آیا رښتیا هم مونږ د ملي فکر څښتنان او د هیواد پرمختګ ته لېواله یو

استاد ګلالی هوتک

72

آیا رښتیا هم مونږ د ملي فکر څښتنان او د هیواد پرمختګ ته لېواله یو.!
که رښتیا هم ملي فکر لرو او په کامله مانا غواړو چې هیواد مو پرمختګ وکړي،نو ایا تر اوسه مو ددغې دعوې د اثبات لپاره څه تر سره کړي دي.؟

له ځانه به یې را شروع کړو له خپل کاري ځایه له خپل کلي کور کوڅې څخه ولې او څه ته په تمه یو.؟او تر کومه به په بې کنټروله احساساتو او عبث خبرو اکتفا کوو.آیا یوازې خبرې کول مونږ له مسؤلیته خلاصولی شي.؟آیا صرف خبرې کول مو د وجدان له غذابه خلاصولی شي.؟آیا یوازې پر اجتماعي شبکو کې د یو څو ژوول شوو خبرو کول مو د وطن د آبادئ باعث جوړیدلی شي.؟

نه! هیڅکله هم نه. راځمه لومړي پارګراپ ته چې آیا رښتیا هم مونږ د ملي فکر څښتنان یو.؟

آیا تر اوسه مو په خپل کلي کور کوڅه کاري ځای کې داسې عمل تر سره کړی چې تاسې په خپله دعوه کې رښتیني ثابت کړي.؟آیا تر اوسه خپل ملي فکر هڅولی یئ چې د خپل کور ومخې ته چټله ویاله وپاکه کړئ.؟

لږه مسأله اوږدیږي همداسې خپله کوڅه او آن په خپل کلي کور کې مو داسې کوم کار تر سره کړی چې پرې د وجدان له غذابه خلاص شوي یئ او په کامله معنا خپل فکر هڅولي یئ چې بغیر د کوم مادې لګښته مو تر سره کړی وي.؟له ځانه مو وپوښتئ چې په سلو کې څو فیصده مو عمل او څو فیصده مو خبرې کړي.؟مسأله بیا هم حل نشوه او د حل لپاره یې باید ځینې خبرې په ځان کې راولو؛ او خپل فکر په صحي مانا سره وروزو، لږ تر لږه که مو د ولایت ولسوالۍ او کلي په سطحه خدمت نه وي تر سره کړی نو اغه خپل فردي مسؤلیت خو به مو ادا کړی وي.لږ تر لږه که د هیواد په آبادۍ کې مو عملي کار نه وي تر سره کړی، نو اقلا په خپل سالم فکر سره خو به مو د هیواد په بربادۍ کې د لاس لرلو څخه ځان ساتلی وي.!

دا ډیره اهمه مسأله ده او جدي باید ونیول شي نن که تاسې یواځې یو فرد یئ نو سبا ځنې کورنۍ جوړیږي، او ستاسې سالم شخصیت او سالم فکر به یوه سالمه کورنۍ رامنځته کوي، او سالمه کورنۍ مو سالمه ټولنه رامنځته کوي او که مبالغه ونکړو نو سالمه ټولنه یو سالم دولت رامنځته کوي، داسې سالم دولت چې هر یو غړی به یې پر ملي فکر سمبال وي.تاسې پوهیږئ کله چې دغسې سالم اشخاص د دولت په هر قسمه څوکیو وګمارل شي بیا نو له دغو اشخاصو څخه صرف د خدمت تمه ولرئ؛نه د خیانت بیا نو له دغسې اشخاصو د فداکارئ تمه ولرئ؛نه د غلامۍ.!خو بدبختانه به ووایم چې موږ ټول ځان بې مسؤلیته بولو، نه نه دا له ملک سره هغه خیانت دی چې موږ ټول پرې اخته یو او د شته بدبختیو علت همدا مونږ یو! ځکه چې مونږ ځان همیش بې مسؤلیته ګڼلی او په کامله مانا سره مو خپل د ملي فکر دعوه درواغجنه ثابته کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.