نو: سیاستمداران دغسې کوي

ژباړه : عبدالله دانشیار

322

د تفتیش مامور ترې پوښتنه وکړه چې دا څه دي ؟

روسي یهودي ورته وویل : وه ملګریه ! د پوښتنې په فورموله کې دې اشتباه وکړه … تا باید داسې پوښتنه کړې وای چې دا څوک دی ؟

دا ” لینن ” دی چې د کمونیزم د بنسټ ډبره یې کیښوده او د روسیې خلکو ته یې خیر رسولی دی .

او ددې یاد د تل پاتې کیدو او د برکت لپاره , هر چیرته چې ځم دا له ځان سره وړم .

دې خبرو پر روسي مامور اغیز وکړ او ورته یې وویل : ښه ده ، مهرباني وکړۍ ، ورځۍ .

* د تل ابیب هوايي ډګر ته په رسیدو سره اسراییلي مفتش مجسمه ولیدله او پوښتنه یې وکړه چې دا څه شی دي؟

روسي یهودي ځواب ورکړ : محترمه! پوښتنه دې اشتباه ده! … تا باید داسې پوښتلي وای چې دا څوک دی ؟

دا لیونی جنایتکار او مجرم ” لینن ” دی چې د ده په سبب مې روسیه پریښوده , هر ځای ته یې د ځان سره وړم چې هره ورځ یې دې مخ ته وګورم او هر وخت او هره لحظه پرې لعنتونه ووایم .

د تفتیش مامور متآثره شو او ورته یې وویل: ښه ده، مهرباني وکړۍ تیر شئ .

* روسي یهودي خپلې مستعمرې ته ورځي او کور کې اوسیږي … دا مجسمه د کوټې په یوه کونج کې په ښکاره ځای کې ږدي . بیا خپل او خپلوان دده د رارسیدو په مناسبت لیدنې ته راغواړي … یوه وراره یې ترې پوښتنه کوي چې دا څوک دی ؟

هغه ورته ځواب ورکوي چې :

پوښتنه دې غلطه ده ګرانه ! داسې ووایه چې دا څه شی دي ؟

دا ۱۰ کیلو ګرامه سره زر دي چې په ګمرکونو مې پرته د مالیې ورکولو راتیر کړل او د دې سربیره مې د اضافي مالیې له ورکولو پرته تر دې ځایه راورسول .

نو : سیاستمداران دغسې کوي …

په سیاست کې باید ته د دې توان او قدرت ولرې چې یو شی خلکو ته په بیلو بیلو لارو او طریقو تشریح کړې … خو په دې شرط چې په هر یوې طریقې قناعت ورکړې .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.