ماشوم روزنه کې د کورنۍ ونډه

میلاد احمد حیران

1,572

د نن ماشوم د سبا ورځې ځوان او د ټولنې جوړونکی دی. په بشري ژوند کې هغه ټولنې بریالۍ دي، چې پر خپلو ماشومانو باندې پانګونه وکړي. یوه ډېره جالبه کیسه؛ یو وخت یو ملګري راته کیسه کوله، چې ایران ته د کارګرۍ لپاره تللی وم، د ورځې به مې روزانه کوله او د شپې له خوا مې په یو لوی ساختمان کې د نګوان (شب باش) په توګه کار کولو. ورځ به مې ستړې او د شپې به بې‌خوبه وم. یو ورځ کله چې له نګوانۍ څخه راغلم؛ نو دا چې ډېر ستړی او بې‌خوبه وم، خپلې روزانې ته ولاړ نه شوم او خپل اتاق کې ویده شوم. نیم ساعت شاوخوا وروسته کله چې ښه خوب وړی وم په کوڅه کې د ماشومانو شور او زوږ شو. ډېره غوسه راغله ځکه له خوبه یې را ویښ کړی وم. له  ځان سره مې لاحول وویل او بېرته مې سر کېښود؛ خو د ماشومانو شور د دې پر ځای چې کم شي لا زیات شو. یو ځل بیا له ځایه را جګ شوم خو دا چې پردی ملک و او ما نه‌شو کولای چاته پورته خبره وکړم؛ خو بیا هم په ډېرې عاجزۍ بیرون ته راووتم او د ماشومانو له ډلې مې یو ماشوم ته غږ وکړ او د ځان لوري ته مې را وغوښتلو. ماشوم نیږدې راغلو او ما ورته وویل، چې زه ډېر زیات بې‌خوبه یم تاسو ساتیري مه‌کوئ ځکه غواړم لږ خوب وکړم. ماشوم د نورو ماشومانو پر لوري په منډه ولاړ او نورو ماشومانو ته یې وویل، چې دا کس بې‌خوبه دی، ځئ چې لوبې بندې کړو؛ تر څو دی په ارامۍ خوب وکړي. د دې ماشوم له پېشنهاد سره سم ټول ماشومان لاړل او خپلو کورونو ته لاړل. زه په ژورو فکرونو کې ډوب شوم، چې دا وطن ځکه جوړ دی، چې د دې ټولنې ټول خلک یې له ماشومانو نیولې تر لویانو او سپین‌ږیرو پورې ښه ذهنیت لري او ‌ذهن یې دې ته جوړ دی، چې باید هېڅکله یو څوک خپه نه‌کړي. له ځان سره د خپلو هغو افغانانو په فکر کې شوم، چې د جګړې پر مهال له هر ډز سره یوه چیغه کوي او له ویرې د خپلې مور غېږې ته منډې وهي؛ نو د دې ماشومانو ذهن به څنګه ارامه وي او څنګه به وکولای شي، چې په ښه توګه د یو چا خبره واوري او هغې ته په سمه توګه او حوصله سره ځواب ورکړي.

اوس راځو دې ته چې کورنۍ د ماشوم په روزنه کې څه رول لري؟

دا چې ماشوم د خپل ماشومتوب پر مهال نه خبرې کولای شي او نه د ښه او بد تر منځ تفکیک کولای شي؛ نو هر څه د خپلې کورنۍ د غړو له رفتار څخه زده کوي. هر کار چې د کورنۍ یو غړی ترسره کوي، ماشوم ته همغه کار ښه ښکاري او کوښښ کوي، همغه کار ترسره کړي او ځان همغه ‌ډول جوړ کړي، لکه څنګه چې تاسو یاست.

د ماشوم ذهن په ماشومتوب کې داسې پاک، خالي او سپېڅلی وي، لکه سپینه او صافه تخته. کورنۍ چې هر څه وغواړي په دغه تخته باندې رسم یا ولیکي، هغه په دوی پورې اړه لري. ماشوم د ماشومتوب پر مهال د ونې د نازکې لښتې او لرګي مثال لري؛ نو کورنۍ یې چې هر لوري ته وغواړي کش کړي او وده ورکړي کولای شي چې ترسره یې کړي.

په پای کې غواړم یو ځل بیا هم دا خبره وکړم، چې د نن ورځې ماشوم د سبا راتلونکی دی. نو که غواړئ د ټولنې راتلونکی مو روښانه وي، پر خپلو ماشومانو پانګونه وکړئ او دې برخې ته جدي پاملرنه وکړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.