ولسمشر: د پاکستان په خبرو او عمل کې توپیر دی

867

پاکستان لا هم د خپلو خبرو او عمل په برخه کې دوه مخی دی؛ نو ځکه لومړی باید دوی سره سوله وشي.
ولسمشر محمد اشرف غني د لوبې بدلون په نوم لکچر کې ویلي، چې افغانستان اوس مهال داسې وضعیت کې دی؛ چې لومړی له پاکستان او تر هغه وروسته له طالبانو سره سوله وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغان حکومت افغان سولې ته ژمن دی او هڅه کوي یاده پروسه په بریالیتوب سره پر مخ لاړه شي؛ خو پاکستان لا هم د خپلو  خبرو او عمل تر منځ رښتینۍ نه دی.
غني ویلي، پاکستان لا هم د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او دوی سره د افغان جګړې په برخه کې په پوره ډول لاس لري.
د ده په وینا، افغان سوله د پاکستان په ګته ده؛ خو که چېرته پاکستان لا هم د افغان سولې پر وړاندې رښتینې نه وي؛ نو افغان حکومت مجبور دی لومړی له دوی سره سوله وکړي.
دغه راز غني پر طالبانو غږ کړی، چې له افغان حکومت سره دې یوځای شي؛ ځکه د جګړې له لارې بریا ته نه شي رسېدلی.
نوموړي دا هم ویلي، چې افغان ځواکونو په دې وروستیو کې طالبانو ته سخته مرګ ژوبله اړولې او یاده ډله یې په شاه تنبولې ده.
باید یاده شي، چې میاشت وړاندې هم ولسمشر محمد اشرف غني پر پاکستان غږ کړی و، چې د افغان سولې پروسه د دوی پر ګټه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.