په افغانستان کې ولې د کانکور د ګډونوالو شمېر کمېږي؟

32

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې کال په کال د کانکور د ګډونوالو شمېر مخ پر کمېدو دی. سږ کال د کانکور له پاره د داوطلبانو شمېر تر سلو زرو هم نه دی رسېدلی؛ لامل یې څه دی؟

په افغانستان کې د ۱۴۰۳ لمریز کال له پاره د کانکور ازموینې روانې دي. د رپوټونو له مخې، سږ کال د دغې ازموینې د ګډونوالو شمېر د تېرو کلونو پرتله په بېسارې ډول کم شوی دی.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ازموینو ملي ادارې خبر ورکړی دی، چې د کانکور ازموینه په پنځو پړاونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې اخلي، چې تر دې دمه یې څلور پړاوه بشپړ شوي او پنځم پړاو یې چې متفرقه ازموینه ده، په چنګاښ میاشت کې اخستل کېږي.

د دغې ادارې یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته وویل، سږ کال په ټول هيواد کې د کانکور له پاره ۸۶ زره داوطلبانو نومليکنه کړې وه. ویل شوي، له دغې جملې به ۷۵ زره کسان بېلابېلو پوهنتونونو ته لار ومومي.

دغه چارواکي وویل، تېر کال بیا په ټول هيواد کې شاوخوا سل زره کسانو د کانکور له پاره نوملیکنه کړې وه. د ازموینو ملي ادارې دغه چارواکي وویل، سږ کال نجونو ته په کانکور ازموینه کې د ګډون فورمې نه دي ویشل شوي.

په افغانستان کې د طالبانو ادارې له لوري پر خلکو او په ځانګړې توګه نجونو د زده کړو او کار بندیزونه، د ټولو مامورو ښځو معاش پنځو زرو افغانۍ ټاکل، اقتصادي حالت، بې کاري، په اوسنۍ اداره کې واسطه بازۍ او ځینې نور عوامل له ښوونیز نظام سره د خلکو د لېوالتیا د کمي لامل شوی دی.

ځوانان وايي، په افغانستان کې اوسنی سیاسي، ټولنیز او اقتصادي حالت مستقیمآ د دوی پر ژوند اغېز کړی او دا چې ځوانان له خپل راتلونکي ناهیلي شوي دي.

د کابل پوهنتون دروازه د نجونو پر مخ بنده شوې
د کابل پوهنتون دروازه د نجونو پر مخ بنده شوېانځور: Ali Khara/REUTERS

د کونړ ولایت یو اوسېدونکي صفت الله دویچه ویله ته وویل، چې د کانکور له پاره یې نوملیکنه کړې وه، خو ځکه یې پکې ګډون ونه کړ چې د کورنۍ اقتصادي حالت یې ښه نه دی او نه شي کولی پوهنتون ته د بریالي کېدو په صورت کې خپل لګښتونه پوره کړي.

یو شمېر ځوانان بیا وايي، په کانکور کې یې ګډون کړی او هیله لري، د خپلې خوښې پوهنځیو ته به بریالي شي. د کانکور ازموینې یو ګډونوال ذاکرالله دویچه ویله ته وویل: «ما کانکور امتحان ورکړ او هیله لرم چې په راتلونکي کې طب ته بریالی او ډاکټر شم.»

که څه هم تر اوسه د کانکور ټول پړاوونه نه دي بشپړ شوي او د ازموینو ملي ادارې ویلي دي چې د ټولو پنځو پړاوونو تر بشپړېدو وروسته به کره شمېرې ډاګیزې کړي، خو پر خواله رسنیو خپرې شوې ناتائید شوې شمېرې ښيي چې د ننګرهار، کندهار او هلمند په څېر لویو ولایتونو کې ډېرو لږو کسانو کانکور ازموینه ورکړې ده.

سږ کال نجونو کانکور ازموینه کې ګډون نه دی کړی.
سږ کال نجونو کانکور ازموینه کې ګډون نه دی کړی.انځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images

د ځايي رسنیو د رپوټونو له مخې، سږني کانکور کې له ننګرهار څخه څه باندې ۹ زرو او له کندهاره بیا نیږدې دوو زرو زده کوونکو کانکور ازموینه ورکړې، په داسې حال کې چې دا شمېرې په تېرو کلونو کې زیاتې وې.

په سږني کانکور کې د زده کوونکیو کمې ونډې ته پر خواله رسنیو هم پراخ غبرګونونه ښودل شوي دي. د خواله رسنیو کاروونکو لیکلي، چې په کانکور کې د زده کوونکي بې ساري کمی په ښوونیز نظام کې یوه ناورین ته لاره هواري.

په کانکور ازموینه کې د نارینه زده کوونکو د کمرنګه ګډون شکایتونه په داسې حال کې راپورته کېږي، چې په افغانستان کې طالبانو د نجونو پر زده کړو او کار بندیزونه لګولي دي.

موږ کوښښ وکړ، چې په دې اړه د طالبانو تر ادارې لاندې د لوړو زده کړو وزارت وپوښتو، خو هغوی اړیکې ځواب نه کړې. تر اوسه يوه هيواد هم د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پېژندلې، خو طالبان هڅه کوي، څو نړۍ قانع کړي چې د دوی اداره په رسمیت وپېژني.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر افغانستان نړیوالې مرستې کمې شوي، چې له امله یې د خلکو اقتصادي حالت خراب شوی او د ژوند هره برخه یې اغېزمنه کړې ده.

امید دیدار/ دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.