گاليله او انكيزيسيون يا د عقايدو تفتيش

لیک: اکبر کرګر

219

گاليله گاليلو چې زموږ په ژبو كي په گاليله ياديږي،د بشريت په تاريخ كې يو بي مثاله نابغه پېژندل شوى دى،هغه د خپلو علمي نظرياتو ،اختراعاتو ،او كشفياتو له مخې چې په فيزيك ،رياضي او ميكانيك اوستور پيژندنه كې يې يو ستر انقلاب راوست او د علم دونيا يې بدله كړه۔۔۔
د گاليله استدلالونو چې د لمر په شاوخوا د ځمكې د گرځون د مقدس كتاب سره يې رغښت اوسازش نه درلود په سبب يې د هغه د تكفير حكم صادر شو او هغه حكم يې د ايتاليا په ټولو پوهنتونونو او علمي مركزونو كې ولوستل شو .
وروسته يې هغه د كفر ويلو په جرم او مقدساتو ته د سپكاوي په گناه محاكمه كړ،هغه يې دې ته اړ كړ چې د پاپ په وړاندې په گونډو شي او هغه خبرې چې د ځمكې د گرځېدو په باب يې كړي وې بيرته واخلي۔۔۔
خو څرنگه چې گاليله د محكمي په مهال په يو نړيوال علمي شخصيت مشهور شوي و ،نو ”انكيزيسيون يا امر بالمعروف او نهي عن المنكر ونه شو ل كړاي د اعدام حكم يې صادركړي،بلكې اړ يې كړ چې د ابد لپاره يې بندي كړي،او بيا يې په كور كې توقيف كړ .

تر وروستيو زمانو پوري د گاليله نوم د كليسا په تور ليست كې وو او د هغه اثار د ”ضاله اثارو “ يعني بې لاري كوونكو اثارو په لړ كي را تلل چې لوستل يې د كاتوليك مومنانو لپاره منع وو .

يوازي په ١٩٧٩ كال پاپ جان پال دوم ” چې په وروستيو كې ومړ “ اصلاح طلب او روښانه كس وو امر يې وكړ چې د گاليله دوسيه بيا وكتل شي۔۔۔ د گاليله دوسيه چې له دري سوو كالو زيات د واتيكان په ارشيفونو كې خوندي وه او خاوري پري پرتي وي را وويستله۔۔۔
اوله ١٣ كالو څېړني نه پس يعني د اكتبر ١٩٩٢ كي چې د مرگه يې ٣٥٩ كاله تير شوي و ، روحاني پلار دې پايلي ته ورسيد چې د گاليله عقل گرد نه وو بلكې د ځمكې كره گرده وه او د لمر په شاوخوا څرخيده .

په هغه كلونو كې چې ياد گاليله ژوند كاوه كسان يې ژوندي په اور كي سيځل ،او نه يوازې كسان يا د نوي فكر خاوندان بلكې كورونه يې هم چې ژوند يې په كې كاوه په ايرو بدلول،له خاورو سره يې خاوري كول۔۔۔ پر دې برسيره د اسپانيا انكيزيسيون اداره چې روحانيون يې د چا خبره په طاهر كي ډېر مومن بريښيدل د نورو هيوادونو د روحانيونو په نسبت يې په دې بسنه نه كوله بلكې د محكوم شخص ثروت او مال شته يې هم مصادره كول او پر هغه يې سوداگري كوله .

د تورنو كسانو د كورونو سيزل او لوټ داسې يو بدعت شو چې د وروستيو كلونو پوري يعني د جنرال فرانكو تر وخته چې د هسپانيي ديكتاتور و ،دوام وكړ، د بيلگي په توگه په هسپانيا كې د يو جمهوري غوښتونكي كور چې په سويا كي واقع و او د يو شمېر روښانفكرانو د راټوليدو ځاى وو،د فرانكو د يو جنرال په امر توپ ته وتړل او له خاورو سره خاوري شو .

گاليله د حقايقو په لټه كې وو ، د روښانتيا په پوهاوي يې باور درلود د دى لپاره چې د كايناتو په ماهيت پوه شي د زړو عقايدو دنگ ديوالونه او دوه زره كلن باورونه د هغه د وياړ او عزم خنډ نه وو،يوې سترې مبارزي ته اوږه وركوي پرته له دي چې په عواقبو يې پوه شي او له هغو وډار شي۔۔۔
د هغه افكار د زرگونو كلونو په باورونو كې درز پيدا كوي،هغه ټينگه عقيده درلوده چې د ستورو سفرونه او د كايناتو پراختيا په موږ پورې اړه لري د انسانانو پوري اړه لري.
نړې د سترگو په رپ كې خپل مركزيت له لاسه وركوي او كله چي سبا شي نو زيات شمير مركزونه به موجود وي .
مشهور الماني ليكوال او ننداره ليكوال برتولت برښت د گاليله په ژوند يوه ننداره ليكي چي زيات تاريخي ،فلسفي او هنري ارزښت لري .

د گاليله عمري بند او كړاو وروستي اولومړني پيښه نه وه،دا د علم او د جهل تر منځ د مبارزې يوه بيلگه وه چې له هغه تر مخه ”جيورادنو برونو“ يو پوه او عالم،هم د كليسا له خوا ژوندي په اور كې وسوځول شو .
برښت په خپل اثر كي د گاليله او د هغه د شاگرد په مكالمه كې د قهرمان ”جوروني“ مفكوره بدلوي :
شاگرد يې وايي : بد بخته ملت چې قهرمان نه لري .
خو گاليله په ځواب كي ورته وايي : بد بخته ملت چې قهرمان ته لا اړتيا لري .
پاى

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.