اروپايي ټولنه: طالبان د ملکي تلفاتو اصلي عاملین دي

674

طالبان باید پر دې پوه شي، چې د جګړې له لارې واک ته نه شي رسیدلی؛ نو باید خپل پسرلني عملیات ودروي.

د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو او امریکا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر طالبانو غږ کړی، چې د تاوتریخوالي کچه دې نه لوړي او د سولې خبرې دې چټکې کړي.

یادو هېوادونو د یوې شل مادیزې طرحې په خپرولو سره افغانستان کې د روانې جګړه او ملکي وګړو ته د اوښتو تلفاتو اصلي عاملین يې طالبان ګڼلي او له دوی یې غوښتي، چې خپل عملیات دې ودروي.

یادونو هېوادونو ویلي، چې طالبان دې د افغان سولې پرمختګونه له ننګونو سره نه مخ کوي؛ بلکې دې ته دې چمتو شي، چې روانه جګړه پای ومومي.

د یاودنې وړ ده، چې طالبانو په دې وروستیو کې پر ملکي وګړو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او دوی ته یې سخت مالي او ځاني زیان اړولی دی.

که څه هم افغان ځواکونه هره ورځ د طالبانو د ملکي وګړو په عمومي لارو کې ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او شنډ کړي؛ خو یادې ډلې یوازې روانه میاشت کې ۶۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.