وال سټریټ ژورنال: طالبان لاهم له وحشت نه دی راوتلي

779

وال سټریټ ژورنال په خپله تازه خپره کړې مقاله کې ویلي، چې طالبان لاهم په افغانستان کې د ملکي خلکو پر وړاندې له زور زیاتي کار اخلي او دا ډله لاهم له وحشت څخه نه ده راوتلې.

په یاده مقاله کې هغه خپرې شوې اوازې دروغ بلل شوي، چې ګواکې طالبانو تر پخوا تغیر کړی او تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې یې له خلکو سره چلند نرم شوی.

په مقاله کې وړاندې راغلي، چې طالبان لاهم بې ګناه ملکي خلک وژني، په خپلو سیمو کې پر عامو خلکو ظلمونه ترسره کوي او په تاوتریخوالي باور لري.

د مقالې پر بنسټ سره له دې، چې یادې ډلې په تېرو څو میاشتو کې لویدیځو هېوادونو ته د ځان ثابتولو هڅه وکړه؛ خو اوس هم د ۹۰ لسیزو څېرې لري، چې هیڅ بدلې شوې نه دي.

یاد ژورنال په داسې حال کې مقاله خپروي، چې تېر ماښام هم طالبانو په کابل ښار کې ۲ پرلپسې چاودنې وکړي، چې لږ تر لږه ۲۲ ملکي کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.