شهید ډاکتر نجیب الله، د افغاني روڼ اندي او ملي تفکر څاروال او پاسوال واکمن

ع. رشید

0 1,216

د شهید ډاکترنجیب الله د شهادت د څلورویشتم تلین په درشل کې

شهید ډاکترنجیب الله، د افغاني روڼ اندي او ملي تفکر څاروال او پاسوال واکمن

ع. رشید  د نهرو پوهنتون استاد

په دغه لنډه  لیکنه کې زما موخه اوهدف ترهرڅه د مخه لکه چې سرلیک یې دی دا ده چې د هیواد دغه روڼ اندی واکمن د خپل فکري ، سیاسي اوملي تفکرپه رڼا کې، د خپل وخت په سختوشرایطو کې دهیواد ځوان نسل ته، هغه نسل ته چې له شکه پرته اوس دوی ته ډاکتر نجیب الله د خپل هیواد واکمن د یوه اساطیري اتل ځای نیسي په لنډه توګه د دغه واکمن د واکمنۍ دیوه عیني شاهد په توګه دروپیژنم.

څلورویشت کاله تیرشول چې شهید نجیب الله د افغانستان د ټولوملي پالو ځواکو په وړاندې دسولې او پخولاینې غږ د ملي روغې جوړې  په اعلان سره پورته کړ، ملي روغه جوړه یې په ملي اواسلامي تفسیرسره دهیواد دژغورنې اوخوندي ساتنې یوازنۍ معقوله ملي اواسلامی اړینه داعیه وبلله او په بشپړباورسره یې ترهرچا دمخه د افغانستان پخواني پاچا ته بلنه ورکړه او هغه ته یې ولیکل چې د« بابای ملت » په نامه هیواد ته راشه، دا ټول پوځي، سیاسی او اداري سستم درته سپارم څو پردغه ملت باندې خدای ورحمیږي اودغه د پردیو په لاس  اولمسه افغان وژنه زموږ په دغه ګډ کورکې پای ته ورسیږي … خو اعلحضرت دنامتوژورنالیست اوملی شخصیت ارواښاد ولسمل په وینا:«چې لاهم د لویدیز په شیطاني هڅو اوهلو ځلونه پوهیده، د ډاکترنجیب الله له دغه وړاندیزڅخه یې زما په وړاندې انکاروکړ…»  د ملت بابا د ډاکتر وړاندیز ونه مانه، د امریکی او لویدیزوالو په امید کړې دریشی او اچولي نکتایی له خپلو یوشمیر د وطن له حالاتو ناخبره تکنوکراتو سلاکارانو سره ترهغو کیناست چې امریکایی پوځونو وطن پرسر واخیست اودی هم یوازې د دې له پاره چې له یوې خوا خپل شته راټول کړی  اوله بلې خوا هم هغه د ډاکترنجیب الله وړاندیزشوی ( بابای ملت ) ویاړ له امریکایانو ترلاسه کړي. موږ ولید چې امریکایانو په سختو توطیوسره له واکه لرې  په ارګ کې پرته له دې چې دوطن د برخلیک په باره کې دی اویایی کورنۍ څه وکړي د مرګ تر وروستیو پورې په ماتوڅانګونواو بایللو روحیاتوسره چې غږ یې نه ملت ته ورسید او نه هم نړۍ ته، په پای کې په مرګ د شورای نظار ځپلي کابل میلمه شو … او ارواښاد ولسمل چې وروسته یې ځان ترې راټول کړ، دا نیم بیتی له ځان سره د دغه فرصت له لاسه وتلو په اړه له دوستانو سره زمزمه کاوه :

چې په امریکا مینیدلې – ځه اوس ګرځه لیونیه …

شهید ډاکترنجیب الله داسې یوافغان واکمن و چې امریکایی جګړه مارو شبکولکه چې شورویانو ارواښاد حفیظ امین ته دمرګ لویه توطیه جوړه کړه ده ته هم دنسکوریدو پراخ پلان ترلاس لاندې ونیو، ځکه دی داسې ځیرک افغان ولسمشرو، چې دافغانستان په شاوخوا کې  له ټولو سیاسي اواستخباراتي بهیرونواوهغو توطیو څخه چې د ژنیو له توافقاتوسره سمې دده اوافغانستان په وړاندې دساړه جنګ دلویو لوبغاړوله خوا رامنځ ته شوې وي په هراړخیزه توګه پوهیده ( دژنیودتوطیو په اړه د هغه مهال خارجه وزیر کتاب کې په تفصیل سره لوستلای شئ ) ښاغلی وکیل په خپل ذغه اثرکې د پاکستان په شیطاني دریځ اوداچې دیورند هلته (د نړیوال سرحد ) په توګه درج شوی و اوبیا د افغانستان د حکومت له خوا په جدي توګه د شدید عکس العمل په ترڅ کې رد شو یادونه کړې ده. دغه نړیوال کړکیچن بهیر په خپل وار داسې یو سیاسي چا پیریال په ګوته کوي چې دهغه په ترڅ کې یوه څرګند افغاني ملي درایت ته اړتیاوه چې دهغه په ترڅ کې باید له افغانستان اود دغه هیواد له ملي او تاریخي ګټوڅخه یوچا د دوو نړیوالو ځواکونو چې یوه یي له افغانستان څخه د تښتې لاره لټوله او بل یې تیارپرافغانستان باندې د اوسني ماتم له پاره تیاری نیوه ننګه کړي وای، چې دا له ډاکترنجیب الله پرته بل څوک ناشونی و، ځکه خوهمدغه اصل د دې لامل شوچې ډاکترنجیب الله یې په داسې یوه کړۍ را ښکیل کړچې یوه ته یې هم په دغه خاص تاریخي پړاو کې د هیلې او امید مخ نه وراوښت، شوروي ووت، امریکا خپلو ستنګرو ته د خپلو افغاني اوپاکستانو اجیرو په واسطه زور ورکړ، چې څرګنده بیلګه یې د جلال آباد تاریخی اوملی جګړه وه چې د یادو اجیرانو په څرګنده او له شرمه ډکه  ماته باندې پای ته ورسیده اوافغان ملت ته یې هغه سرلوړي وروبښله، هغه چې نن هم پردیو او پاکستانیانو په مقابل کې په سرلوړي په ویاړلي جلال آباد کې د افغانانو د ملی مقاومت له ویاړونو څخه یادیږي.

ډاکترنجیب الله  اوملي ځواکونو اوملګرو یې په داسې سختوشرایطوکې د افغانستان د رښتیني مدافع په توګه چې په ټوله نړۍ کې نورنو داسې خواک نه و پاتې چې له ده او دده له حکومت سره د مرستې په ډګر کې پاتې شي ودرید، شوروي  واکمن په خپل ټول رذالت سره په افغانستان کې په خپلو جاسوسیو باندې تړلي پاتې شول، دهیواد په شمال کې را پیل شوې توطیې بل لامل و چې داوږدو جاسوسیوپه پایله کې چې دنجیب الله دحکومت جګپوړی کسان او جنرالان لکه ( نامتو کودتاچی او د کی جی بي د سترګو تورعبدالحمید محتاط، کاویانی، د مشروطیت د نامتوجاسوس زوی جنرال عظمی، ایله جاری دوستم او نورستم  پالي ټول  چې په کورنۍ کچه یې د توطیو لړۍ د هرې ورځې په اوږدو کې د افغانستان د مرکزپه لوررا نږدې کیده ولاړ وو، ستمي کړیو په ښکاره د شوروي استخباراتو په اشاره  له نظاري ماوستي  یارانو سره دتفاهم په ترڅ کې پرخپلو ټولو ژمنواو تعهدونو باندې  چې دنجیب الله د حکومت، خلکو او ان خپل ګوند ته یې کړې وې سترګې پټې کړې اوعملآ یې شمال د مرکز پرخلاف د اجیرو څیرو په واسطه ودراوه. دا هغه لویه توطیه وه چې شوروي د ډاکترنجیب الله د واکمنۍ پرخلاف د مرکزي آسیا له خوا د خپلو اقلیتونو په مرسته را پیل کړه. چې د غمیزې اغیزلاهم په افغانستان کې پای ته نه دی رسیدلی، د وطن ګوند یوې عزتمنې غړې (نجیبه آرش) د ستمی، ماوستي او شورای نظاري د ګډو هلو ځلو او د شوروي د ملاتړ په اړه په خپله یوه وینا کې د لومړي ځل له پاره د ډاکترنجیب الله د حکومت په شپو ورځو کې پرده پورته کړه: « دا هیلوکوپترونه چې هره ورځ په شمال کې وسلې ټاکلو کسانو ته ورسپاري، دا هغه نامقدس اتیلاف دی چې د ټاکلو استخباراتی چینلونو له خوا په خپل ټول وحشت سره ستاسې (ستمي کړیو) په خاطر دهیواد په شمال کې کي جی بي را پیل کړی دی داڅرګند تیری له حکومت او خلکو څخه پټیدای نه شي … » اودنجیب الله د داسې حساسو اوملي پالو پلویانو اوهغو سرښندونکو غږ د شوروی استعماراو د هغود ګوډاګیانو په وړاندې د افغانستان او د نجیب الله د واکمنۍ دحقانیت په وړاندې زموږ د تاریخ طلایی څپرکی وبلل شو…

د امریکا او شوروي واکمنان چې د خپلوموخو په خاطریې

 په وینو لړلي افغانستان ډاکتر نجیب الله ته ورپریښود !

 دا خو د هغه وخت د شوروي جنایات وو راځۍ دلته د اخوندي ایران یوه تاریخي توطیه هم چې د افغانستان دخاورې دتمامیت او ډاکترنجیب الله په وړاندې یې ترلاس لاندې نیولې وه د یوه عیني شاهد په توګه له تاسودرنو یارانو سره شریکه کړم داسې :  د ۱۳۶۹ کال  وروستۍ ورځې وې، زه د استاد علامه رشاد کور ته دهغه د اویایمې کالیزې د نماځنې د بندوبست په موخه ورغلی وم چې له ده سره مشوره پرې وکړم، زه سهار وختی ورغلم، نژدې غرمه وه چې ما اجازه وغوښته خو استاد په جدي لهجه را ته وویل چې تلای نه شې،میلمانه راځي له ماسره به مرسته وکړې، زموږ داخبره لا پای ته نه وه رسیدلی چې دعمومي سړک له خوا د میلمستون د دروازې زنګ وشرنګیده، استاد ما ته وویل چې، ته به ورکته شئ ،هغوی به پورته را ولې …  زه ورکښته شوم ، خو دروازه ترمادمخه د استاد کوم لمسي ورپرانستې وه چې لیده مې د ډاکترنجیب الله لومړی مرستیال اروا ښاد هاتف صاحب او د لومړي وزیر خالق یار مرستیال ارواښاد عبدالقیوم نورزی دواړه له یوه عادي موټره له کښته شول او مخا مخ د استاد میلمستون ته راوختل، له روغبړ وروسته ارواښاد هاتف صاحب له نورزي څخه هیله وکړه، څوهغه لیک چې دایران دولت په دې وروستیوکې د ښه نیت په نامه له افغان حکومت سره د همکارۍ په موخه را استولی و استاد علامه رشاد ته ووایي، ارواښاد نورزي لیک ولوست چې په کې راغلی وو:« د ایران حکومت له افغان حکومت سره د مرستې او ښې ورورولۍ په موخه هڅه کړې چې پنځه ویشت (۲۵) زره مهاجرې کورنۍ افغانستان ته درستنې کړي … »  دا لومړی لیک و چې ارواښاد هاتف صاحب او ډاکترنحیب الله هغه ځواب کړی واود ایران له دولته یې مننه کړې وه ، خوپه تعقیب یې بل لیک د افغانستان دولت ته رااستولی وچې هغه هم ارواښاد نورزي ولوست او په کې لیکل شوي وو:« دایران حکومت په دغه برخه کې خپلې ټولې هلې ځلي ترسره کوي ، خو موږ په دغه اړه له افغان دولته هیله من یم چې دغه پنځه ویشت زره کورنۍ به افغان حکومت له ایران سره په پوله ولایتونو لکه هرات، نمیروز، فراه  اونورو کې ځای پرخای کوي … »

  علامه رشاد چې کله د دغو لیکونو متن واورید ترخه موسکایی وکړه او له هاتف صاحب څخه یې پوښتنه وکړه چې ته او داکترنجیب الله ورسره موافق یاست؟ هاتف صاحب وویل چې نه، ځکه :« ډاکترنجیب الله او زه وایو چې  که دغه کورنۍ افغانان وي، دوی د افغانستان د یوه کلي ، ولسوالۍ او ولایت اوسیدونکي دي، هغوی که رښتیا هم غواړي وطن ته راشي، موږ تیاریو چې دوی ته د دوی په سیموکې مرستې تیارې اوهلته یې ځای پرځای کړو، او که دغه کورنۍ ایرانیان وي او غواړي زموږ په پوله کې خای پرځای شي په دغه اړه معذرت غواړو، هم هلته دې له تاسو سره آرام وي … موږ ایرانیانو ته همدغه ځواب ور استولی دی … » د علامه رشاد مشوره هم دغه وه لکه چې هاتف صاحب او ډاکترنجیب الله اشاره ورته کړې وه. وګورئ دا هغه بله لویه توطیه وه چې ایران په ډیر مهارت سره دهغې ترپرده لاندې په دربدره افغانستان کې د خپلو راتلونکو شیطاني اهدافو په خاطر هڅه اوهلې ځلي کولې، هغه کار چې په رښتیا هم د ډاکترنجیب له حکومته وروسته د ایران له خوا د دوی د لاسپوڅو له خوا په هرات او نورو مرکزي ښارونو کې عملآ تطبیق شو چې بیایې د کابل په جګړو کې ونډه په هراړخیزه  دایران په ګټه موږ ولیده .

همداسې اوس نو په سیمه کې داسې یوهیواد نه و پاتې چې د ډاکترنجیب الله له حکومت سره د دوستي پرژمنو باندې ولاړ پاتې شي ، هندوستان چې تل یې له کابل سره  دتاریخي دوستۍ لاپې وهلې، هغوی هم له ډاکترنجیب الله سره په هغه کچه لکه چې له مجاهدینو په تیره شمالي ټلوالۍ سره خوله په خوله وو،مرسته ونه کړه ، ډاکترنجیب الله د هندوستان د ملی امنیت په خوندي ساتنه کې له هند سره لویې او نه هیرودونکي مرستې کړې وې چې جزیات یې زه دلته نه را اخلم، خو کله چې مجاهدینو کابل وران کړ او د اویا زرو په شاوخوا کې کابلیان یې ووژل ، دوی نه یوازې له نجیب الله سره خپله خواخوږي ونه ښوده بلکی برعکس ځان  یې د مجاهدینو له بدنامي شمالی ټلوالې سره وتاړه او هغه څه چې دډاکترنحیب الله حکومت له هند سره درلودل او یایی ګډ مرام و، هندي مقاماتو هغه ټول له یاده وایستل ، نړیوالې ټولنې هم پرهند باندې فشار واچاوه چې ډاکترنجیب الله باید له کابله خوندي هندوستان ته خپلې کورنۍ ته ورولیږدوی، خو دوی بیا هم په دغه برخه کې د رباني او نورو نجیب الله دښمنو ډلو خبره چې نه یې غوښتل نجیب الله له کابله ووځی ومنله، او د هغه د ایستلو پروژه یې همداسې پریښوده ترڅو چې د طالبانود څپاو په ترڅ کې د پاکستاني ای اس آی اودهغو داجیرو له خوا ډاکترنجیب الله شهید شو، د ډاکترنجیب الله د شهادت په مسوولینو کې هندوستان او د هند دهغه وخت  کانګرسي واکمن مقامات، دکابل قصاب دزمردو قاچاقبر اوبې مروته دوستان اوجنرالان هم له شکه پرته راځي …

دا هم د شهید ډاکتر نجیب الله ورور او کورنۍ یې په پنجشیرکې

 د دغه لنډ بیان په پایله کې، اوس یوه لنډه پوښتنه داسې مطرح کوو چې،  داسې یوه واکمن اوداسې یوه نومیالي ته چې له لویدیزه ترختیزه یې ټول جابر طاقتونه دښمنان شوي وو څه ویل په کاروو اولویه تکیه به یې بیا هم پرچا وه ؟ زه چې د دغې دورې عیني شاهد یم او دغه کرښې دلته له تاسو ګرانو دوستانو سره شریکوم ، په پوره باور سره ویلای شم چې ډاکترنجیب الله دیوه افغان واکمن په توګه  ترهرچا زیات پرخپل ملت اودهغه په ویاړلي تاریخ باندې دزړه له کوي باورمن او ډاډمن و، دا باید د یوه رښتینی افغان په توګه  ومنو چې له ده سره  د نړیوال تاریخ په دغه مهمه شیبه کې لویه درغلی شوې ده، دی یوفرد نه و، بلکي دهغه ملت دمشروچې دده په خپله وینا سخته جفا د ده په شته والي کې ورسره شوې وه دی دهمدغه ملت په ننګه ودرید، ده د خپلې واکمنۍ پرمهال هغه دننګ اوعارویاړ لکه چې د ده سلف د شورویانو په وړاندې خپلې غاړې ته اچولی وله خپلې غاړې په بشپړشهامت سره لرې کړ، ده لکه د خپلو اسلافو غوندی شورویانو ته دغلامۍ سرټیټولو پرځای دا ذمه ووهله چې: « تاسو ځئ موږ د خپل وطن دفاع کولای شو…»  ما مخکې یاده کړه چې نجیب الله به داسې بدو تاریخی شرایطو کې را ښکیل شو چې ټولو هغو ځواکونو، اشخاصو او د دده نژدي ملګرو، چې په سر کې یې ستمی ایتلافیان د ده د نژدی دوستان اوملګري د سلیمان لایق په ګډون ترې واوښتل، او که نه پنځه کاله خپلواکه دفاع چې له وطن او خلکو یې کوله څه ساده خبره نه وه، یو ځواک، یوه ډله چې د هیواد ګټو ته وفادارول له ده سره وه، هغوی له ده سره منلې وه چې موږ وینودرکوو ته باید له هیواده دفاع وکړې او نجیب الله د خپلو روڼ اندو ملګرو، خلکو او پوځیانو دغو سرښندونو ته د وفادارۍ سرټیت کړی و، په دغه اړه د شمال دنامتوقوماندان عطامحمد نور دغه اعتراف د یوه حقیقت په توګه دیادونې وړدی لکه چې وایي : « ډاکترنجیب الله وقتی روسها رفت مردانه وارجنگید، اگرما ازداخل رخنه نمی کردیم تا ده سال دیگرهم قدرت خود را ادامه میتوانیست … »  (مصاحبه عطامحمد نور در یوتیوب ) . شهید نجیب الله په همدغو سختوشرایطوکې د یوې پیاوړې ادارې رامنځ ته کولو اراده وکړه، او په دغه ملي پرتم کې یې  دواک تروروستۍ شیبی پورې خپلو خلکو او خپلو ملګرو ته دروغ ونه ویل ، هغه ترهرڅه د مخه په خپلو تیرو باندې دزړه له کومي انتقاد وکړ، دځان اوملګروهغه درواغ اوغیرعملی لاپې شاپې چې دملت له پاره د زغم وړ نه وې له منځه یووړې، هغه نه غوښتل چې دخپل ملت، خپلې ملي ژمنې په وړاندې دوه رنګۍ تګلاره ولري، نجیب الله هغه څه چې دغه ملت په شلمه پیړۍ کې اړتیا  ورته درلوده چې هغه سوله وه له خلکو پټه نه کړه اوهغه یې دیوې ملي اړتیا په توګه اړینه وبلله،  هغه دخپل مکارتاریخی دښمن پاکستان په وړاندې چې د افغانستان د بربادۍ ذمه یې امریکا ته وهلې وه سخت بې رحمه و، هغه دلومړي ځل له پاره د اختناق د دورې د پای ته رسیدو پرلامل د مطبوعاتو د آزادۍ له پاره لومړنی ګامونه اوچت کړل، ملي ورځپاڼې، دیوشمیرملی اومترقي څیرو لکه  شازما ن وریځ، سخي غیرت، اوهمداسې یوشمیر دولتي آزادي خپرونې لکه سباوون ، اخبارهفته او قلم خپرونې او جریدې وې چې آزادۍ خپرونې یې کولې او خلکو ته یې پردولت او حکومت باندې د انتقادی جرآت ورکاوه. په هیواد کې د خبره کسانو، لیکوالو اوشاعرانو خبرو خپل ځای درلود، په ادبي او فرهنګی برخو کې روڼ اندو ته د ځانګړو او خپلواکو ټولنو او انجمنونو د فعالیتونو لارې اوارې شوې  د خوشحال ، سید جمال الدین ، مولانا، هرات ، سنایی ، ناصرخسرو ټولنې او انجمنونه د ډاکتر نجیب الله په دوره کې را پورته او په فعالیتونو یې د افغانستان په مرکز کایل او نورو ښارونو کې لاس پورې کړ.

د سباوون مجلې یوه ګڼه

د هغه په دوره کې د ښځو له پاره د قلابۍ آزادۍ سوال نه و، ښځو او نجونو هغه آزادۍ چې په افغانستان کې یې دیوې پیړۍ په اوږدو کې درلودې اوس هم درلودې ، د نجیب الله له پاره  د بشری ترقۍ لامل زده کړه وه ، ده زده کړې او ښوونکي ته په خپل وخت کې زیاته پاملرنه وکړه، هغه ښوونځي ونه تړل ، هغه یومهال اعلان وکړ چې د وطن دښمنانانو تر دوه زره زیات ښوونکي او معلمان د زده کړې په ګناه شهیدان کړي دي، خوبیایی هم هیواد ته ، خلکو ته او ځوانانو ته شعارد او چې زده کړه د هیواد له بدمرغیو دنجات یوازنۍ لاره ده  چې په هراړخیزه توګه یې دنوي عصر له غوښتنوسره سم د ښوونې او روزنی له پاره علمی هلې ځلې پیل کړې اود ښوونې او روزني وزارت یی دهیواد نامتو ترقي غوښتونکې میرمنې (معصومي عصمتی وردګ ) ته وسپاره…

دهیواد اوپوهې دلارې ملی اومترقي مبارزه ، عالمه ، شاعره  اولیکوال میرمن عصمتی وردګ

لنډه داچې ، ددغوټولو کړنوچې د ډاکترنجیب الله په دور کې ترسره شوې ، په هغوکې د خلکواوهیواد په وړاندې له صداقت او رښتینولۍ پرته نورڅه نه لیدل کیدل، دولتی اداره د ایماندارۍ او صداقت سمبول وه، د خلکو د هوسایئ په خاطر د ټولنیزو خدمتونو لړۍ په هراړخیزه توګه فعاله وه، رشوت اوخیانت اوله ملي شتمنیو څخه ناوړه ګټه اخیستنه په انفرادي او ډله ییزه توګه دوجدان او ایمان خرڅول ښکاریدل، د ادارې هرغړی د کاراوخدمت په لومړي اود امتیاز په وخت په وروستی کتارکې وو…

د خلکو اوهیواد په  وړاندې قربانی اوځان تیریدنه هغه ځانګړنه وه چې د ډاکتر نجیب الله عصرته له تیرو په میراث ورپاتې ، صداقت اوایمانداري ، قرباني او ځان تیریدنه وه چې د هغه عصرد ټولنیزهڅون په استازیتوب یې له ډاکتر نجیب الله څخه  ملی اساطیري شخصیت جوړکړ،  ده اویارانویې په خپل وخت کې پرخلکو او ملت ، پرتاریخي افغانستان باندویاړکاوه  همداده چې که موږ وغواړو اوکه نه، زموږدملت له ضمیره همدا یوغږ په اوچتیا سره پورته کیږي چې : « که زما په دعا کیږي، الله ج دې د جنتونوسردارکړه…»

هو، دا دملت د عاده، دا دهغه انسان دوسته نسل دعاده چې دده په قربانۍ باندې به په تلپاتې توګه د سرلوړي اومسلمان افغان په توګه ویاړي .

چې پیدا شوې تا ژړل خلکو خندا کړه

داسې مړشه چې ته خاندې خلک ژاړي

درناوی

پروفیسور رشید

د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر ۲۵

ادمنتون –  کاناډا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply