نړيوال نامتو ستوري چې په خټه عرب دي

1,761

ايا خبر واست چي د هاليووډ او د نورو څانګو دغه نړيوال ستوري په اصل کي عرب دي؟ دا چي دا کوم ستوري دي، په دغه انځوريز راپور کي يې کتلای سئ

Steve Jobs mit Apple iPhone

سټيف جابس

د اېپل کمپنۍ مؤسس، سټيف جابس د يوه مسلمان زوی وو. د هغه پلار عبدالفتاح جندالي د سوريې وو او مور يې جوآنه شيبلس نومېدله. خو د سټيف جابس د مور والدين د يو مسلمان زوم پر ضد ول او له دې کبله د پاول او کلارا په نوم يوې جوړې سټيف جابس په سرپرستۍ واخيست او هغه يې ستر کړ.

اريانا ګراندې

امريکايي سندرغاړې، آريانا په ۲۰۱۴م کال په خپل فيسبوک پاڼه کي وليکل: «ما اوس وموندل چي زما نيکه او انا يونانيان دي او د شمالي افريقا نه دي… او ما فکر کاوه چي زه به ايټالوۍ يم. زه څوک يم؟» خو دغه ستوری په اصل کي عربه ده.

Shakira kolumbianische Sängerin

شاکيرا

نامتو سندرغاړې او سندره ليکونکې، شاکيرا په کولمبيا کي زېږېدلې ده. خو د هغې پلار په اصل کي لبنانی او مور يې له کولمبيا ده. خو د شاکيرا نيکه او انا لبنانان ول او نيويارک ته مهاجر سوي ول اوهلته د شاکيرا پلار زېږېدلی دی.

آمال کلوني

د بشري حقونو مشهوره وکيله او فعاله، آمال کلوني د هاليووډ د ستوري جيورج کلوني مېرمن ده. آمال په لبنان کي زېږدلې ده او خپل د ژوند لومړي کلونه يې په بيروت کي تېر کړي دي. تر هغه وروسته د هغې کورنۍ اروپا ته مهاجرت وکړ.

Berlinale 2020 Salma Hayek The Roads Not Taken Premiere

سلما هايک

سلما هايک چي په ۵۰ کلنۍ يې د تر ټولو جذابې مېرمنې لقب خپل کړ، په مکسيکو کي زېږېدلې ده. د هغې مور د مکسيکو خو پلار يې له لبنان څخه دی. د هغې مور په اصل کي په خټه هسپانوۍ ده.

جي جي حديد

امريکايي جي جي حديد چي ورته د سوپر ماډل خطاب هم کيږي، د فلسطين ده. د هغې اصلي نوم يلېنه نورا حديد دی. د هغې مور هالنډۍ ممثله يا اکټره ده چي يولاندا فورستر نوميږي. د جي جي د پلار نوم محمد حديد دی او هغه په فلسطين کي د جائيداد رانيولو او خرڅولو تجار دی. د جي جي خور هم ماډله ده.

Bildergalerie Persönlichkeiten aus Armenien (Getty Images/D. Kopatsch)

اندرې آګاسي

د ټېنس سپورټ پخوانی نړيوال اتل، اندرې آګاسي د پلار له خوا عرب الاصله دی. د هغه پلار ايمانويل مايک آګاسي په ايران کي زېږېدلی او هلته لوی سوی دی. د اندرياس پلار په ايران کي د بوکس وهلو د سپورټ اتل هم وو.

ټېري هېچر

نامتو ايکټره، ټېري هيچر چي په تلويزيوني سريال «دسپرت هاوس وايفس» کي هم کار کوي، په اصل کي د سوريې ده. دغه نامتو امريکايي ايکټره په خټه نيمه سوريايي او نيمه بريتانوۍ ده.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.