د مطبوعاتو د ازادي ورځ؛ افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې خنډونه

640

د ملګرو ملتونو عمومي ناستې په کال ۱۹۹۳ د دسمبر په شلمه د مې میاشتې دریمه نېټه د مطبوعاتو د ازادي په نوم ونوموله.

د مطبوعاتو د ازادي ورځ په لومړي ځل په کال ۱۹۹۱ د یونسکو په عمومي ناستې  کې د« نړۍ کې د مطبوعاتو ازادي» په نوم  په پرېکړه  لیک کې یاده شوې ده.

هغه مهال د یونسکو غړو هېوادونو په ډېموکراتو ټولنو کې د مطبوعاتو ازادي له اړینو اړتیاو څخه بللې او زیاته کړې یې ده، چې رسنۍ پرته له کوم فشار څخه په ټولنه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

یونسکو د می میاشتې درېمه نېټه د مطبوعاتو د ازادي په نوم وړاندېز کړې وه.

یاده ورځ د ویندهوک خبرپاڼې، چې د خپلواکو او ټول شموله نشریو په اړه خپره شوې وه، ونومول شوه.

یاده اعلامیه د یونسکو او ملګرو ملتونو لخوا د نامیبیا په پلازمینه ویندهوک کې په ۱۹۹۱ کال د مې میاشتې په دریمه نېټه تصویب شوه.

باید یاده شي، چې په افغانستان کې په تېرو دوه لسیزو کې د مطبوعاتو د ازادي لپاره پراخ کارونه ترسره شوي؛ خو لا هم افغانستان د خبریالانو لپاره تر ګواښ ډک هېواد بلل کیږي.

افغانستان کې اوس مهال رسنۍ او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو او یو شمېر نورو ترهګرو ډلو له لوري له جدي ګواښ سره مخ دي.

ډیری وخت خبریالان د حقایقو په راسپړلو کې خپل ژوند هم له لاسه ورکوي او که د چا ګټې یې ګواښ سره مخ کړې؛ نو په مستقیم او غیر مستقیم ډول یې ګواښي.

دغه راز افغانستان کې د مطبوعاتو پر وړاندې مافیا او ترهګرې ډلې تر ټولو لوی ګواښ بلل شوی دی.

افغانستان کې تېر میلادي کال د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال بللی شوی.

په همدې حال کې بیا رسنۍ، خبریالان، د خبریالانو ملاتړ بنسټونه او یو شمېر نورې ادارې د افغان سولې په خبرو کې له طالبانو غوښتنه کوي، چې د سولې خبرو کې دې د بیان ازادي نه قرباني کيږي او رسنیو ته باید دواړه لوري په پوره احترام قایل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.