سپيڅلي شعارونه او چټلې موخې

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

719

متاسفانه زمونږ هیواد او وياړلي دودونه له څلورو لسیزو راپدیخوا  د پرديو يرغلونو، د واک سیاليو ، کمزوري سیاسي مشرتابه، او د دولتي سرچینو ناببره وېش له امله په جګړه کې ويجاړ شوى دى. هر حاکم له ځان سره پردي دودونه راوړل او زمونږ په عنعنوي ټولنه باندي يې د تپلو هڅه وکړه. پايله يې داسې شوه چې خپل وياړلي کلتور او دودونه مو له لاسه ورکړل، خو پردي مو هم خپل نه کړاى شو.

ولسمشر غني د پراختیایي پروژو د پلان،  مديريت او د هیواد اقتصادي ودې لپاره له غوره علمي وړتیاو  سربیره، د دې ظرفیت هم لري چې خپل لیدلورئ او موخې په اغیزمنه توګه نړیوالو غونډو ته وړاندې کړي ، مګر نوموړئ د خپلو خلکو د غوښتنو په درک کولو، د هغوى په ژورو مذهبي ريښو باندي د پوهيدلو او د افغانانو له  کلتوري ارزښتونو سره د بلدتیا په برخه کې مطلقاً پاتې راغلى دى.  د واک د خوندیتوب په شرط هر ډول قرباني ورکولو ته چمتوالى د ارګ ليدلورى جوړوي.

به کار خو دا وه چې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتلو اعلان د دې لامل شوې واى چې طالبانو، حکومت او سياسي  ګوندونو د اويايمې لسيزې د ناکاميو په هکله بیاکتنه کړي واى، د هغه وخت د فاجعې په تړاو يې بيا بيا دقيقه او کره محاسبه کړي واى، د ملي ګټو په محور راڅرخيدلي واى په خپلو لومړيتوبونو يې له سره غور کړى واى او تر تړلو مهمه دا ده چې د  امتیازاتو ترلاسه کولو پرځاى يې سولې ته د رسېدو لپاره د قيمت اداکولو په تړاو هوکړه شوې واي، خو داسې هيڅ ډول هڅې شتون نلري.

افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور ده. ستونځه  زورواکانو او په لوړو پوستونو ګمارل شويو دوه تابعيته اشخاصو جوړه کړې ده.  تر هغو چې دلته جګړه وي دغو دواړو ډلو ته د عياشي ټول امکانات برابر دي او د سولې مخه ډب ده. کله چې دغه دواړه ډلو پورې تړلې افراد په فساد او ملي خیانت تورن شي نو زورواکان ولسمشر غني ته ګواښونه پيل کړي. پوهيږي چې غني يوازې زور ته سرښکته کوي او دوه تابعيته حشرات دوهم کور ته منډه اخلي. استثنا شته خو په مجموع کې په بهر کې لوى شوي ځوانان چې زيات يې په پيراشوټي توګه په لوړو پوستونو باندې راښکته کړاى شوي دي،  د ولس کلتوري او ټولنيز ارزښتونه نه پيژني،  روزنيزې او اخلاقي ستونځې لري، د نظام د بدنامي او له ملت سره د حکومت د واټن د زياتيدو لامل ګرزي.  په فکري لحاظ له غربي ټولنو سره تړلي دي. زمونږ او د غرب کلتوري ارزښتونه په ځينو مواردو کې په تقابل کې قرار لري.

متأسفانه ولسمشر د همدغو مافيا ډوله کړيو د مشورو پربنسټ ملي پريکړې کوي. دغه اشخاص ممکن د کار خلک وي، خو باید په داسې دندو باندي وګمارل شي چې زده کړې يې پکې کړي وي. کار اهل کار ته د سپارلو فلسفه هم همدغه ده،  موجوده حکومت د مطلق اکثریت ګمارنې د وړتیاو پرځاى سليقوي، له مافيايي کړيو سره د تړون او يا هم د روابطو پربنسټ دي.

اشرف غني  هغه ښځې او ځوانان نه ويني چې هره ورځ د جګړې په ليکو هدفي وژنو او انفجارونو کې په وژل شويو خپلوانو ماتمونه کوي. ځکه چې هغوى د نيکټايي تړل او د پروپوزل جوړول زده نه دي، خو له غرب څخه را وارد شوي اشخاص د هيواد د ټولو ښځو او ځوانانو په استازيتوب په لوړو دالري معاشونو باندي ګماري. دا په داسې حال کې چې زمونږ لسګونه زره زده کړي ځوانان د يوه ګوله ډوډۍ موندلو لپاره په ډيرو خطرناکو لارو بهر ته تښتي. زمونږ په مشرانو کې به داسې څوک نه وي چې زوى يا لور يې د جګړو په ليکو کې دنده ترسره کوي. پوښتنه دا ده چې په جګړو کې د مشرانو اولادونه ولې په جګړه کې د ګډون له نعمت الهي څخه بې برخې پاتې شوي دي؟

نيوکې د عقدې  بربنسټ نه کوم تعصب او عقده نه پيژنم. دغه خاوره راباندي قرضونه لري. که د چارواکو توجه په جلبولو کې بريالى شم،  ددغه هېواد او ولس د ستر قرض يوه وړوکې برخه  به مې ادا کړي وي او که خداى مکړه له اوس څخه له بدتر وضعیت سره مخ کيږو نو خپل ايمان او وجدان ته به ځان راته پړ نه ښکاري. زورواکان خو دومره مکار شوي دي چې امریکا ته، ايران ته پاکستان او ترکیې ته د نيرنګ بدلولو لپاره ځانګړي پوستينونه لري او دوه تابعيته ياران خو د تيښتې لپاره ټکټونه هم تيار لرپ، خو مونږ يوازي افغانان يو. نه غواړو بيا له هيواد څخه تيښتې ته اړشو.

اخر؛ زمونږ سياستوال به ترڅو د خلکو د دوکه کولو لپاره په سپيڅلو شعارونو باندي خپلو چټلو موخو ته ځانونه رسوي؟
مونږ مقدسات د سياسي ګټو لپاره وکارول. په خپل هيواد کې له خپلو هيوادوالو سره جګړه که مجبوري هم وي خو سپيڅلي نه ده او د وياړ هيڅ ځاى نشته. زمونږ سياستوال ملي ريښې نلري، د جګړو محصول او يا هم له بهر څخه راباندې تپل شوي دي. چا په دين پورې ځان وتاړه، چا د هيواد او خاورې د دفاع شعار پورته کړ او چا د ژبې او قوم لمنه ونيوله تر څو ساده خلک وغولوي او ګټه پورته کړي.

که امریکا له طالبانو سره د سولي د خبرو په پروسه کې ستره غلطي وکړه چې د افغانستان حکومت يې عمداً له پامه وغورځاوه او حکومت يې په پلى کولو کې هيڅ مسئوليت نه مني، خو حکومت باید پوه شي چې د ولس د خوندیتوب دنده په غاړه لري او مکلف دى چې د خپل ولس ژوند، نظام  او هيواد له نړيدو وژغوري.

اقلاً د سولې او حقونو ورکولو په نوم د حکومت اوسنى تګلاره په غلطو محاسبو ولاړه ده، د حکومت او ميشتو پرګنو  ترمنځ د نفرت لامل ګرځي.  که له بهر څخه را وارد شوي اشخاص په لوړو پوستونو ګمارل کيږي، نو د ملي اردو ليکو ته ولې نه استول کېږي او د شهيدانو وارثان ولې د دغو خلکو غوندې دندې نشي ترلاسه کولاى؟

بله ستونځه چې نن ورباندي خبره کول غواړم.  مونږ ټول د علم اليقين په کچه پوهيږو چې پاکستان يو له هغو هېوادونو څخه ده چې زمونږ په هیواد کې جګړو ته لمن وهي زمونږ په کورنيو چارو کې هر ډول بربنډه منفي لاس وهنه کوي، خو يوازنى هيواد نه ده چې دغه کار کوي.  روانه جګړه کورني او بهرني بعدونه او ريښې لري. زمونږ نيمګړتيا له پاکستان سره د هغوى د زياتو مداخلو په تړاو د کره سنجول شويو انډوليزو او اغيزمنو تګلارو نشتون ده.

کله مو ولسمشر  د رسمي پروتوکول په خلاف  په لار کې ولاړ د پاکستان د صدراعظم د راتلو لاره څاري. کله ورته زارئ کوو چې طالبان خبرو ته اماده کړي. کله بيا لوڅ ورکينو، سپکې سپورې او ښکنځل پيل کړو. که څوک وغواړي له ځان څخه مصنوعي اتل جوړ کړي، پاکستان ته ښکنځل پيل کړي، نو زمونږ احساساتي ولس د ستونځو عمق ته د تلو پرځاى په شعارونو ښه غوليږي. بس پاکستان ته ښکنځل پيل کړي. چيغې جوړې شي؛ چې مشر له پاکستان څخه لاره ورکه کړې ده. په خلاصو غوږونو واورئ؛

تر هغو چې افغانان له يو بل سره په جګړه کې ښکېل وي او د يو بل وژل افتخار ګڼي، نه طالب، نه هم حکومت او نه هم بل افغان له هيڅ پردي څخه لاره ورکولاى شى. په خبرو او ښکنځلو د هيڅ رنځ درملنه نه کيږي. د هغوى په شان کار او ابتکار کولو ته اړتيا ده.

د سولې په هکله زمونږ د حکومت او طالبانو په ليدلوريو کې د انعطاف وړ نښې نه ليدل کېږي. داوړه خواوې په دې باور دي چې د هغوى تر منځ واټن خورا پراخ دی ، نو له بده مرغه دواړه خواوې سولې ته د چانس ورکولو پر ځای سختې جګړې ته چمتووالی نیسي. ارګ د لوړو پخو سيمټي ديوالونو ترشا اوسيږي او د طالبانو مشران ښه خوندي ژوند لري خو عام افغانان لاهم هره ورځ د هغوى ترمنځ د واک په سر جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. دواړه اړخونه د سولې نه کولو په صورت کې د احتمالي ناورين  په اړه غیر واقعي حسابونه لري.

زمونږ په هیواد کې جګړه او سوله داخلي او بهرني اړخونه لري.  امریکا چین روسیه ايران او پاکستان زمونږ په ستونځو کې خپل خپل رول لري .  د دې لپاره چې زمونږ د سولې غوښتلو سپيڅلي داعيه پیاوړی شي ، موږ باید هیڅ یو اړخ له پامه ونه غورځوو.  په افغانستان کې د سولې  لپاره  سیمه ايزې او نړيوالې اجماع ته سخته اړتیا لرو. موږ په افغانستان کې د سولې لپاره د غځېدلې ټرویکا جوړښت د ستونځې د حل په لور په زړه پورې پرمختګ ګڼو. د افغانستان له ستونځمن تاریخ څخه باید زده کړه وکړو او ټول ذيدخله اړخونه له ځان سره ملګري کړو.

په درنښت؛ عبدالوحید وحید، کابل افغانستان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.