هلمند کې د طالبانو جګړه؛ څه باندې ۱۰۰۰ کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوې

875

هلمند کې د طالبانو د تېرې ورځې د جګړې له کبله څه باندې زر کورنې خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي.

د هلمند د کډوالو چارو رئیس سید محمد رامین ویلي، چې د هلمند پر لښکرګاه ښار د بریدونو له کبله د ناوې ولسوالي اړوند د بولان او بوست کلا له سیمو څخه څه باندې ۱۰۰۰ کورنۍ خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.

 د رامین په خبره یادې کورنۍ د افغان حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ته کډه شوې دي.

نوموړي پر افغان دولت او مرستندویه ادارو هم غږ کړی، چې له بې ځایه شویو کورنیو سره لومړنۍ مرستې ترسره کړي.

باید یاده شي، چې د هلمند ولایت په بېلابېلو سیمو کې له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو جګړې تېزې شوې وې، چې تېر ماښام تازه دمي کمانډو ځواکونه هم هلمند ته رسیدلي او تر دا مهاله یې د ۱۲ مهمو قومندانانو په شمول ۱۰۶ طالبان وژلي.

اوس مهال طالبان له خپلو پاټکونو تېښتې ته اړ شوي او وضیعت د عادي کېدو په حال کې دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.