ملي دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

708

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ځایونو کې د طالبانو پر وړاندې چاڼیز عملیات او پر یادې ډلې هوايي بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۰۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.
له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد عملیات په ننګرهار، خوست، مېدان وردګ، لوګر، پکتیا، غزني، ارزګان، بادغیس، هرات، غور، سرپل، فاریاب، بغلان، کندز او هلمند ولایتونو کې ترسره شوي، چې په پایله کې یې ۱۲۶ طالبان وژل شوي او ۷۹ نور ټپیان دي.

د سرچینې په خبره په وژل شویو طالبانو کې یو شمېر مهم بهرني ترهګر هم شامل وو، چې یادې ډلې ته یې په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکوله.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې په یاده موده کې له طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي او ګڼ شمېر نور یې تخریب شوي دي.

باید یاده شي، چې تېره ورځ هم د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د افغان ځواکونو له لوري له ۲۲۶ طالبان وژل شوي وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.