د هلمند په نهرالسراج ولسوالي کې ۱۳۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

490

افغان ځواکونو د هلمند ولایت په نهرالسراج ولسوالي کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې پر طالبانو سخت چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۱۳۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.
میوند قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یادو عملیاتو کې د ۷ مهمو قومنداناو په ګډون ۶۰ طالبان وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان دي.
د سرچینې په خبره په وژل شویو قومندانانو کې قريب آغا، عمران، بريالی، نعمت الله، عابد، حاجي ورور، ملا عبدالله، چې د هلمند په بېلابېلو ولسوالیو کې د طالبانو قوماندې په غاړه درلودې، شامل دي.
دغه راز په یادو عملیاتو کې د طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات، پټنځایونه او د یادې ډلې له لوري د عامو خلکو په لویو لارو کې ځای پر ځای شوي ماینونه هم د افغان ځواکونو له لوري له منځه وړل شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.