د يونان د فلسفې موضوعات له هغو موضوعاتو څخه دي چې په عمومي توګه پرې فلسفه خبرې کوي او په هغو کې منطقي مسايل ، د پوهې تيوري ، ميتافزيک ، اخلاق او ښکلا راځي ، مګر د يونان فلسفې دغه پنځه موضوع ګانې په برابر ډول نه دي څېړلي او زياتره پاملرنه يې د اخلاقو ، منطق او ميتافزيک موضوعاتو ته کړې ده.
د پوهې تيوري په هغه ډول چې اوس شته ده ، په هغه وخت کې نه وه را مخ ته شوې او د ښايست پوهه هم په هغه ژوروالي او لوی والي سره چې وروسته څېړل کېږي ، نه وه څېړل شوې.
يوناني متفکرينو د طبيعت له کتنو او طبيعي پېښو څخه ماوراء الطبعي مسايل را منځ ته کړل چې هدف يې دا و :
١-: د طبيعت د پېښو څرګندول چې په د باندېنۍ نړۍ کې مونږ ور سره مخامخېږو او همدا ډول د دغو پېښو د لومړنيو علتونو را برسېره کول چې دغه بحث د نړۍ پېژندنې يا “Cosmologie” په نامه سره يادېږي.
٢-: د ټولو څيزونو د ماهيت څېړنه او په کُلي ډول سره د پېدايښت څرنګوالى چې دغې برخې ته د پیدايښت فلسفه يا “Ontologie” وايي.
٣-: د يونان ټولو فلسفه پوهانو د دغې ګډې فرضيې “طبيعت” په برخه کې فکر کړى چې د طبيعت اووښتونې ، تغير منونې او ډېرې پېښې په ثابتو نا اووښتونو بنسټونو ډډه کېږي.
تر سقراط د مخه فلسفه
کولاى شو چې تر ميلاد د مخه شپږمه پېړۍ د يونان د فلسفې پيل او په عمومي ډول سره د فلسفي تفکر د پېدا کېدو پيل وګڼو ، دغه وخت دى چې يوناني تفکر له افسانوي بڼې څخه ورو ورو را وځي او د څيزونو ژورې او کره کتنې ته تمايل ښيي او کوښښ کوي څيزونه څرنګه چې شته دي ژور او عالمانه وڅېړل شي.
په دغه ډول کله چې د څيزونو او پېښو د ریښتينوالي مسئله را منځ ته شي ، نو افسانه او فلسفه يو له بله سره ټکر کوي. منطقي فکر ، افسانوي سوچونه او خيالات تر افاقي او ژور ازمېښت لاندې نيسي.
تر سقراط دمخه فلسفه کولاى شو په دوو برخو وويشو :
لومړی : د نړۍ پېژندنې دوره
دویم : د وګـــړ پېژندنې دوره
لومړۍ برخه د نړۍ پېژندنې دوره :
د دې برخې ستر خنډونه دا دي : د توک “مادې” مسايل ، د هيولا او صورت او تر ټولو وروسته بيا د صورت او هيولا يووالى.
الف هيولا : د څيزونو د لومړني توک په هکله ټولو فلسفه پوهانو لکه تالس ، اناکسيماندر او انکسيمن فکرونه کړي دي.
تالس Thals : چې په ٦٢٥–٥٤٥ قبل المیلاد پېړۍ کې يې ژوند کاوه او د مهندس او منجم په نامه څرګند و ، کومه ليکنه ترې نه ده پاتې. د هغه ښوونو شفاهي انتقال وموند ، تر هغه چې ارسطو د هغه ښوونې ثبت کړې ، د ده فکري ارزښت په دې کې دى چې د لومړي ځل د پاره يې د جهان د پيل او پېدايښت پوښتنه را منځ ته کړه او کوښښ يې کاوه چې دې پوښتنې ته عقلي ځواب ورکړي ، د هغه فکري غوښتنه د نړۍ د پيل له مسئلې څخه د زمانې پيل نه دى ، بلکې د هغه بنيادي هيله د ټولو څيزونو د لومړني توک پېدا کول وو ، لومړنۍ ماده يې اوبه وبللې ، کتنو ده ته جوته کړه چې اوبه په هر ډول پساتونو کې برخه لري او له دغو کتنو څخه يې داسې نتيجه واخيسته چې ټول څيزونه بايد له اوبو څخه را وتلي وي.
انکسيماندر Anacimander : ٦١١-٥٤٥ قبل المیلاد د تالس دوست او شاګرد و ، د هغه له اثر څخه د “طبيعت” په باره کې يوازې يوه برخه پاتې ده او سوچ کېږي چې د يونان لومړنى منثور اثر وي ، وايي چې ده د لومړي ځل د پاره د نړۍ نقشه را منځ ته کړه او لمريزه ګړۍ يې پېدا کړه ، دى لومړنی پوه دى چې کوښښ يې کړى د نړۍ پېدايښت د عقل ، پوهې او کتنو د بنسټونو له مخې څرګند کړي او نړۍ يې يو تنظيم شوې مجموعه وښووله ، دى لومړنى پوه دى چې ويل يې : “ځمکه په ازاد ډول په فضا کې خوځېږي”
له انکسيماندر سره فلسفې پوهه يو لوى ګام مخکې لاړه ، ده فکر وکړ د طبيعت له څيزونو څخه اوبه وي ، که خاوره يا بل څه ، لومړنى توک نه شي منل کېداى ، د ده په نظر لومړنى توک بايد ازلي ، نه ورکېدونکى او په تېره او راتلونکې زمانه کې نايابه وي ، څنګه چې په طبيعت کې د شتو توکونو او عناصرو څخه يو هم دا ډول خصوصيت نه لري ، نو بايد لومړنى توک د ټاکنې وړ ونه بلل شي ، دغه پوهه دى له خپل تعقل څخه را وباسي ، دى د عقلي پوهې اړيکه له هغې پوهې سره چې د وېرې له لارې په لاس راځي شلوي او وروسته دغه لومړنى يوازينى نه جوتېدونکى عقلي توک د يونان په فلسفه او بيا تر دې وروسته يې د عقل د اصالت په ښوونځي کې پېدا کولاى شو ، ده د عالم د پېدايښت په برخه کې عمومي جاج وکړ او د کايناتو خوځېدنه يې د تل د پاره په دايروي بڼه وښووله چې په هغه کې هېڅ څيز پيل او پاى نه لري.
انکسيمن Anaximenes : د ۵٨۵-٥٢٥ قبل المیلاد په شاوخوا کې ، لومړنى توک هوا او باد ګڼي ، دى هوا ته د يوه ژوندي پرنسيپ په سترګه ګوري ، مګر وايي : څنګه چې ساه يوه هوا ده چې مونږ ته بڼه او جوله را کوي ، دغه ډول هوا ټول جهان چاپېر کړى دى او دا يوه نظريه ده چې د يونانيانو هغه لرغونې ګروهې ژوندۍ کوي چې ويل به يې : ساه د باد او ساه کښنې په څېر تر مرګه وروسته د انسان بدن پرېږدي او په لاندېنۍ نړۍ کې د يوه سيوري په څېر ژوند پيل کوي او همدغه نظريه چې ساه له يوې ظريفې او پاکې مادې څخه جوړه ګڼي ، دا د وروستيو زياترو فيلسوفانو “پرته له افلاطون” نظريه ده ، د انکسيمن له پیدايښت سره فلسفي تفکر يو پل مخکې ځي ، په دې معنا چې دى د لومړني توک د مسئلې تر څنګ د لومړي ځل د پاره د قُوې يا انرژي مسئله چې څيزونه په خوځېدو را ولي ، را منځ ته کوي او دغه لومړنۍ قوه “ټينګوالي” او “نريوالي” ته وايي ، د لومړنۍ هوا له نريوالي څخه اور را پورته شو او د دې شته هوا له ټينګوالي څخه اوبه او نور…. منځ ته راغلل ، بالاخره د ده ګروهه دا ده “دغه ګروهه له پخوانيو سره هم وه ، مګر په څرګند ډول نه وه ويل شوې” چې د ژوند اصل ساه لرونکى پرنسيپ او د ننه په ماده کې پټ دى چې دغه نظريات د ژوند په نقش کې “د مادې اصالت” په نامه “Hylozoösme” يادېږي.
پيتا ګوراس چې د ٥٨٠ قبل المیلاد په شاوخوا کې يې ژوند کاوه ، د ده په برخه کې له مونږ سره ډېره لږه خبرتيا شته او هغه په دې ډول ده ، د ايټاليا په سوېلي سيمو کې يې د يو اوږده مسافرت نه وروسته يوه ديني او پوهنيزه کړۍ جوړه کړه چې بيا يې سياسي رنګ وموند ، د ده پیروان د يوه ټاکلي دود له مخې ژوند کوي “لکه : سپينو جامو اغوستل د غوښو نه خوړل او نور” پيتا ګوراس او د ده شاګردان د هيولا مسئلې ته دومره پاملرنه نه کوي ، بلکې د صورت مسئله او د عالم بڼه د دوئ د تفکر منځنى او بنيادي ټکى دى ، پيتاګوريانو د رياضياتو او نجوم ښوونه کوله او ويل به يې چې د ټولو اسماني اجرامو خوځېدنه د يو نظام او قانون تابع ده چې کولاى شو هغه په عددونو سره وښيو ، دوئ د ځمکې پېښې هم د دغو دودونو او دقيقو د ويونو تابع ګڼلې چې د اعدادو په واسطه يې بيانولاى شو ، له دغو کتنو څخه دې نتيجې ته ورسېدل چې د هر څيز ماهيت د هغه د اندازې او پيمايش وړ څرنګوالي کې دى ، نو په دې ډول عدد د هستۍ بنسټ دى ، ټول څيزونه له اعدادو څخه را ولاړېږي او ټول له اعدادو څخه جوړ شوي وي ، دغه ښوونځى د مجرد عدد له اند څخه ډېر لېرې دى ، د پيتا ګوراس پیروانو د ځينو نورو يونانيانو په څېر خپله زياته پاملرنه هندسې ته درلوده ، عالم څيزونه او پېښې يې د هندسي انځورونو له پلوه پوهې ته برابرولې ، دوئ ګروهه درلوده چې منظم انځورونه د څيزونو غايه ده ، هغه څيزونه او پېښې يې پوره ګڼلې چې منظم او دودوال اشکال يې لرل ، د دوئ په نظر نظم ، قاعده او يووالى د ټولو څيزونو هدف و او کايناتو ته يې د منظمو او دودوالو خوځېدنو درلودلو له لامله د پاکوالي او نمانځنې په سترګه کتل او ويل به يې چې نړۍ له لسو اسمانونو نه زېږېدلې ده ، لکه ثابتو ستورو اسمان د پنځو سيارو پنځه اسمانونه ، د لمر اسمان ، د سپوږمۍ اسمان ، د ځمکې اسمان “فلک” او د ځمکې ضد اسمان “فلک” چې دغه ټول په خپل اسمان کې د منځني اور قدغن لوړوالى د دوئ په الواک د روح د عقلي او غېر عقلي ځانګړنو برابروالى او هم اهنګي ده چې د دغه ډول برابر والي او هم اهنګۍ د لاس ته راوړلو د پاره يو داسې ژوند به په ټاکلو او دقيقو بنسټونو ولاړ وي په کار دى ، وګړي بايد هره ورځ په خپل ځان ازمېښت وکړي چې دغه تمايل وروسته بيا د ښوونځي په پالونکو کې د يو مرموز او اسرار نه ډک مذهب په بڼه را ننوت چې سر پالوونکو يې د ارواګانو په لېږد هم ګروهه پېدا کړه.
ج :- د هيولا او صورت د يووالي ربړه
څرنګه چې وليدل شول ، ځينو انديانو “مفکرينو” هيولا د جهان “مبداء” وښووه او ځينو صورت د جهان مبداء وګاڼه ، نو دا دى هغو انديانو چې کوښښ يې وکړ ، د نړۍ توک له دودوالو بڼو سره يو ځاى کړي او له هغه څخه يو جسم چې د هيولا او صورت څخه يو ځاى وي منځ ته راشي ، هغو فلسفه پوهانو چې په دغه برخه کې يې نظريې ورکړي دا دي :
هر اکليت “Heraklit” : د “٥٣٥-٤٧٠ قبل المیلاد په شاوخوا کې” د خپلې ټولنې له سياسي پسات څخه نا اميده شو او ځانځاني ژوند یې غوره کړ ، ده د طبيعت په هکله يو اثر وليکه چې تش څو برخې ور ځيني پاتې دي او پوهېدل پرې پخوانیو هم ګران ګڼلی او ده ته يې د ځانځانۍ ژوند او بدبينۍ له کبله د “ژړاند فېلسوف” ستاينوم ورکړى دى ، ده د لومړي ځل لپاره د “فلسفې” کلمه استعمال کړه ، د ده هلې ځلې د هر ډول حسي ژوند پر ضد وې او د سول “عقل” په ښه والي او لوړوالي کې يې په پوهه او چار ټينګار کاوه ، څرنګه چې حواس د بدلون او اوښتون تابع دي ، نو د څيزونو په ځان کې لار نه شي کولاى او ریښتينې پوهه له هغه څخه د باندې نه شي را وتلاى ، د نړۍ لومړى توک يې اور وګاڼه او د نړۍ د پېدايښت ډول يې دايمي او ناپايه وښود ، هېڅ څيز ولاړ نه دى او ټول څيزونه د تل د پاره په بدلون او اوښتون کې دي ، ټول څيزونه سيال دي ، همدغه اوښتل راوښتل او همدغه “کېدل” هغه صورت دى چې د نړۍ محتويات په کې پېدا کېږي.
او په همدې يو مهال کې نطق او وينا “Logos” ده ، يعنې هغه قوه چې سولي “عقلي” بڼه یې ان غوره کړې ده او هغه قوه چې د ټولو هم اهنګيو او معنوياتو پيلیځ “مبداء” دى چې مصري کې د عقل او پوهې په څېر څرګندېږي ، نو له دې کبله عقل د ژوند دوئ “قانون” او دود په خپل ځان کې پټ لري چې د حقيقت د پوهې ته لارښوونه او له جهاني روح سره يې همنوا کوي.
پارمنيد يا پرمانيدس Parmenides : د ٥٤٠-٤٨٠ قبل المیلاد په شاوخوا کې د ايټاليې په سويلي خوا ايليات کې اوسېده چې فلسفي ښوونځى يې هم په تاريخ کې د همدغه ځاى “د ايليات ښوونځى” په نامه څرګند دى ، دى د “هينوفانوس Henophanos” شاګرد و ، پارمنيد ويل : نړۍ څرنګه چې د حواسو له لارې پوهېدل کېږي ، همدا ډول نه ده جوړه شوې ، ځکه چې له يوې خوا حسي نړۍ د تل د پاره په بدلون او اووښتون کې ده او له بله پلوه هغه ګروهې او نظريات چې د حسي نړۍ د ادراک له لارې منځ ته راځي ، بېلې او يو د بل ضد ، له دې لامله يوازې عقل کولاى شي ، ارزښت لرونکې پوهې ته پراختيا ورکړي او د جهان بدلون نه منونکى بنسټ را برسېره کړي.
څرنګه چې د پارمنيد پر وړاندې حواس نه شي کولاى د جهان په ریښتيني څرنګوالي پوه شي ، نو له دې کبله هغه بايد د سوچه عقل له لارې ولټول شي ، په حسي ازمېښتو تړل شوې نړۍ د څرګندتياوو “ظواهرو” نړۍ ده چې د څيزونو له باطني حقيقت څخه پرده نه پورته کوي او ټول ويل شوي څيزونه د دې حسي نړۍ په هکله تش نظريات او اټکلونه “Doxa” دي او حقيقي پوهه نه ده ، د ظاهري نړۍ په مخ کې باطني نړۍ يا حقيقي شته والى شته دى چې يوازې د سول “عقل” له لارې په هغه کې لټون کولاى شو ، څرنګه چې د ننه نړۍ کوم حسي ځانګړنه او څرنګوالى نه لري نو له دې لامله همغه په منفي ډول ، يعنې د حسي کیفياتو په اړ پيچه “متضاده” بڼه په پوهه کې ځايه ولاى شو.
دى وايي : چې حقيقي شته والى يو دى چې پاى ، محدوديت ، بدلون او توکړې ، توکړې کېدل نه لري او د خپل ذات د ابدي ټينګوالي په حالت هستي لري.
زنون Zenon : له ايليات څخه و او په همدغه نامه فلسفي ښوونځي پورې اړه لري ، د ٤٩٠-٤٢٠ قبل المیلاد په شاوخوا کې يې ژوند کاوه ، د پارمنيد د الواک پلوي يې وکړه ، ديالکتيکي روِش څخه يې د لومړي ځل د پاره کار واخيست ، د هغه د پوهې او خبرو اترو د پراختيا روِش ته بيا وروسته سقراط او افلاطون په برياليتوب سره تطبيقي بڼه ورکړه ، نو له همدې امله د ده استدلالونه د بدلون او اووښتون په رد او نفي او همدا راز خبرو اترو بڼه د خوځېدو په رد کې ليکل شوې او په ځانګړي مهارت سره دا جوتوي چې نه ډېروالى “کثرت” نه ځاى او نه خوځېدنه هستي لري.
ديموکريت “Democrit” يا ذيمقراطيس : پخوا له دې ځينو فلسفه پوهانو لکه يمپيدو کل “Empedeclos” او انکساګور “Anaxgoros” کوښښ کړى و ، د هغې د پاره چې پارمنيد د ښکاره او پټې نړۍ تر منځ را مخ ته کړې وه ، د حل يوه لار ولټوي ، تر څو د هيولا او صورت يووالى پیدا کړي چې د حل دغه لار په کره او بشپړه توګه د ديموکريت په فلسفه کې چې د اتوميستي فلسفې ښوونځي پلوى و ، پېدا کولاى شو ، ديموکريت د ٤٦٠-٣٦٠ قبل المیلاد په شاوخوا کې ژوند کاوه او خپل ژوند يې د پنځ “طبيعت” په څېړنه او پلټنه تېراوه ، د يو تود ، ارام او ويسا شخصيت لرونکى و او د “خندان فېلسوف” نوم يې وګاټه او د عمر تر سل کلنۍ پورې يې په خپل چاپېريال کې په درناوي او پياوړيتوب سره ژوند وکړ.
اتوميستانو زيار وايست تر څو په حسي ازمېښتو پورې تړلې نړۍ له هغو پرنسيپونو څخه استناج کړي چې په کُلي ډول د عقلي غوښتنو په خوا وي ، ديموکريت د پارمنيد په څېر جاج کاوه چې د ډېرو محسوسو ، اوړېدونکو او بدلون منونکو څيزونو بنسټ بايد په يوې واحدې بدلون او اووښتون نه منونکې هستي باندې ولاړ وي ، د دې لپاره چې د تحول او کثرت نړۍ له تغير نه منونکې او وحدت نړۍ تر منځ اړيکه پېدا شي او دغه دواړه جهانه بې اړيکې او يو له بله جلا نه وي ، نو بايد دغه اووښتون ته منونکې هستۍ ته بدلون منونکې نړۍ ځيني ځانګړنې “خصوصيات” قايل شو ، تر څو د سرماتو نړۍ د ليدنې وړ شي ، په دې ډول بايد بدلون نه منونکې هستي دوې ځانګړنې ، صورت او خوځېدنه ولري ، د ديموکريت له دغې فرضيې څخه اتوم ته خبره رسېږي.
اتومونه د اجسامو هغه اجزاء دي چې د شننې “تجزيې” وړ نه وي او ټول څيزونه له اتوم څخه جوړ شوي دي او اتومونه په خپل منځ کې تشې لري چې د اتومو د همدغو تشو له امله کولاى شو چې څيزونه وشنو او ووېشو ، اګر چې د اتوم په ځان کې تشې نه شته ، ځکه هغه د شننې وړ نه دى ، اتومونه يوازې په بڼه او جوله کې يو له بله سره توپير لري او د کیفيتي خصوصياتو لرونکي نه دي ، اتومونه څلور ګونې پولې “مربع حدود” او بڼې لري.
د ديموکريت په الواک روحي او مانيزې پېښې هم د اتوم د خوځېدنو په څېر پېښېږي ، ځکه چې معنوي او روحي اتومونه هم شته دي او د روح اتومونه دا وړ له اتومونو سره نژدېوالى لري.
ديموکريت د لومړي ځل د پاره يو واحد او اهم آهنګه تجسم له جهان څخه وړاندې کوي ، هغه هم په دې معنا چې :
١- د روحي او جسمي پېښو ژوند ته په يوه ځانګړي پرنسيپ باندې ټياکو ورکوي “اتوم”.
٢- د حسي ازمېښتو جهان هم له هغو ليارو څخه استنتاجيدلاى شي چې د عقل له پلوه لاس ته راځي ، ازلي پېدايښتونه اتومونه دي چې بدلون نه مومي ، خو په نړۍ کې د بدلون ، اووښتون او زياتوالي سبب ګرځي ، په دې ډول د ازلي او نا اوړېدونې نړۍ “يا معنوي او باطني نړۍ” او د مادي او حسي پېښو اوړېدونې نړۍ تر منځ واټن له منځه ځي او د پارمنيد غبرګونې د حل لار پېدا کوي “چې دغه الواک د توکوالى” یعنې “ماټرياليستي” په نامه سره يادېږي.
څنګه چې ديموکريت وايي : چې له مادې څخه د باندې هېڅ اصل لازم نه دى چې د هغه په وسيله د روح او طبيعت په پېښو پوه شو چې له دې پلوه د هغه الواک ته مادي وحديت “Monismematerialiste” ويلاى شو.
د دې الواک په وړاندې هغه ګروهه پرته ده چې روحي او معنوي پېښې اصل ګڼي او هغه په توکيزه نړۍ تطبيقوي او “طبيعت” د يوه مانيز او روحي بنسټ په څېر پېژني چې دغه الواک د ميتافزيکي ايډياليزم په نامه يادوي او څرنګه چې د توکيزې نړۍ او مانيزې نړۍ د پېښو د څېړلو لپاره تش په اندي او روحي اصل اړخ لګوي ، نو په همدغه ډول هغې ته ايډياليستي مونيسټ هم ويل کېږي ، د فکر د دغو دواړو خواوو ترمنځ د غبرګونۍ “Dualismus” د الوکا پلويان ولاړ دي.
د دې ډلې په سوچ توک په يوه بڼه د جسمي او فزيکي پېښو بنسټ جوړوي او د روحي پېښو او يا د نظم د قانون يعنې د فزيکي جهان د بڼې د څېړنې د پاره ځيني ځانګړي مانيز او روحاني دودونه مني ، سربېره پر دې ديموکريت لومړنى فېلسوف دى چې د خپلې ټولنې د مذهب او اخلاقياتو څخه يې جلا ځيني نظريات او اخلاقي دودونه را منځ ته کړل او عقل يې د کړو وړو اخلاقي بنسټ وټاکه ، ډېره لوړه ښېګڼه يې د روح ارامول او نه لړزېدونکې بې نيازي وګڼله او دغه د روح بې نيازي او يا د پېښو له لوړو او ژورو څخه چې هغه اناراکسي “Anaraxi” بولي ، د عاقل انسان د ژوند غايه او هدف وګاڼه او ویې ويل چې ښېګڼه انسان د وېرې او هيلې پارېدنو او عواطفو څخه ازادوي.
د ده پر وړاندې د غوښتنې وړ ښېګڼې دا دي : بسياوالى ، برابري ، د عمل او نظر پاکوالى ، مهرباني او له نورو وګړو سره لورېینه او پېرزوينه.