!عمرزی صیب، افغانستان کې مړه کېدل عادي خبره ګرځېدلې

اجمل روهي

871
لیکوال: اجمل روهي

سهار له کوره را ووتم د دفتر په لور په موټر کې روان وم، د مکروریانو د ملي بس له څلور لارې لږ وړاندې تر محمود خان پله پورې رسېدلی وم، چې له کوره زنګ راغی:

ـ ته ښه يې؟

ـ هو، ولې څه خبره ده؟

ـ همدا اوس د چاودنې غږ و.

ـ نه شکر زه ښه یم، ستونزه نشته. اندېښنه مه کوئ!

چاودنه د ملي بس په څلور لارې کې شوې وه، چې ښايي دوه درې دقيقې د وخت توپير به و، چې زه د پېښې له ځایه تېر شوی وم. دا لومړۍ ځل نه و، چې له دې ډول ګواښ سره مخ وم.

له څو ورځو راهيسې مې په موبایل کې انټرنېټ نه درلوده، روحآ لږ آرامه وم؛ ځکه زموږ خو اکثره خبرونه د مرګ او غم وي. د دفتر له انټرنيټ نه مې استفاده وکړه، چې د مصطفی عمرزي د مرګ خبر مې ولوست. ډېر خواشينی شوم. د ده آرامه او ښايسته څېره مې سترګو ته ودرېده. کله نا کله به په ښار کې هم سره مخ شو، لنډې خبرې به مو  وکړې. عمرزی صیب خو یو لوی مبارز و، په زیارکښۍ کې بېساری انسان و. کله چې زه، څه باندې یوه لسیزه د روهي وېبپاڼې چلوونکی وم، عمرزی صیب زموږ ښه همکار و. دومره خواريکښ انسان و، چې کله ناکله به و نه توانېدم، چې په خپل وخت يې لیکنې خپرې کړم. موږ د استاد حبيبي د اثارو د څلي عکسونو ليدلي، خو که د عمرزي صیب آثار هم سر په سر کېښودل شي، د ده د ونې په اندازه څلی به ترې جوړ شي او هغه په دې کم عمر کې.

هو، ارواښاد عمرزی صیب! موږ په هېواد کې د مرګ له خبرونو سره عادي شوي یو، ځکه دا تر ټولو ډېر تکراریدونکی او آسانه څه دي، چې تر لاسه کېدی شي؛ که چاودنه دې و نه وژني، ترافيکي پېښه کې به ووژل شې، که ډاکتر دې و نه وژني، ښايي درمل دې ووژني، که بمبار دې و نه وژني، ښايي سېلاب دې ووژني…

هو عمرزی صیب، افغانستان کې وژل کېدل او مړه کېدل عادي خبره ده! هغه څه چې غیرعادي دي او نه جبرانیدونکي دي، هغه د کار، فکر او د علم خلکو مرګ دی، چې له بده مرغه زموږ نه زیاتره همداسې کسان وړي.

روح دې ښاد، یاد دې تلپاتې!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.