د پسرلي، رنګونو او مینې جشن

سمسور ودان

282
تاریخي پس منظر:.
هولي (होली‎) د سنسکریت ژبې لغت دی، معنا یې (سوځول) دي او تاریخچه یې ډېره اوږده ده. په نړۍ کې د خوښيو لمانځلو یو تر ټولو پخوانی جشن دی، چې تقریباً اوسمهال په ټوله نړۍ کې خال خال، خو په هغو ځایونو کې ښه پوره لمانځل کیږي، چې هندوستانیان پکې زیات وي.
هولي ته د رنګونو او مینې جشن هم وایي.
د هولي د بنسټ اېښودنې په اړه تاریخونو یوه تر ټولو منلې او مشهوره افسانه داسې لیکلې ده، چې: د شیطانانو پاچا له هر چا وغوښتل چې د نورو مقدسو خدایانو پر ځای باید د ده عبادت وکړي، خو کله یې چې خپل زوی (پرهلد) د دې غوښتنې مخالفت وکړ، نو پاچا سخت په غوسه شو او د زوی وژلو پلانونه یې چمتو کړل، چې پکې ناکام شو. بیا د پاچا خور (هولیکا) د خپل وراره د وژلو مسؤلیت په غاړه واخیست، هغې داسې جادویي جامې لرلې چې اور څخه یې ژغورله، خو پایله دا شوه چې د بد نیت له امله هغه هم ناکامه او له پاچا سره په اور کې ګډه وسوځېده. شهزاده ژوندی پاتې شو. له همدې ورځې هولي د شهزاده د ژوندي پاتې کېدو او ظالم پاچا د مرګ جشن شو.
هولي جشن په شمالي هند کې را وټوکېده. هلته د پسرلي د پيل، د یخنۍ د ختمېدو او ګرمۍ د پیل، په بدۍ د نیکۍ د بري، د نېکمرغۍ، ریښتونولۍ او د مینې د جشن په توګه لمانځل کیږي.
مذهبي اړخ یې دا دی چې هندوان یې د خپل دیوتا (کرشنا) او د هغه د مېرمنې (رادا) سره د مینې د سمبول په توګه پالي. د هغوی پوجا (عبادت) کوي او په مجسمو یې ګلونه شیندي.
د هولي ورځې:
د هندوانو د جنتري له مخې د هولي جشن هر کال د ژمي په ختمېدو سره د پوره سپوږمۍ تر لیدلو وروسته لمانځل کیږي.
پیل یېپه دې ډول کیږي، چې یوه ورځ وړاندې ماښام مهال د کورنۍ ټول افراد را ټولیږي، د هماغه شیطان پاچا د وژنې په خوشحالي کې اور بلوي او نڅا پيلوي.
بیا په ګډه خواړه خوري او له ملګرو، خپلوانو او ګاونډیانو سره د ملاقاتونو سلسله پيلوي.
په دوهمه ورځ چې هولي پیل شي، نو خلک ناڅاپه په وچو او مایع رنګونو د یو بل ویشتل پیل کړي. د ویشتلو پرمهال سره وایي، چې: وبښه! نن هولي ده هولي!
د هندوستان او نیپال ځینو سیمو کې بیا داسې هم وي، چې ځينې ښځې نرۍ لښتې یا کوتکونه را واخلي او نرانو پسې منډې کړي. په خندا او ملنډو هغوی ته منډې ورکوي.
د هولي رنګونه:
هولي کې اووه ځانګړي (زرغون، ابي، سور، ګلابي، ژېړ، نارنجي او بانجاني) رنګونه لري، چې وچ او لامده ډول باندې کارول کیږي، خو سره او نارنجي رنګونه پکې زیات وي، چې یو لامل یې د هندوانو مذهب دی. د هندوانو په مذهب کې نارنجي رنګ ډېر پاک او سپېڅلی دی، چې د دول ټول پنډتان او مذهبي مشران یې کاروي.
د مئینانو د رنګولو انداز بیا یو څه مختلف په دې هم دی چې د یو بل په غومبرو او غاړو رومانوي انداز سره رنګونه مښي.
د هولي ځانګړی خوراک او څښاک:
په دې ورځ هندوان خپلو کورونو کې له ممیزو او وچو مېوو څخه د (ګجیا) په نوم یو ډول خواږه خواړه هم تیاروي. د مالپوا او لډو (مټايي) خواړه هم پکې د یادونې وړ دي.
ترڅنګ یې په مشروباتو کې بیا د لږ نشې لپاره بنګ استعمالیږي، مشهور شربت یې له بادامو او شیدو جوړ شوی وي، چې ښه ډېر بنګ پکې کارول کیږي او له دې څښاک پرته هولي نیمګړې بلل کیږي.
د هولي سندرې:
د هولي په ورځ چې کومې سندرې ډېرې مشهورې دي، هغه د هرې سیمې خپلې محلي سندرې یا د هندوستانۍ سنیما شاهکار نغمې وي، چې د هولي په مناسبت ویل شوې دي.
ځينو سیمو کې بیا مذهبي او کلتوري سندرې په لوړ غږ ویل کیږی او هر لور ته د نڅېدونکو او رنګونو باندې لړلو وګړیو څخه ناخبره هم پوهیږي چې نن هولي ده.
د هولي لمانځلو لپاره غوره ځایونه:
په اترپردیش ایالت کې بارسانه کلی چې د هندوانو د دیوتا (کرشنا) د مېرمنې (رادها) د پیدایښت ځای ګڼل کیږي، د هولي لمانځلو یو تر ټولو ګرم ځای دی.
وارنسی چې پخوانی نوم یې کاشي و، بل هغه ځای دی چې هولي پکې ښه شانداره لمانځل کیږي. دغه سیمه د هندوستان تر ټولو مقدسه سیمه هم ګڼل کیږي، چې د سپیڅلي سیند (ګنګا) په غاړه واقع دی.
راجستان ایالت چې (بهیل) قبیله پکې اوسیږي د هولي لپاره دریم ښه ځای دی. بهیل قبیله هولي خپل مقدس او ډېر پخوانی جشن بولي.
هولي په شاعري کې:
د نورو رسمونو، رواجونو او جشنونو په څېر هولي هم د ادبیاتو په ځانګړې توګه د شاعرۍ لویه برخه ده. په هندي او اردو ادب کې خو یې یادونه لازمي شته، مګر پښتو کې هم بې یاده پاتې نه ده. لاندې لومړی د پښتو او بیا د اردو بیتونه لوستلی شئ:
ورځ د هولي ده تماشې وکړه
په خپل لطیف وجود نخرې وکړه
فرید تسکین
ورکړه به د خدای د حسن ووینې
وګوره هیندوه د هولي په ورځ
کبیر ریحان
حسن یو په دوه شي چې د میني رنګ پرې وپاشې
وکړه ننداره د هندۍ پیغلي د هولۍ* په ورځ
خالد ریحان ببری
د رنګونو خوشبوي وي پسې مړ یم
که اختر وي که هولي وي پسې مړ یم
قدرت الله درمان
سبزه هندوه چې هولي کې رنګ شي
ته ورته ناست تر ستوني تېر دې بنګ شي
اصف بهاند
وشیندئ په یو او بل رنګونه د هندوانو
دا ښه دي نور څه کوئ کارونه د هندوانو
ملا منصور منلی
سبا هولي ده جونې مخ باندې خالونه وهي
لاس په نکریزو سره کوي او یا رنګونه وهي
نامعلوم؟
د ژوند په فلم کې لالیه! د هولي په ورځ هم
نصیب پاشي په موږ د خپلې ناهیلي رنګونه
شېرمحمد مهد
له کاغذ نرمه له ویښته نرۍ ته عید مبارک
هندۍ ته هولي مبارک سونۍ ته عید مبارک
عصمت عاصم
ته خپله شاهکار حسن؛ ښاېست به وي لا نور څنګه؟
هولي ښکلې په تا ده؛ که ته ښکلې په هولي یې؟
سمسور ودان
لکه طاووس
لکه وطني سایره
د هولي په وچو او لمدو رنګونو
رنګېدلې
خیشته پیشته
تر څنګلو
مهین نقش د نکریزو
الواني اوبه شوی شوخ رنګ یې
د ولیو تر منځ
د میده کوڅیو
له غوټو او بندونو
څاڅي
د خپل کور له بامه
د رنګینو اوبو جامونه
پر لارویانو راړوي
چې د دې د خندا شرنګی شي
خلک پوهېږي
چې بیا به
ناخبره لاروی
لویه لار کې
رنګ ولاړ وي
ومان نیازی
د تاووس خورې هیندوګۍ ملکې
یه د رنګونو په سیند ګډې تکې سپینې بتې!
زلفې دې واړوه، هوا خوره کړه
اسمان کې بیا د بوډۍ ټال واچوه
تا په رنګونو کې د شونډو سرخي پټه کړله
خو د موسکا پرمهال
چې ستا پر ښي غومبوري
وړوکى کوتی جوړشي
په همدې ځای کې زما شونډو ته لږ رنګ وساته !
غفور لیوال
گلابی گال پر کچھ رنگ مجھ کو بھی جمانے دو
منانے دو مجھے بھی جان من تیوہار ہولی میں
بھارتیندو ہریش چندر
تیرے گالوں پہ جب گلال لگا
یہ جہاں مجھ کو لال لال لگا
ناصر امروہوی
سجنی کی آنکھوں میں چھپ کر جب جھانکا
بن ہولی کھیلے ہی ساجن بھیگ گیا
مصور سبزواری
منہ پر نقاب زرد ہر اک زلف پر گلال
ہولی کی شام ہی تو سحر ہے بسنت کی
لالہ مادھو رام جوہر
غیر سے کھیلی ہے ہولی یار نے
ڈالے مجھ پر دیدۂ خوں بار رنگ
امام بخش ناسخ
موسم ہولی ہے دن آئے ہیں رنگ اور راگ کے
ہم سے تم کچھ مانگنے آؤ بہانے پھاگ کے
مصحفی غلام ہمدانی
وہ تماشا و کھیل ہولی کا
سب کے تن رخت کیسری ہے یاد
فائز دہلوی
ہولی کے اب بہانے چھڑکا ہے رنگ کس نے
نام خدا تجھ اوپر اس آن عجب سماں ہے
ظہور الدین حاتم
پورا کریں گے ہولی میں کیا وعدۂ وصال
جن کو ابھی بسنت کی اے دل خبر نہیں
کلب حسین نادر
بہار آئی کہ دن ہولی کے آئے
گلوں میں رنگ کھیلا جا رہا ہے
جلیل مانک پوری
سیکڑوں رنگوں کی بارش ہو چکے گی اس کے بعد
عطر میں بھیگی ہوئی شاموں کا منظر آئے گا
عزیز نبیل
وہ کودتے اچھلتے رنگین پیرہن تھے
معصوم قہقہوں میں اڑتا گلال دیکھا
محمد اعظم
بہت ہی خشکی میں گزری ہے اس برس ہولی
گلہ ہے تجھ سے کہ گیلا نہیں کیا مجھ کو
صابر آفاق
سہج یاد آ گیا وہ لال ہولی باز جوں دل میں
گلالی ہو گیا تن پر مرے خرقہ جو اجلا تھا
ولی عزلت
لب دریا پہ دیکھ آ کر تماشا آج ہولی کا
بھنور کالے کے دف باجے ہے موج اے یار پانی میں
شاہ نصیر
میں دور تھا تو اپنے ہی چہرہ پہ مل لیا
اس زندگی کے ہاتھ میں جتنا گلال تھا
امیر قزلباش

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.