د تاريخ تکرار! اندېښنې شته خو وارخطايي نشته‎

ليکنه، عبدالوحيد وحيد 

907

د روان سياسي او امنيتي وضعیت په تړاو د بينن سيوان وروستيو څرګندونوزمونږ زمونږ د ولس اندېښنې راوپارولې دي او د خپل هېواد د راتلونکي په اړه اندېښنه کول يقيناً زمونږ د ولس د ويښتابه نښه او د خوښئ خبره ده. زه له هغه وخته راپدېخوا بينن سيوان پيژنم چې د افغانستان لپاره د ملګرو لخوا د استازي په توګه وګمارل شو. هغه مهال مې ورسره د افغانستان د ستونځې د حل په ګڼو ناستې ګډون کړې دى. تفصیل ته نه ځم. يوازې دومره غواړم ووایم چې هغه مهال به هم نوموړي کله کله پارونکې څرګندونې کولې. د بيلګي په توګه نوموړي غالباً په روم کې له پخواني پاچا  محمدظاهر شا سره له ليدو وروسته رسنیو ته د خبرو پرمهال ويلي وه چې افغانستان د ټوټه ټوټه کيدو په غاړه پروت دى.

کله چې پاکستان ته راغى په يوه ناسته کې چې ما يې د ژباړې دنده ترسره کوله د حرکت انقلاب اسلامي نوموتي مشر شهيد مولوي نصرالله منصور بينن سيوان ته په خطاب کې وویل؛
“مونږ ستاسو دندې ته په درنه سترګه ګورو او پوهيږو چې ستاسو دنده د افغانستان شخړې ته د حل جامع لاره موندل دي. ګواښونه کول، د افغانانو ذهنیت خرابول او زمونږ د هیواد د تجزيه کيدو تبلیغات ستاسو په دندو کې نه راځي”

بينن سيوان د دغې ژمنې ترڅنګ چې په راتلونکې کې به دغه کار نه تکراروي، داهم وويل  چې؛ پرون له کابل څخه پيښور ته له راتلو يو ساعت وروسته د امنیتي وضعیت د ترينګلتيا له امله د نجيب بهرنیو چارو وزیر عبدالوکیل ورته تليفون وکړ چې په کابل کې وضعیت ښه نه ده. د سلا مشورو لپاره تاسو بيرته کابل ته راوګرزئ. د بينن سيوان په خبره کله چې نوموړئ کابل کې د وطن ګوند په مرکزي کميټه کې ناسته کې د ګډون لپاره ورغى، نو د ناوړه پيښې د مخنیوي لپاره ځانګړي امنیتي ګامونه اخیستل شوي وو، د معمول په خلاف  د امنیت د کوم ځانګړي رياست کسان بهر ولاړ وه او په ناسته کې د خبرو او الفاظو له کارولو څخه داسې ښکاريده چې شرائط له معمول څخه ورهاخوا ستونځمن دي.

بينن سيوان  په عراق کې د “تيل يوازې د خوراک او ولسي ژوند ژغورلو لپاره” تر عنوان لاندې د ملګرو ملتونو د مامور په توګه په لوړه کچه فساد کې ښکېل او د محکمې لخوا ککړ وګڼل شو. خبرې يې دومره معياري هم نه دي چې مونږ  وارخطا کړي.

د نجيب او غني دواړو حکومتونو  د قسماً ښکېل او عيني شاهد په توګه د خپلو مطالعاتو او مشاهداتو په رڼا کې په شبهاتونه او توپيرونو باندي ليکنه کوم او نور قضاوت خپل ولس ته پريږدم.

د وطن په ګوندي جوړښتونو کې اختلافات د ژبني چټل تعصب پر بنسټ اوج ته رسېدلې وه او عملاً په رسمي ناستو کې د هيواد د تجزيې او شمال ته د پلازمېنې د انتقال په غوښتنو او مخالفت کې څرګندونې، د مجاهدينو له مختلفو ډلو سره اړيکې نيول کيدې او تر ټولو مهمه دا چې په شمال کې د روسيې تر حمايت او مسکو ميشتو کمونستانو په نوښت دوستم  ديته وهڅاوه چې د عمل په ډګر کې لاس په کار شي په شمال کې د نجيب ګمارنې يې وننګوي او داسې نور خوځښتونه وکړي چې له حکومت څخه ځان جدا وښئې.

دا هم واقعيت ده چې په اوسني حکومت هم اختلافات شتون لرى، ولسمشر ډيرې ښې وړتیاوې لري خو د واک مينې په نفسياتي رنځ اخته کړى دى. د سولې لپاره رغنده د عمل وړ په عيني حقایقو ولاړ وړانديز نشي کولاى او د سياسي اجماع هيڅ ډول څرک نه لګيږي، خو بياهم د حکومت ترمنځ د اختلاف کچه ښکته ده. زما په آند اوسنى وضعیت د وخامت ګراف د نجيب د حکومت کچې ته نه ده رسيدلى. البته د فارياب ستونځه که څوک تکرار ګڼي، قياس به يې توپيرونه ولري.

د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د جينوا د هوکړې پاکستان  خپلې ژمنې ماتې کړې. مجاهدينو د جګړو کچه لوړه کړه او نجيب هم په لمړي سر د واک پريښودلو ته په ذهني توګه تيارى نه درلوده.  اوس مونږ هم په ورته شرایطو کې قرار لرو. د دوحې په تړون کې د حکومت منزوي کول د امریکا لخوا تر ټولو ستره غلطي وه. اوس هم د دوحې د تړون يو لورى په جګړه زور اچوي سوله ارګ ته ننوتل ګڼي. حکومتي لورى د فشار په مهال ځان د دوحې له تړون څخه ځان بهر ګڼي.

توپيرونه هم شته. هغه دا چې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته نړئ افغانستان هير کړ، په دغه هېواد کې د روان ناورين په هکله يې دلچسپي ختمه شوه، شوروي اتحاد مات شو، د شوروي اتحاد په ميراث ناست روسيه په خپلو کورنیو سختو ستونځو کې ډوبه وه او مجاهدين له مختلفو اړخونو څخه تشويق کيدل چې بشپړه بريا يې بايد په برخه شى.

اوس لاهم افغانستان د نړيوالو د توجه په محراق کې قرار لري، نړئ په ټوليزه توګه د افغانستان ستونځه ځان ته بالقوه ګواښ ګڼي. امریکا د نړيوال سياست د مديريت په مرکز کې شتون لري، اوس يې خپله تګلاره له غليم څخه دريمګړي ته واړوله او له ليوه څخه پسه جوړ شو. چين او روسيه هم د طالبانو لخوا د واک د انحصار فکر د نه منلو ګڼي.

د نجيب د حکومت له نسکورېدو وړاندې مجاهدين لکه اوسني طالبان په خيالي نيليو باندي سپاره وو، سوله يې د فتحې په شکل تعبيروله، واقعي سوله ورته خيانت جنايت د شهيدانو له وينو سره جفا او د نړئ لخوا نجيب ته د خټو پوزه جوړول ښکاره کيده خو دا هر څه هوا وه خيال وه او د سياسي بصيرت نشتوالۍ وه. طالبان هم په عين شرایطو کې قرار لري او همدغه راز فکر کوي خو توپيرونه هم شته. هغه دا چې اوس مهال د طالبانو په دوهم پوړ مشرتابه کې سنجيده خلک د ولسي اندېښنو د درک وړتيا لرونکي او په نړيوالو حساسیتونو باندې نسبتاً پوه افراد شتون لري، ټول ولس او ټول سياسيون په ټوليزه توګه په يوه خوله د نوييمې لسيزې د فاجعې د تکرار مخالفت کوي. دا په زړه پورې بدلون ده چې د نجيب د حکومت له سقوط  وړاندې دغه ډول ولسي فکر شتون نه درلود. د چين او روسيې په ګډون ټوله نړۍ د افغانستان حالات څاري او غبرګون ښئي.

په نوييمې لسيزې کې د مجاهدينو د مختلفو ډلو ترمنځ سختو اختلافاتو، جګړو او بې باوريو شاليد شتون درلود خو د طالبانو ترمنځ نسبتاً يووالئ او خپلمنځي يووالي ته د طالبانو جدي پاملرنه له پامه نشو غورځولى.
هغه وخت د وطن ګوند د يوې خوا مشران د روسانو په مرسته له مسعود  سره لاسونه يو کړل او د واک د شيطاني حرص له امله د ځينو جهادي ډلو ترمنځ سخت ټکر رامنځته شو. کابل وران شو، ملي بنسټونه ونړيدل او نيابتي جګړه پيل شوه، خو اوسنى صورت حال بدل دى.

د نجيب د حکومت په مهال نوموړي يوازې په ملي ګارد باندي باور کاوه، پوليسو او اردو له ځانونو سره د سليقوي او تبعیضي چلن فکر کاوه خو اوس د امنیتي ځواکونو ترمنځ که د همغږي نيمګړتياوې لري خو د باور د نشتون مرحله لاهم نه ده رارسيدلي.

کيداى شي مجاهدينو او نجيب د خپلو سياسي نيمګړتياو له امله د فاجعې د رامنځته کیدو وړاندوینه نشوه کولاى نو د مخنیوي هڅه يې هم ونکړاى شوه خو ولسمشر غني او طالبانو ته د نوييمې لسيزې د ملوک الطوایفي ژوندى تاريخ مخته يروت ده. هغوى باید په حتمي توګه د تاريخ له سخت او بې رحمه قضاوت څخه د ځان ژغورنې لپاره د ممکنه ناورین د مخنیوي هڅه وکړي.

بالاخره مجاهدينو فکر او ولس فکر کاوه چې مجاهدین به له ملي ګټو ارزښتونو او نړيوالو معيارونو سره سم اسلامي نظام جوړ کړاى، مګر وخت ثابته کړه چې ددغه نوښت وړتیا يې نه درلوده او طالبان هم د نظام د جوړولو وړتیا قطعاً نلري. حتماً به فکر وکړي چې د نظام نړول د هغوى په ګټه کار نه دى.

که مطلب را لنډ کړم نو ويلاى شم چې که څه هم په اوسنيو حساسو تاريخي شېبو کې تر بل هروخت زيات د افغانانو ترمنځ همغږي، نوښت، سياسي بصیرت، ملي يووالي، ملي اجماع، له سولې څخه د مشرانو غوڅ ملاتړ قرباني او پياوړي عزم ته اړتیا شته خو د بينن سيوان په خبرو باندي د وارخطايي اړتیا قطعاً نشته.البته  د شرایطو ارزونه ايجابوي چې د دواړو خواو مشران د هوايي ډزو، احساساتي څرګندونو او جنګي مانورونو له کولو ډډه وکړي او هڅه وکړي چې هيواد اوسنى ګواښونکئ وضعیت په فرصتونو بدل کړي.

په درنښت، عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.