کریس الکسانډر: پاکستان په افغانستان کې د اوربند مخالف دی

803

افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر کرس الکسانډر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې افغانستان کې د جګړې اصلي لامل پاکستان دی او یاد هېواد نه غواړي، چې افغانستان دې امن وي.

نوموړي ویلي، چې طالبان له شل کلونو را په دې خوا د پاکستان په غېږ کې پراته دي او یاد هېواد یې افغانستان کې د جګړې لپاره هر ډول ملاتړ ته ادامه ورکړې او اوس وخت کې یې له طالبانو هم غوښتي، چې اوربند ونه کړي.

الکساندر همداشان زیاته کړې، چې اوس وخت را رسېدلی، چې پاکستان باید په افغانستان کې پیل شوې نیابتې جګړې ودروي او د یو ښه ګاونډي رول ادا کړي.

باید یاده شي، چې دا لومړی ځل نه دی، چې الکساندر د پاکستان پر وړاندې دا ډول حقیقي څرګندونې کوي؛ بلکې نوموړي تر دې وړاندې هم ویلي و، چې پاکستان د طالبانو لپاره په خپل کور کې ځانګړي روزنیز مرکزونه جوړ کړي او له هغه ځایه هره ورځ افغانستان ته منظم جنګیالي لیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.