اسپانیا: افغان پوځ د بشپړې دفاع او جګړې وړتیا لري؛ ځکه خپل پوځونه باسو

884

افغان ځواکونه اوسمهال د دې وړتیا لري، چې د ترهګریزو ډلو پر وړانډې وجنګیږي او د دوی پټن‌ځایونه له منځه یوسي.
ال پایس ورځپاڼې د اسپانیا د دفاع وزارت له قوله ویلي، چې اسپانیا ځکه له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري باسي، چې اوسمهال نور د افغان ځواکونو په لیکو کې دوی ته اړتیا نشته.
ورځپاڼې زیاته کړې، چې د اسپانیا سرتېري افغانستان کې د افغان ځواکونو په روزنه او دوی ته د سلا مشورو په ورکولو بوخت دي، چې تر دې وروسته به یاد ماموریت پای ته ورسوي.
باید یاده شي، چې د امریکايي سرتېرو سره به ناټو او غړي هېوادونه هم له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري وباسي.
دغه راز پنتاګون د امریکايي سرتېرو د خوندي ایستلو په موخه افغانستان ته د B52 اتل او F18 الوتکې رالېږلي دي.
ورته وخت کې د مې میاشتې له لومړۍ نېټه وروسته طالبانو په ډېریو ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی؛ خو افغان ځواکونو دوی ته سخته مرګ ژوبله اړولې ده، چې د طالبانو په لیکو کې یو زیات شمېر پاکستانیان او پنجابي پوځیان هم وژل شوي دي، په دې اړه په ټولنیزو رسنیو کې ډیرې ویدیوګانې ښکته پورته کیږي چې د پاکستاني پوځیانو مړي او پیژند پاڼې او پوځي کارتونه ښکاره کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.