د ارواښاد باوري په دردونکي مرګ

خالق رشید

889

د ارواښاد باوري په دردونکي مرګ!

 

– شه نوبالا، شکاري چې،

                                خبره خرابه ده ؟

 

              ورځ ترنیمایي اوښتې وه، ټول ښار درزونو اوغږونو پرسراخیستی و، دالومړی ځل و چې د ښارپه هسکو ټیټو تر ژغ تیزې الوتکې د ښار پرسرپه دربي سره تلې راتلې، موږ لکه زنداني مرغان ټولو د لیلیې دکوټې له کړکیو د آسمان اوږدو او لنډو ته کتل، نه پوهیدوچې له دغه دربي به څه راوځي او پایله به یې څه وي، ځکه موږ په همدغو شپو ورځو کې د وطن د روښانه سباون خوبونه لیدل او په همدغه هیله مو د ورځو روښانه لمرونو ته کتل او په شپوبه مو د روشانه ستورو ځلښت او بلښت ته شعرونه او کیسې ویلې …

په هغه شپه تیاره وه، خو داسې تیاره نه، لکه چې نن سبا پرټول وطن راغوړیدلې ده، موږ نه پوهیدو چې دا دربی ، دا توپونه او دا درنې درنې شوبلې د څه په خاطر د ښار تنکي کورونه او واټونه لړزوي، څوک دي چې پر دغوسره تړلیو کورونو باندې یی آرامي نه لوریږي،هو، نه پوهیدو چې  دا څوک دي ؟ اود څه په خاطراو د چا له پاره … ؟

شاد مې په څنګ کې ناست و، هغه چې تل به شاد و او خوشاله، هغه چې په شونډوکې به یې تل خندا نڅیدله خونن آرام و، شونډې یې وچې وې ، پریشانه و، په آرام چم را ترغوږ شو:

ـ پوهیږې څه خبره ده ؟

ما لنډ ځواب ورکړ:

ـ نه که زه پوهیدای نوبیا به مې خوله اوسترګې ولې له تاسره آسمان ته غبرګې غبرګې کیدې …

 په ځیراو حیرانتیا یې راته وکتل، سره موسکی شو:

– هسې شعرونه وایې … رښتیا چې شاعران یوازې آسمان په خیالي توپونو ولي …

زه یې هم دغې خوږې جملې ته موسکی او چورتي شوم، په همدغه شیبه کې یوالوتکه زموږ دلیلې پر سر لکه تالنده برښنا تیره شوه، د کړکۍ هنداره یې سره ولړزوله، او په ختلیوواړو مې پوښتنه ترې وکړه :

ـ نوته پوهیږې چې څه خبره ده ؟

–  زه یوازې دومره پوهیږم چې څه خبره خو خامخا ده …

ما بیرته ورغبرګه کړه :

– په دې خو زموږ دلیلې پیره دارهم پوهیږي چې څه خبره خو خامخاده …

موسکی شو:

– نو چې داسې ده ، ځان آرام ونیسه … خبره ورانه ده … دغه درانه ډزونه خپله دا وایي چې یوه خبره خو خامخا ده …

تر ډیرو پورې مو د ښارپه اوږدو او لنډو کې درانه غږونه اوریدل، ناوخته دا درانه غږونه یوڅه آرام شول ، خوشاد صاحب نارامه و، یو دوه ځلې له کوټې د باندې ووت، بیرته به زر راننوت، د کړکۍ هندارې ته به ودرید، ترشا به یې راوکتل:

–  بالا نو پرهیڅ نه پوهیږې ؟

ـ ګرد سره نه پوهیږم ، په والله چې نه پوهیږم ، رادیوهم څه نه وایي…

بیرته د کوټې منځ ته راغی، پرڅوکۍ  باندې کیناست، چې زموږ له مخامخ کوټې داود جان راننوت، هغه ژورنالست و، رنګ یې الوتی و، د ګلابی کمیس تڼۍ یې له وارخطایۍ هسکې او ټیټې سره تړلې وې، خیټه یې ترې ښکاریده، لاناست نه و چې شاد ورته ځیر شو او ورته ویې ویل :

– راځه راځه خدای مو راوله، ستا خو ترموږ هم واړې وتلې دي… څه نوې دې اوریدلي؟

داود هم چې په څه نه وخبر، په حیرانۍ او خواشینې سره یې ترخوله راووتل:

– په ښار کې بد حالت روان دی…

شاد  په داسې حال کې چې د ده تڼۍ یې ورسمولې پوښتنه ترې وکړه :

– چا وویل ؟

– هغوی چې همدا یوساعت د مخه له ښاره  لیلې ته را غبرګ شوي وو…

شاد صاحب د ده دغې خبرې نورهم سره پریشانه کړ، په سړه ساه یی ورته وویل:

– شه نوبالا، شکاري چې خبره خرابه ده ؟

– نه پوهیږم، یوازې په دهلیز کې یوهلک راته وویل چې بیاکوم سردارکودتاکړې…

موږ دکودتاله نامه سره اوس آشنا وو، ځکه چې یوه کودتا دلته پر پاچا باندې شوې وه، د هغې درز مولا هم په یاد واو خاطرو کې و، خو دا ځل خبره هسې نه وه، موږ جت جنګي الوتکې کله هم د ښار پرآسمان باندې په دومره تاو او شاوسره نه وې لیدلې…  کله مو نه وواوریدلی چې په ښارکې شوبلې او ټانګونه پر ارګ باندې ګولۍ اوروي، نه مو اوریدلي اونه مو وو لیدلي چې خلک دې له ښاره په رڼآ ورځ کورونوته په منډو منډو وي… یوازنۍ ډار دا و او پرې پوهیدو چې پاکستان ورانکاري روزي اوبیا یی هیوادته را استوي….

شاد صاحب هم پرهمدغه ټکي غږیده، چې ختم یې پردې و:

– خدای د وکړي چې د لغمان او پنجشیر کیسه  په کابل کې جوړه نه شي …

شپه د تیارې زړه ته رسیدلې وه، چې یو څه آرامي شوه، موږ ټول خپلو کټوته شوو ، په هغه شپه زموږ لویه لیله هم داسې آرامه وه چې تا به ویل د مړو هدیره ده، د هیچا غږ نه و، هیڅوک په اوږدو اوږدو دهلیزو کې نه ښکاریدل… سخته آرامي وه، درنه آرامي وه ، شادصاحب هم نن زموږ په کوټه پاتې شو، زموږ کوم ملګري ورته وویل چې ولي خپلې کوټې ته نه ځې ، دی ورته په خندا شو او په لنډویې ورخلاصه کړه :

ـ زموږ د کوټې کړکۍ د عمومي سړک غاړې ته ورخلاصه ده، نه چې کومه بله را پیښه نه شی … دبلې په مانا خوبه پوهیږې …

او موږ ورته په خندا شو…

 سهار یی وختي راپورته شوو، شاد صاحب خوړنځي ته تللی و، چې بیرته راستون شو، موسکی ښکاریده، له رادیویی سندره اوریدلې وه :

ای د آزادۍ خاورې تاته موسلام دی …

په کوټه کې یوې اوبلې خوا ته راغی ولاړ، همدغه سندره یې پرشونډو تله اوراتله، خوله دې سره سره هم زموږ په زړونه لاهم دده بیګاني خبره تڼکې وه :

– شه نوبالا، شکاري چې خبره خرابه ده ؟

کلونه تیرشول، زه او دی بیاهم یو ځای وو، یوځای مو دنده وه ، نه پوهیږم چې پرده باندې څه هوا ولګیده، خپل تخلص یی له شاد څخه باوري ته واړاوه، غالبآ له دې امله چې کله یې دتخلص «ش» په «خ» څوک تلفظ نه کړي…

 زما او ده ترمنځ دوې جملې ډیرې یادګاري چې یوه یې همدغه وه چې اوس زما اوده په منځ کې په یوه شفرباندې همداسې روانه پاتې شوه …

 زماني له سختو آزموینو سره مخامخ کړو، جنګونه، وژنې، کابل ورانۍ ،مهاجرتونه په دغوسختوکې حالاتوکې به هم چې له یوه بل سره مخامخ شوو، او یا به مو لیکونه یوه بل ته استول نوبیا به موهمدا کرښه همدا جمله د خبرو سرخط وه، هوسرخط…  :

– شه نوبالا، شکاري چې خبره خرابه ده ؟

لایوه میاشت نه کیده چې دده د استعفی خبرمې واورید، دفیس پرټنډه یی له سلامه وروسته راته وکښل: خدای دې راته جوړلره، خبربه یې زما هم نورې له دغې درنې دندې اوژې سپکې شوې…

ما بیا له عادت سره سم هم هغه جمله ورته وکښه :

ـ هو، خبرشوم، خوشاله هم شوم …. – شه نوبالا، شکاري چې خبره خرابه ده ؟

زما خبره یې زرپه یوه لنډه او وروستۍ جمله کې را ځواب کړه :

ـ بالا… خرابه یې په بلا پسې ان چې مرداره هم ده …

 

یادیی تلپاتې

خالق رشید

 د ۲۰۲۱ کال دجون ۲۰

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.