د بنون سیوان ناسمه پرتله

عبدالمنان توحیدیار

727

د پخواني شوروي اتحاد، یا پخواني مجاهدینو د جګړو او د ډاکټر نجیب الله د حکومت په وخت کې بنون سیوان د مجاهدینو او ډاکټر نجیب الله ترمنځ د سولې مرکچي و او هڅه یې کوله چې مجاهدین او ډاکټر نجیب سره خبرو ته کینوي چې سوله وکړي او نباید کابل د جګړې په زور ونیول شي.

بنون سیوان تازه له دویچ ویلې سره مرکه کې ویلي چې اوس مهال ډاکټر اشرف غني د ډاکټر نجیب الله په رول کې دی او طالبان د پخواني مجاهدینو په رول کې دي او همغه ډول وضعیت راتلونکی دی.

هغه اندیښنه ښودلې چې روسیې هغه مهال ډاکټر نجیب الله یواځې پريښود او اوس امریکا له لوري ډاکټر اشرف غني یواځې پاتې شو.

خو اصل کې د بنون سیوان نظریه او پرتله ځکه سمه نه ده چې هغه مهال د پخواني شوروي اتحار په یرغل باندې ټوله نړۍ د شوروي، افغان حکومت او افغانستان خلاف وه.

دغه راز پخواني شوروي اتحاد ټوټه ټوټه شو، خپل ځواکونه یې وویستل او له هیچا یې هیڅ ډول ژمنه وا نه خیسته او په یو ځل یې ځان داسې راټول کړ چې افغانستان کې یې هیڅ خپله نخښه پرينښوده.

خو اوس ټوله نړۍ له افغانستان او افغانانو سره ده او د نړیوالو مرستې هم له افغان حکومت سره تر ۲۰۲۴ کال پورې شته دي.

اوس امریکا له طالبانو څخه تعهد اخیستی چې د زور له لارې به واک ته نه رسیږي، امریکا او نورې نړۍ ته به ګواښ نه وي او د جګړې پر ځای به د سولې له لارې واک ته د رسیدو هڅه کوي.

دغه راز لا هم د بهرنیو ځواکونو په ځانګړي ډول د امریکايي ځواکونو همکاري له افغان ځواکونو سره شته، که چیرې وضعیت خراب شي.

هغه وخت نه مدني ټولنې وې، نه سیاسي ګوندونه و، نه رسنۍ وې، نه سوشل میډیا وه، نه خلکو  عامه پوهاوی درلوده، ټول خلک پاکستان، ایران او نورو هېوادونو کې مهاجر و او ډير کم شمېره خلک په افغانستان کې پاتې و.

خو اوس ټول افغانان په کور دننه دي، د وطن لپاره عامه پوهاوی لوړ دی، ولسواکي ده، خلک په جمهوریت کې ژوند کوي، خپله اراده تمثیل کوي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په پياوړي حالت کې دي او ډير نور څه شته چې د اشرف غني او ډاکټر نجیب الله دوره سره په لوی توپير کې ښکاره کوي.

بله مهمه خبره دا ده چې هغه وخت کې لوی اکثریت افغانان د شوروي په ملاتړ د افغان حکومت خلاف و، له مجاهدینو سره و، خو اوس لوی اکثریت افغانان له طالبانو کرکه کوي او له خپل نظام دفاع او ملاتړ کوي.

تاسو که د هغه وخت تاریخ ته ګورئ او اوسني وضعیت سره یې پرتله کړئ، ډير لوی توپيرونه به درته ښکاره شي چې اوسنی وضعیت د ډاکټر نجیب الله له وضعیت سره ډير لوی فرق کوي او هیڅکله به اوسنی نظام داسې و نه پاشل شي، لکه د ډاکټر نجیب الله په وخت کې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.