عیسوي یم خو هر کال د رمضان ټولې روژې نیسم

بي بي سي / پښتو

182

عیسوي یم خو هر کال د رمضان ټولې روژې نیسم

د عکس تشریح، میکا سټیفنز هر رمضان بشپړه روژه نیسي او په عیسوي طریقه عبادت کوي

  • لیکوال: هيفار حسن
  • بي‌بي‌سي نیوز عربي

میکا سټیفنز ۱۵ کلن هالنډی زدکوونکی دی. نوموړي د روژې ټوله میاشت کې روژه ونیوله.

میکا مسلمان نه دی، بلکې مسیحی (عیسوی) دی او د خپل دین د لارښوونکو درناوی کوي. هغه بي‌بي‌سي ته وویل: “دوه کاله مخکې، زما مشر ورور چې ۱۸ کلن و، روژه نیول پیل کړل او په پټه مسلمان شوی و، دی زړه نا زړه و چې زموږ د کورنۍ غبرګون به څه وي، ځکه چې دا ډول ګام زموږ په مسیحي کورنۍ کې مخکې نه و اخیستل شوی.”

دی زیاتوي: ” کله چې زما مور او پلار راباندې خبر شول، له ما سره یې بحث پیل کړ او زما د پرېکړې هرکلی یې وکړ. دوی دواړه ازاد خیالي او د بېلابېلو ازادیو او کلتورونو منونکي خلک دي، خو زما پلار لادیني دی او مور مې عیسوۍ ده او زه مې هم د مور په شان عیسوی یم”.‌

د میکا ورور تر شپاړس کلنۍ عیسوی و، خو له خپلو مسلمانو ملګرو سره له بحثونو او د اسلامي کتابونو له لوستلو وروسته په پټه مسلمان شوی، چې د میکا په یوه پای کې یې “خپله ورکه” (یعنې اسلام ته اوښتل) ومونده.

میکا وايي، له ورور سره به یې پر دیني مسلو بحثونه کول‌، د دینونو ترمنځ د موجوده تناقض په اړه به یې بحثونه جدي شول او څو ساعته به یې دوام وکړ، دی وايي درې نژدې مسلمان ملګري لري، چې ډېر په دین او روژه ولاړ ځوانان دي.

“خدای ته د نژدېوالي لېوالتیا”

میکا سټیفنز

کله مو چې هغه وپوښت، ته عیسوی یې او په اسلامي طریقه روژه نیسې دا ولې؟ میکا راته وویل:‌ “ځکه چې زه داسې انګېرم ګنې خدای ته نژدې کېږم”.

د ویلو ده چې په تېره یوه لسیزه کې،‌ په تېره د سوریې، یمن، لیبیا نورو هېوادونو په شان د منځني ختیځ په یوشمېر هېوادونو کې د جګړو له پیلېدا وروسته په اروپا کې د مسلمانانو شمېر په ډېرېدو دی چې هالنډ هم له دغو هېوادونو یو ګڼل کېږي.

خو په همدې هالنډ کې په وروستیو کلونو کې د پر دین د ولاړو کسانو یا متدینو خلکو شمېر په ټېټېدو دی، د هالنډ د ۲۰۲۱ کال یوې سروې کې ویل شوي، د هالنډ ۵۸ سلنه وګړي چې عمرونه یې ۱۵ یا لوړ دي، له هېڅ دین یا مذهب یا هم ایډیالوجۍ سره تړاو نه لري، په دې سره هلته د کاتولیکانو شمېر هم پام وړ راټیټ شوی.

خو دا چې هالنډ‌ کې له مذهب او دین سره د تړاو کچه راټیټه شوې، ترڅنګ یې یو شمېر هالنډیانو د اسلام په شان د نورو دینونو منلو ته هم مخه کړې ده، دوی تر ډېره له خپلو نویو مسلمانو ګاونډیانو اغېزمن شوي او ځانګړی تاثیر یې په روژه میاشت کې ډېر جوت شوی دی.

میکا وايي: “پیل کې مې ورور د اسلام اساسات راوښودل او خپله عقیده یې راته تشرېح کړه، زما ورور لیفای زما تر ټولو نژدې ملګری دی چې د دین په اړه ډېر بحث ورسره کوم او ډېر څه مې ترې زده کړل، سربېره پر دې ښوونځي کې هم له خپلو ټولګیوالو سره بحثونه کوم او ان زموږ هغه ملګري هم دې بحث کې راګډېږي چې سیکولر دي”.

دی وايي، د کتابونو له لوستلو مې “دا زدکړل چې د ټولو دینونو خدای یو دی”.

نوموړی زیاتوي: “سمه ده چې ما روژه نیول پیل کړل، خو لا هم خپل عیسوي دین ته ژمن یم. هغه څه چې روژې ته یې وهڅولم دا و چې خدای ته نژدې شم. ځکه چې د روژې له لارې به زه له خپل خدای سره اخلاص وښیم،‌ څنګه خپل نفس کابو کړای شم او د وږیو او بې وزله خلکو له حاله خبر شم”.

میکا وايي ورور یې اوس پوهنتون کې قانون لولي، لومړي کال کې یې په پټه روژه نیوله، “خو اوس موږ دوه شوو،‌ زما پلار زموږ د پرېکړې درناوی کوي او داسې مناسب چاپېریال راته چمتو کوي چې زموږ روژه ښه پکې تېره شي، لکه روژه‌ ماتي او پیشلمي ته ښه خواړه تیارول”.

میکا وايي، لا هم نورو ډېرو شیانو زده کولو ته ډېر وخت پاتې دی، خو له خپل نفس نه تر ډېر راضي دی او د خدای په لاره کې یې تنده او لوږه ګاللې ده.‌

“ملحد پلار او لادینه مور”

میکا سټیفنز او سوریایی ملګری یې غابي
د عکس تشریح،میکا سټیفنز او سوریایی ملګری یې غابي

په ښوونځي کې د میکا له نژدې ملګرو چې دی ډېر ترې اغېزمن شوی، یو هم سوریایی زلمی غابي دی چې اوس ۱۶ کلن دی.

غابي لا پنځلس کلن نه و چې له خپلې کورنۍ (مور او پلار او خور) سره له حلب نه ترکیې ته ولاړ او بیا په ۲۰۱۶ کې هالنډ ته کډه شول.

غابي په ټیلیفون کې راته وویل:‌ “پیل کې نهه کلن وم چې په پټه مې روژه نیول پیل کړل، مور او پلار مې چې خبر شول هک حیران شول چې ولې په پټه روژه نیسم، دوی ګومان کاوه چې ګنې زه لا کوچنی ماشوم یم او د روژې تاب نه شم راوړلی، خو زه له خپلې پرېکړې شا ته نه شوم بلکې دوام مې ورکړ”.‌

د غابي مور لادینه ده،‌ خو پلار یې په ښکاره وايي چې ملحد دی.

کله چې له غابي سره چې د هالنډ یوه کوچني ښار کې اوسېږي، په ټیلیفون کې غږېدم، داسې راته واېسېده چې ګنې هغه یو رسېدلی او هوښیار ځوان دی او د بل هېڅ دین او مذهب لارویانو ته یې له خولې د سپکاوي خبره راونه وتله او په تول برابرې خبرې یې کولې”.

غابي وايي کله چې هالنډ کې د کلي لومړني ښوونځي کې شامل شو، هلته له یوه مسلمان ملګري سره معرفي شو او دواړه تر ټولو نژدې ملګري او همټولګیوال شول.

غابي هغه وخت پوه شو چې ملګری یې روژه دی، چې هغه څه نه خوړل او نه یې څښل او د ده په ټکو”روژه انسان خپل خدای ته نژدې کوي او د هغه د خوښۍ او رضایت سبب ګرځي”.

د غابي مور بي‌بي‌سي ته وویل: “یوه ورځ، له ښوونځي راستون شو او ښوونځي ته تیاره کړې ډوډۍ یې له خپل بکس راوایستله او وویل چې د خپل همټولیګوال په شان یې روژه نیولې ده”.

“نوې روزنه”

د غابي مور

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

مور یې راته وویل، دا هم غواړي اوس د روزنې له نویو لارو چارو ګټه واخلي، زوی یې کله کله دروغو ته مخه کوي چې لامل یې همدا [مور] او پلار دي.

د غابي مور وايي، یوه ورځ یې زوی له ښوونځي راستون شو او له ډېرې ستومانۍ، لوږې او تندې پر ځمکه ولوېد او بې‌هوښه شو، کله مو چې اوبه ورکړې او په هوښ راغی، په تندي کې مو یې د کرکې نښې ولیدې؛ ځکه چې هغه ورځ مو یې روژه ور خرابه کړه.‌

مور یې داسې انګېري چې ګنې ګناه کوي، ځکه چې زوی یې د مور او پلار د نیوکو پر وړاندې یوازې دی.

همدا وو چې مور یې هم روژه نیول ورسره پیل کړل، خپل دودیز خواړه به یې په روژه‌ماتي تیارول چې زوی ته وښيي دی یوازې نه دی.

غابي وايي: “کله مې چې مور روژه راسره شروع کړه، ډېر زیات ارام شوم او پر ځان مې باور لا ډېر شو، لا ډېر د قوت احساس مې وکړ؛ ځکه موږ اوس د هغه چا پر وړاندې دوه کسان شوو چې زموږ پر روژه به یې نیوکې کولې”.

له هغه وروسته اوس د غابي مور هم هر کال رمضان میاشت کې روژه نیسي او لا هم خپل عیسوي دین ته ژمنه ده چې ډېراحترام هم ورته لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.