د امتحان ډار څنګه لرې کولى شو؟

ژباړه: ډاکټر عبدالوحيد منصور

1,204
ايا تراوسه مو فکر کړى چې ولې له امتحانه ويريږئ؟

ايا تراوسه موله ځان سره فکر کړئ چې له امتحانه ستاسې د ويرې علت څه دئ؟

ايا له دې ويرې نه د خلاصون په هکله مو څه فکر کړى؟

ټول شاګردان له امتحانه په ويره او ډار کې وي، د دې ډار تر ټولو مهم علت د امتحان هغه نتيجه ده چې يا خو د شاګرد د محبوبيت، شهرت او تشويق او يا هم برعکس د ناکامى په صورت کې د تهديد، تحقير او شرمندګۍ باعث ګرځي.

د امتحانونو په رارسيدوسره اکثريت شاګردان د امتحان په ډار اخته کيږي هميشه په نا آرامي او تشويش کې وي چې هسې نه چې ټول زده کړې شيان مې له ياده ووځي.

له امتحانه ډيره ويره او ډار کيداى شي د دې باعث وګرځي چې شاګرد زده کړي شيان له ياده وباسي او بلاخره ياکمې نمرې يوسي او ياهم له ناکامى سره مخ شي.

له امتحانه د ويرې او ډار نښې :

له امتحانه د ويرې او ډار ځينې نښې دا دي: د سر خوږ، د سر ګرځيدل، د بدن ګرموالى، سالنډي، د لاسونو او بدن خولې کيدل، د زړه ضربان زياتيدل، د آواز او د بدن لړزيدل.

ولې شاګردان له امتحانه ويره او ډار لري؟

لاندې علتونه د دې باعث کرځي چې شاګردان دامتحان په ډار اخته شي :

١- د مکتب له خوا په شاګردانو زور راوړل .

٢- د کورنيو له خوا په شاګردانو له حد نه زيات فشار راوړل او هر وخت له امتحانه د هغوى ويرول.

٣- شاګردان د درس او مطالعې لپاره منظم او پرلپسې پروګرام نه لري.

٤- د شاګردانو کورنى له امتحانو مخکې هغوى ته په منظمه توګه د درس پروګرام نلري .

څنګه کولى شو دامتحان ويره او ډار کنترول کړو ؟

د دې لپاره چې له امتحانه ويره او ډار ونلرئ نو لاندې ټکو ته پام وکړئ:

١- منظمه او مسلسله مطالعه وکړئ :

سره لدې چې ټول پدې پوهيږي چې د امتحان دشپې درس هومره ګټور نه وي لکه چې مخکې منظم او د تقسيم اوقات مطابق درس ويل شوى وي، ولې بيا هم اکثريت شاګردان دا کار کوي .

پکار ده له امتحانو مخکې منظم ورځنى تقسيم اوقات ولرئ او ورځنې درسونه تعقيب کړئ، د امتحان شپې ته د ټولو درسونو پريښودل ستاسې د پريشانى او ډار باعث ګرځي.

٢- د امتحان په دوران کې پوره خوب او ا رام وکړئ:

د امتحانونو په دوران کې د زيات درس ويلو له امله دماغ ستړى کيږي اوکافي استراحت او آرام ته ضرورت پيدا کوي، همدارنګه له خوب سره ذهن بيا تازه کيږي او د حفظولو لپاره تياريږي.

نوکه د امتحان نتيجه مو ښه غواړئ په کار ده چې د خوب او آرام وخت مو منظم وي، کوښښ وکړئ د امتحانو په شپو کې وختي ويده شئ حتى که امتحان مو د ماسپښـن لخوا هم وي.

همدارنګه په کورونو کې بايد درس او مطالعې ته مناسب او آرام ځاي برابر شي، کورني جنجالونه د شاګردانو ذهني حالت ګډوډوي او د ښې زده کړې مخه نيسي.

٣- مناسب خواړه وخورئ:

په خوړو کې زيادت يا کموالى پر بدن ناوړه اثرات غورځوي، د امتحانونو په جريان کې خواړه ستاسې په کاميابى باندې مستقيم تاثير لري ځکه تر څو مناسب او ضروري خواړه ستاسې دماغ ته ونه رسيږي ذهن مو نشي کولى څه ياد کړي. نوضرور ده چې له تازه سبزي او ميوې نه استفاده وکړئ او که په کافي اندازه دغه خواړه نه شى ترلاسه کولى نو د مولټي وټامين ګولىو څخه ګټه واخلئ، د دې لپاره چې د امتحان پر وخت کافي انرژي ولرئ نو امتحان ته له تګ نه مخکې په کافي اندازه قند ( خواږه ) لرونکي خواړه وخورئ.

٤- حرکت او خوځښت ولرئ :

ځينې شاګردان عادت لري چې د امتحانو په راتګ سره ځان په يو اطاق پورې محدو کړي اوله ګرځيدو او بيرون راوتلو ځان ساتي کله چې په دوامداره توګه په ساعتو ساعتو له حرکته پاتې شئ نو دماغ مو هم ساکن کيږي نو که غواړئ څه ياد کړئ پکار ده چې څه ناڅه ورزش وکړئ لږ ترلږه قدم ووهئ يا شنې او سرسبزه منظرې وګورئ.

٥- په ژور تنفس سره ځان ارام کړئ:

له امتحانه مخکې او هم دامتحان پروخت اکسيجن ستاسې د دماغ د سم کار کولو لپاره ضرورى دى نوکوښښ وکړئ چې په آرامه او ژوره توګه ساه واخلئ لدې سره به ووينئ چې کرار کرار ستاسې ويره ختميږي او ذهني آرامتيا احساسوئ.

همدارنګه د لاندې ټکو عملي کول هم ستاسې د ډار دختميدو او په امتحان کې د کاميابيدو باعث ګرځيداى شي:

١- په ټاکلي وخت د امتحان صحنې ته په آرامى سره حاضر شئ او په ناوخته راتګ سره ځان ته لاسې ويره مه پيداکوئ.

٢ – ټول هغه شيان چې دامتحان لپاره پکاريږي له ځان سره يوسئ.

٣ – د امتحان کومې لارښوونې چې تاسې ته کيږي هغو ته توجه وکړئ.

٤ – د دې لپاره چې دوخت له کمبود سره اخته نشئ درکړل شوي وخت ته پام وکړئ.

٥ – ذهن مو د هر ډول سوالونو حلولو ته آماده کړئ ، د امتحان پروخت يو ځل سوالونه ولولئ او مخکې له دې چې ځواب يې وليکئ اول په ځواب باندې ځان قانع کړئ .

٦ – اول آسانه او ساده سوالونه حل کړئ ورپسې متوسط او په آخر کې سختو ته شروع وکړئ.

٧ – د پارچې په ورکولو کې عجـله مه کوئ، که له ټاکلي وخت نه مو مخکې سوالونه حل کړل پارچه يوځل بيا وګورئ.

په امتحان کې د ويرې او ډار پرځاى آرام واوسئ

سره له دې چې دامتحان ويره او ډار سرنوشت ټاکونکې ده خو پوهان پدې عقيده دي چې شاګردان، معلمان، اداره او د شاګردانو مور او پلار کولى شي ددې ډار په کمولو کې موثر رول ولوبوي.

د دوى رول په لاندې توګه يادولى شو:

هغه څه چې په شاګردانو پورې اړه لري :

١ – د امتحان لپاره جسمي آمادګي هم د روحي آمادګي په څير ضروري ده، لوږه، تنده ، دداسې کاليو اغوستل چې د يخني يا ګرمي په وړاندې مناسب نه وي، يا د امتحان دصحنې سوړوالى يا ګرموالى اويا هم نوره فزيکي خرابتيا د دې باعث ګرځي چې شاګرد ذهني حالت ګډوډ شي او د امتحان په هکله د تشويش باعث شي.

٢ – همدارنګه ځينې شاګردان د درس دزده کړې سمې طريقې نه پيژنې نو بايد کوښښ وکړي چې د هر مضمون د زدکړې آسانه لار پيدا کړي او پدې هکله له خپلو استادانو او مشرانو نه مشورې واخلي.

هغه څه چې په استادانو يا دمکتب په ادارې پورې اړه لري :

د مکتب اداره او معلمين کولى شي درسونو ته دشاګردانو په تشويق او هڅولو سره دهغوى په کاميابي کې مهم رول ولوبوي، همدارنګه معلمين کولى شي د شاګردانو دروحيي په تقويه کولو سره له هغوى نه دامتحان ويره او ډار لرې کړي او ورته ووايي چې امتحان دمعلم دزحمت او کار ارزيابي ده تر څو يو معلم وويني چې ده څومره خواري او زحمت کړى، خو برعکس په امتحان سره د شاګردانو ويرول او هغوى ته امتحان يو بلا ښکاره کول او کله کله هم شاګردانو ته چلينج ورکول او يا بېځايه سختي کول په شاګردانو کې دامتحان ويره او ډار منځته راوړي .

هغه څه چې دشاګردانو په کورنيو پورې اړه لري :

له دې څخه سترګې نشي پټيداى چې دشاګردانو په کاميابي او ناکامي کې کورنى مهم او اساسي رول لوبوي ،کورنى کولى شي په سم قدم پورته کولو سره خپلو بچو ته دکاميابي دروازې پرانيزي او په غلطو او ناسمو اقداماتو سره دهغوى دناکا مي او بربادي باعث وګرځي.

د کورنى له خــوا د ښو نمرو د ترلاسه کولو لپاره د شاګرد له وس او توان نه پورته طمع کول د شاګرد ذهني حالت ګډوډوي.

ځينې کورنى له نورو شاګردانو سره خپل بچيان مقايسه کوي او خپلو بچيانو ته دپيغور او طعنې په شکل نور شاګردان ور يادوي بغير لدې چې داستعداد تفاوت، شخصي علاقه او امکانات په نظر کې ونيسي ، ددوى داکار ددې باعث ګرځي چې شاګرد د خجالت او سپکاوي احساس وکړي او دا چې دخپلې کورنى دا بې ځايه آرمان نشي پوره کولى نو د شرم او حقارت له احساس سره کرار کرار له درس او مکتب نه زړه تورى شي ، خـــو برعکس له شاګردانو نه د هغوى د وس او توان په اندازه دنمرو او کاميابي طمع او توقع کول ، له نورو سره دهغوى نه مقايسه کول او هغوى ته طعنې او پيغورونه نه ورکول، د کاميابي لور ته د هغوى تشويق اوهڅــول حتى په ډيرو ضعيــــفو شاګردانو کې هم د کاميابي لور ته د کوښښ هڅه او احساس را پيداکوي او دامتحان ويره او ډار ترې ختموي. نو پکار ده چې کورنى د خپلو بچيانو له وس او توان نه باخبره وي او دهغوى د وس په اندازې توقع ترې ولري.

هغه شاګردان چې د مکتب ، کورنۍ او امتحان تر فشار لاندې وې نو دامتحان ويره او ډار ورسره پيدا کيږي او زياته ضربه وينى آن تر دې چې مخکې له مخکې يې ناکامي په ځان منلي وي.

دامتحان په دوران يا له امتحانه مخکې په ځينو کورنيو کې سم نظامي حکومت اعلان شي ، شاګرد مجبور وي چې شپه او ورځ په ساعتو ساعتو له دمې او وقفې پرته درسونو ته واړوي او دهغوى تفريح او دمې ته هيڅ پام نه کيږي ، دوى فکر کوي چې شاګرد بايد لکه يو ماشين داسې شپه او ورځ لګيا وي حال داچې شاګرد په ډير درس ويلو له ذهني ستړيا او خستګي سره مخ کيږي او هرڅه ورنه ګډوډيږي چې دا کار له امتحان نه ددوى دويرې او ډار باعث ګرځي.

خو برعکس متاسفانه په ځينو کورنو کې د شاګردانو دامتحان په هکله هيڅ توجه نه کيږي، شاګرد ټول وخت خپل سر ته پريښودل شوى وي او چې امتحانونه راورسيږي نو ددرسونو دزياتوالي له وجهې په شاګرده باندې دامتحان ويره او ډار غلبه وکړي او منفي نتيجه لاسته راوړي .

ځينې کورنى فقط مکتب ته دشاګرد په ليږلو سره ځان خلاص ګڼي او نور هيڅ د مسؤليت احساس نه کوي او وايي چې شاګرد بايد خپله ځان ورسوي او مونږ نشو کولى له هغه سره په مصروفيدو ځان له کار او روزګاره وباسو .

د امتحانو پر وخت له کوره د مور اوپلار لرې والى هم په شاګردانو بد اثر غورځوي نو د امکان په صورت کې بايد مور اوپلار په کور واوسي او له خپلو بچو سره نرمه او ښه رويه وکړي. همدارنګه مور او پلار بايد د امتحانو په شپو کې خپل بچيان د شپې له بېځايه مجلسونو، تلويزيون او کمپيوټر ته له زيات کيناستلو، له مبايل سره زيات مصروفيدلو او داسې نورو اضافي کارونو نه منع کړي. نو که چيرې شاګردان، دهغوى کورنى ، دمکتب اداره او معلمين ټول په شريکه پورتنيو لارښوونو ته په پام سره خپل مثبت رول ولوبوي نو له شاګردانو نه به د امتحان ويره او ډار لرې شي آرام او ډامن امتحان به ورکړي اوپه زړه پورې پايله به ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.