له شعر سره زموږ د خلکو په تېره بیا د لوستې طبقې مخالفت له هغه عامه ذهنیته ډېر بدل نه دی، چې دوی او هغوی دواړه یې غېر ضروري، د وخت ضایع او بې ګټې بولي، یوازې په همدومره توپير، چې د ویلو او څنډلو انداز یې بدل دی؛ نور نو د استدلال نوعیت یې یو ډول دی. دا شاید استدلال هم نه وي، ځکه موافق او مخالف استدلالونه د یوې پدیدې د هر اړخیزې بیانيې له پوهېدنې او پېژندنې وروسته ممکن دي، هغه چې د شعر او شاعر په بېخي او عادي ځانګړنو او مفروضاتو هم خبر نه دي، د داسې یوه مجموعي او عامه مخالفت او پر بې اهمیتۍ یې څنګه خبره کولای شي.
افلاطون سخت بلا دماغی و، مخالفت یې د ځېرکۍ حد لري، د شعر پر ځای یې شاعران له خپل ریاسته ویستلي وو، یعنې اوس هم د شعر او شاعر تفکیک او له یو بله یې د بېلولو کشاله د معاصرې ادبپوهنې یو بل جنجالي بحث دی؛ مګر سره له استدلال او ځېرکۍ بیا هم نه له افلاطون سره چا منلې او نه یې مني!! ځکه ده هم شاعر د خپل عقلاني جمهوريت لپاره د عقل او وسیلې د تعهد په زنځيرونه تړلی غوښته.
دا سمه ده، چې شعر به د مادي نتایجو او څرګندو بدلانونو شی نه وي، خو دا به هم نه سره هېروو، چې حتی همدا شېبه چې زه او ته دا توري او لیکنه لولو، د یوه ډېر طبعي فوق العاده ژبنیو میکانیزمونو او نښو په واسطه له یو ــ بل سره په ذهني دنیا کې واقع یو، دا ذهني دنیا زموږ د هغه شته او ناشته واقعیتونو چې زموږ د تصور برخه دي او ځینې هغه یې زموږ له ذهنونو په بهر مادي دنیا کې هم شته، دلته یې د لیکنیو نښو، تورو، لفظونو، تخیلاتو او د تصوراتو په بڼه یو جهان اباد دی او دا جهان د بشر د خپل طبعي خلاقیت یوه داسې ځانګړنه ده، چې که نه وای؛ نو انسان به پرې نیمګړۍ وای.
ټول هغه افکار، تخیلات، تصورات او حتی ژبه او د ژبې اړوند د مکالمې او پوهاوي میکانیزمونه د همدغه بشري ځانګړنې خواږه دي، چې انساني شرف او خلاقیت پرې ښایسته دی. اوس که یو څوک شاعر ته وايي، چې ته متخیل او خیالي ګر یې!! دا مه کوه یا مه لیکه او دا عمل بې ګتې او غېر ضروري دی؟ ایا دای د همدغې ښکلې او حسینې دنیا پر یوه خورا مهم توکي معترض نه دی؟ کنه وي او توجیه دا وي، چې موږ د تخیل مخالف نه یو؛ مګر د افراط خبره یې کوو؛ نو دوه خبرې دي، یو خو دا چې موږ پورته وویل، چې زموږ په ټولنه کې د شعر د مخالفینو استدلال هغسې نه دی، چې موږ یې استدلال وبولو، ځکه دا په خپله یو ډول افراط دی، په همدغه افراط یې بل افراط همدا ذوقي یا تخصصي تپنه یا تحجم ده، مانا دا چې زه عاقل یم، ته هم مفکر شه، زه ساینس پوه یم، ته یې هم باید زده کړې، زه پر عصري ټیکنالوژیو پوهېدونکی متخصص یم، ته هم باید دغه لار تعقیب کړې!! ادب، شعر او شاعري څه وي؟ دغسې د مطلق حکم خاوندانو او مخالفینو شاید د نابغه خوشال دا کرښه نه ده لوستې، چې:
هر سړی پيدا دی، خپل خپل کار لره کنه
دویمه خبره یې دا، چې موږ شعر ته ولې دومره په سطحي تقابل او نظر ګورو، د پورته ځينو خبرو له سیاقه معلومېږي، چې موږ د شعر په پرتله باید نورو څانګیزو علومو او زده کړو ته مخه کړو او دا معاصر ضرورت هم دی، معاصر ضرورتونه خپلول بلکل د ویښو او روښانه ملتونو تقدیر وي، او په ترلاسه کولو کې یې سستي د کاهلات او لټۍ اوج دی؟ خو هغه چې د ویښتیا د یوه خورا ډېر مهم توکي نفې کوي او پر معمولي اهمیت هم ورته قایل نه دي، څنګه یې خپلولی شي؟ یعنې شعر او فکشن یا په ټوله کې هنر او ادب چې د نړۍ د خورا لویو تجربو محصول یې په ذهني، فکري، عاطفي او شعوري ویښتیا کې ونډه مهمه بولي، موږ یې داسې نفي کوو، چې په هیڅ ضرورت یې نه حسابوو، کنه اوس د علومو په مرکزیت یا بین العلومي رشتو او تقدس څوک نه پوهېږي.
ما هیڅ داسې شاعر او د شعر موافقین او مبالفین نه دي لېدلي، چې د شعر په اهمیت دې یې د همدې معاصرو علومو، عصري ضرورتونو او پرمختګونو نفي کوي، خو شاعر یا شعر چې د همدې پرمختګونو او معاصرو ضرورتونو په لړ کې د یوې بېلې ذهني برخې ځای لري، زموږ د ټولنې مخالفین یې د افراطي مینې او علاقې په تور تحریفوي. شعر، ادبیات یا په ټوله کې هنر چې د تخیل د ځانګړنو په اساس د همدې بېلې دنیا په توګه د نویو خبرو، خیالاتو او تصوراتو تخلیق کوي، دا په خپله زموږ د اندروني احساساتو، عواطفو او تمایلاتو په سمونه، روزنه او د یوه مهم ضرورت له مخې یې اخیستنه یوه جدي اړتیا هم ده، ځکه موږ په حیث د انسان د همداسې یوه طبعي جوړښت له مخې متنوع هم یو، مثلاً همدا معاصر ساینس او ټیکنالوژیک فکر او تمایلات خپلول زموږ اړتیا ده، خو تخیل هم زموږ د ژوند د یوې برخې ضرورت دی، یعنې ساینسپوه او طبي ډاکتر له خپل مسلکي ژوند سره سره د خپل شخصي ژوند روماني او خیالي احساسات او عاوطف هم لري، یو انجینر او تجار د ژوند د همدې جدي وچو سپورو مسولیتونو ترڅنګ د ژوند مینه، هوس او ښکلایز تمایلات هم لري، ایا دا افراط نه دی، چې ژوند په شخصي او مسلکي ډول دواړه یو وګڼو.
څومره چې په يوه معتدله او کامله ټولنه کې په مسلکي ډول او ژوند کې د معاصرو ضرورتونو د فکر او پرمختګونو وده او سوچ ضروري ده، په همدومره کچه په ټولنیزو او عاطفي برخو کې هم شعر، کیسې او په مجموع کې هنر ته اړتیا لري، زموږ په څېر ټولنه چې اوسنیو جګړو او تاوتریخوالي په کې د تشدد مخینه جوړه کړه او د ساینسي او مسلکي ویجاړیو ترڅنګ یې د نرمو او ملایمو اخلاقو او عاوطفو له بحران سره هم مخ کړي یو، هنر او ادبیات یې یوازینی متبادل او لاره ده.
د لښکرونو ملک ته وایه
په مړو موړ شوې که لا نور کوې جنګونه
شعر د همداسې یوې مظلومې خو په عین حال کې زورورې عاطفې غږ او نوم دی، چې په غېر محسوسه توګه دې ګاڼی زړه در اوبه کوي او که د پرمختګونو وچو سپورو دماغونو دې سر بند کړی وي او په همدې نامه دې انساني ګتلې ته د باردو ډېري ایښي وي؛ نو بیا دې هم متوجه کوي:
د تور ټوپکو اوستاکاره
د ښو ځوانانو خون به ستا په غاړه وینه
تر دې وراخوا شعر د ژبې په روایت کې هم خپل یو ځای او مقام لري، همدا شعر او تخلیقي توانايي او قوت دی، چې ژبو ته ژوند بخښي او د خپل ډینامیکي خاصیت له مخې ژبو ته تنوع ورکوي، هغه ژبې چې شاعري په کې ژوندی ده، ژبې یې ژوندی ساتلي دي، ملي هویت او تشخص یې خوندي دی او نورې ژبې او خلک یې د قدر په سترګه ورته ګوري او دا وړه خبره نه ده
هغوی چې له شاعرۍ سره مخالفت کوي، یو دلیل یې دا هم وايي، چې دا د ټولنې په بدلون کې کوم نقش نه لري، زه فکر کوم، دوی د شعر او هنر د همدغه رسالت په اهمیت او نقش نه دي خبر، کنه څنګه یې په پورته مواردو او د انسان د دغه ستر او نسبتاً بنسټيز بدلون پر اهمیت سترګې پټې کړي. دوی شاید په خوږو خبرو مري، دوی که خامخا د شعر مخالفت کوي او پر اهمیت او بنسټيزو ارزښتونو یې ځان نه پوهوي؛ نو دوی ته خو اروښاد عمر دراز مروت لا پخوا په خپله مظلومه مخاطبه ویلي وو
زه په ترخه خبره مرمه عمر دراز مروته
زما د قتل دې سوچونه ډېر یاران نه کوي
شاعر په ترخه او مخالفین یې په خوږو خبرو مري، دا زموږ د خلکو او ټولنې پراډوکس نه دی؛ بلکې دا یو جدي او سر ناخلاصی تریخ حقیقت دی، پر حقیقتونو نیمه پوهاوی هم غنیمت دی؛ مګر هڅه یې لومړنۍ شرط دہ.
شعر د معاصر مصروف انسان د ماشیني ژوند رنګیني جوړوي او د صنعت او ساینس په شور او اور کې د خلکو د ټولنیز او شخصي رومانس او تفریح، سامانونه تخلیقوي؛ ځکه نو د شعر او شاعر اهمیت او ضرورت د انساني ټولنو او ریاستونو یو مهم او جدي ضرورت دی. کنه انسان به انسان پاتې نشي؛ بلکې وچ کلک ماشین به شي.
کالم/ رنسانستان
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.