د اروپا پارلمان: طالبان دې د جګړې پر ځای د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړي

536

د اروپا پارلمان د یو پرېکړه لیک په صادرولو سره ويلي، طالبان د جګړې له لارې واک ته نشي رسېدلای او دغې ډلې ته په کار ده، چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کیني.
په یاد پرېکړه لیک کې د طالبانو له لوري وروستیو ترسره شویو بریدونو ته په اشارې ویل شوي، چې دا ډله لاهم په خپلو بریدونو سره د ملکي خلکو ژوند اخلي او نور باید له دې چارې لاس واخلي.
پرېکړه لیک کې وړاندې راغلي، چې طالبان غواړي د جګړې له لارې واک ته ورسیږي؛ نو ځکه یې د بهرنیو سرتېرو له وتلو سره سم په افغانانو بریدونه زیات کړي.
یاد پارلمان همداشان اندېښنه څرګنده کړې، چې ښايي د طالبانو په راتګ سره به د افغان مېرمنو تېرې لاسته راوړنې له خطر سره مخ شي او یاد هېواد به تېر تاریخ ته ورستون شي.
دوی همداشان له طالبانو هم غوښتي، چې له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته کیني او نور دې افغان وژنه ودروي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.