ګارډین: د پاکستان له ملاتړ پرته ترهګر سر نه شي پورته کوی

982

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته که په یاد هېواد کې ترهګرې ډلې وده کوي؛ نو مانا یې دا ده، چې پاکستان یې ملاتړی دی.

ګارډین ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په اړه خپره کړې مقاله کې ویلي، چې که له ترهګرو ډلو سره د پاکستان ملاتړ نه وي؛ نو دا ډله افغانستان کې د جګړې توان نه لري.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، چې امریکا باید افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره له افغان حکومت سره دوامدارې مرستې وکړي، ترڅو یاده ډله بیا سر راپورته نه کړي.

ګارډین زیاتوي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ته په اشارې لیکلي دی، چې امریکا افغانستان کې خپل هدف ته ورسېده؛ خو اوس په داسې حال کې ځواکونه باسي، چې طالبان او القاعده بېرته د قوي کېدو په حال کې دي.

که څه هم څو ځله پاکستاني مشرانو د افغان سولې پروسه کې د مرستو او همکاریو خبره کړې؛ خو تېرو شلو کلونو کې یاد هېواد د افغان حکومت یو وړاندېز هم نه دی منلی او لاهم یاد هېواد ترهګرو ته د پټنځاینو د ورکولو له کبله د ملګرو ملتونو په خړ لیست کې پروت دی.

اوس پوښتنه دا ده، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به پاکستان له طالبانو سربېره نورو کومو ډلو سره افغانستان کې د جګړې په موخه مالي او نظامي پانګونه وکړي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.