کریس الکسانډر: افغانستان کې جګړه د پاکستان له لوري پیل شوې؛ ناټو دې جدي اقدام وکړي

862

ناټو له تېرو ۷ کلونو راهیسې په افغانستان کې د ترهګري ضد هیڅ اقدام نه دی کړی.

افغانستان کې  د کانډا پخواني سفیر کریس الکسانډر یو ځل بیا په خپلو تازه څرګندونو کې پر ناټو غږ کړی، چې پر خپلو راتلونکو غونډو کې دې افغانستان کې د ترهګري په اړه ژور او هر اړخیز بحثونه وکړي او همدا راز دې په یاد هېواد کې د پاکستان له لوري پیل شوې لوبه پای ته ورسوي.

نوموړي ویلي، چې پاکستان په افغانستان کې د جګړې میدان د ګرم ساتلو په موخه په خپل کور کې ترهګرې ډلې روزي او دا نړۍ ته مالومه شوې، چې یاد هېواد د ګڼ شمېر ترهګرو پټنځای دی؛ نو اوس ناټو ته په کار ده، چې په پاکستان فشار راولي او افغانستان کې دې نوره پیل شوې جګړه بس کړي.

هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې پاکستان د افغان سولې پروسه کې دوه مخي توب کوي؛ له یوې خوا روزل شوي جنګیالي افغانستان ته رالېږي او له بل پلوه د افغان سولې پروسه کې د رول لوبولو دعوې کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.