنی ځای دی، چې دا پرازیټ په کې وده کوي. له ۴۸ څخه تر ۷۲ ساعتونو پورې له دې ځایه حرکت کوي او د وینې جریان ته ور ګډېږي. ورځ تر بلې د بدن نور سلولونه هم پر دې پرازیټ ککړېږي.

په دې توګه په هرو درېيو ورځو کې یو وار د ملاریا علایم وينئ. تبه چې  د دې ناروغۍ له عمده علایمو څخه شمېرل کېږي ډېر وينئ. باید ووایو، چې دا ناروغي په ګرمو سیمو کې ډېره خپرېږي.

لاملونه

کله چې د ملاریا پر پرازیټ ککړ ماشی یو انسان وچيچي نوموړی کس پر ملاریا اخته کېږي. له دې معلومېږي، چې ملاریا د وينې له لارې انتقالېږي، پر همدې اساس یې ځينې نور لاملونه په دې توګه یادولای شو.

ـ د وینې انتقال

ـ د یوې عضوې پيوند

ـ د یوې پيچکارۍ ګډه کارونه

علایم

د دې ناروغۍ په دوام سره یې نښې د ۱۰ ورځو نیولې آن تر څلورو اونيو راڅرګندېږي. په ځينو قضیو کې یې نښې آن په مياشتو میاشتو هم نه معلومېږي. یعنې تر اوږدې مودې پټ وي. د دې ناروغۍ عمده علایم په لاندې ډول دي.

ـ تبه

ـ لړزه

ـ خوله

ـ سر درد

ـ زړه بدوالی

ـ کانګې

ـ د وينې کمښت

ـ د عضلو درد

ـ نا آرامي

ـ بې هوښي

ـ د خولې خوند خرابوالی

درملنه

د دې ناروغۍ درملنه معمولا د روغتياپالانو له خوا ترسره کېږي. ډاکټران ستاسو د پرازيټ ډول ته په کتو د درملو توصیه کوي. البته که پرازیټونه قوي وي، روغتياپالان ستاسو په درملو کې پرازیټ ته په کتو بدلون راولي. په عادي حالاتو کې “کلوریکین” او په سخت ډول کې یې “مفلوکيين” درکول کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply