آیا ته په دې خبر وې ؟
ته له مخکې لیکل شوی زوړ کتاب یې
لیکوالان یې درمعلوم دي ؟
ستا په پاڼو ستا د غږ یوسپین انځورهم
ستاپه ګوتو باندې نه دې رسم شوی
ستا دذهن په البوم کې
یو تصویرهم ستا خپل نه شته
هرسړي په خپله خوښه پکې خپل انځور ټومبلی
* * * *
پاڼې پاڼې وجود واړوه چې څوک یې ؟
د څپلۍ په ځای دې پښو پورې ګڼدلی د آس نال دی
د تڼاکو له هرچاکه خو دې ځکه اور بهیږي
ستا د سترګو له کړکۍ څخه یوبل سړی زموږه مړي شماري
ستاپه ژبه باندې بل څوک دهوسيو پرزخمونو مالګې ګوري
ستافکرونه هم خپل نه دي
ته یوازې یو راوي د بل د غږ یې
یو جارچي یې
د دې زوړ کتاب د پاڼو زړې وینې
په خپل دنګ آواز هرلور ته
لکه کانګې هروخت شنیدې
* * * *
ټوله شپه دیوه مړه څراغ په خوا کې
ته دبنګو له شنو پاڼو په جوړ شوي ټغر ناست یې
د پسونو له وړیو هر لیوه ته جامې اوبې
* * * *
ته دبل دفکر جیل کې زنداني یې
تا د یار سترګې پری ایښي په زنځير یې مین شوی
د کولپونو عبادت کړې
راولاړه شه !
کړکۍ پر انیزه نسیم نه یوه ډکه غیږه واخله
د ګلونو تږې ملاوې ستا دګوتو اوبه غواړي
* * * *
هغه چاچې کیلي درکړه
لاس یې ښکل کړه
هغه چاچې څراغ درکړ ، مه یې وژنه
په رڼا یې خپل کاله کې خوسا شوې تیارې پریوله
په جامو دې لاس راتیر کړه !
د ا د تیږو کمیس نورو در اغوستی
* * * *
زه پوهیږم دچنار له شینکۍ ملا
دا تراشل شوی لوند تابوت
ستاترقامته نه رسیږي
ستاپښې ترې لکه دوه دچا په وینو خیشتې تُورې ، راوتلي
لکه وچ نیالګی د سیند په ډکه غاړه تر اوږو تږی ولاړ یې
او د اور تک ژیړ کمیس دې په هډوکو پورې سریښ دی
زیاتي بس ده !
د چړې څوکه دې پڅه د تنکیو ماشومانو په مرۍ شوه
د ښایست په ترخه تور دې هر شین بوټی خپل ټوپک پورې څونډی کړ
بیابان دې هر ریدي لره زندان کړ
سپینې چیغې د شپيلۍ دې ورته تکې تورې رنګ کړې
د سپرلي په رنګه شونډو
تا مَعصومې خنداګانې
لکه څو سپیڅلې پیغلې د ښایست په تور اِعدام کړې
تا شاهین ته دکوترو پته ورکړه
توتکۍ دې بده ورځ ته وساتله
* * * * *
راولاړ شه
په خپل ځان پسې دې وځه !
ته کوم چا لکه ازغی د لارو منځ کې یې کرلی
د هوسیو د پاپیو له تَلیو به ترکله شیدې لوشې ؟
* * * * *
ورشه خپل تصویر پید ا کړه
تا د بل تر انځور لاندې نوم لیکلی
له کړکیه نظر وشینده دباندې
د ژوندون د ګل په شونډو سرې مچکې تږې ګرځي
پاڅه ! وږې شونډې وروړه
تږې تږې کنګل شوې شنې تڼۍ د دُرخانیو
د آدم د وږو ګوتو لیونۍ تودوخه غواړي
د مچو په تک سره ځای کې یې په شونډو
مودې وشوې چې دانې دي راشنې شوې
د ټوپک د سرې ماشې په ځای شین غوږ د رباب کش کړه
له بلۍ نه نیمه شپه کې
ته لږ غوږ شه !
دشپیلۍ په څير کوم څوک سندرې وايي
* * * * *
له شمشیره دغه ډنډې وچې شوې وینې پریوله
دا تروینو لاندې شوی تک سپين بریښ یې
پریده والوزي مرغۍ شي
په رڼا یې هغه تور ځنګل تک سپين شي
چې مودې شوې پکې ستا د هیلو ناوې د کور لاره ورکه کړې
* * * *
ورشه خپله خپلواکي راوله زړه ته
د ښایست له رنګین جامه یوه ډکه لمبه وڅښه
چې رګ رګ دې ټول بدمست شي
د ریدیو د سرو شونډو په اورونو شونډې کیږده
چې د زړه کنګل دې مات شي
هله ژرشه !
تیږې وڅنډه راووځه
د سپرلي وورستۍ شیبې دي
د یو ګل په ژیړو شونډو
څو خوږې خوږې مچکې لا تودې دي
Comments are closed.