دا د پټي سر ده پټى شاته سورور ده

ليکنه ،عبدالوحيد وحيد

792

پخوا به افغانان د احمدشاه ابدالي او شيرشاه سوري په قوم پورې تړلي افراد بلل کيدل. په هره خوا او هر هيواد ته به چې تلل درنښت يې کيده، د عزت په سترګه ورته کتل کيده. اوس داسې نده په هوايي ډګرونو کې د ترهګرو، د مخدره توکو د سوداګرو, بلواګرو او يا هم د انساني قاچاق په سترګه ورسره چلن کيږې. په پلټنو کى ډير تحقير کيږي، توهين کيږې او ځورول کېږي. په غربي هيوادونو کې د پناه غوښتونکو خلکو په ډلو کې د هيڅ قوم او نژاد پيچلي مغلقې او اوږدمهاله دوسيې نه وي، خو افغانان په کلونو کلونو ځوريږي.  لامل يې هم داده چې مونږ  په خپلمنځي جګړو کې له ټولو سرو کرښو څخه اوړو، نه مو جګړه معيارونه لري او نه هم د سولي لپاره پرنسيپونه لرو. دلته ديني عالم، ډاکټر، ښونکۍ ملکي مأمور، مدني فعال، د ښاروالي زېړپوښه ملازم حتى د ماشومانو او ښځېنه د وژلو لپاره هم دلائل وړاندي کيږې او مشروع ګڼل کېږي.

په جنازو، هديرو،  مساجدو، مدارسو، عامه غونډو، حتى رب العزت ته په سجده نسکور سرونه هم په ګوليو سوري شول،  منبر او محراب کې هم وينه توى شوه، پوهنتون په وينو ولړل شو.  د دولتي ودانیو، ښونځيو سرکونو او پلونو نړول دود شو او د روغتون په بستر کې پراته تازه زېږېدلى ماشومان او ميندې وویشتل شو. ايا له پورتنیو دردونکو پيښو وروسته مونږ ته په جګړه باندې د وياړ مقام پاتې دى؟  له دين او يا له خاورې څخه د دفاع په نوم هغه وحشتونه وشول چې نه يې په دين کې توجيه شتون لري او نه هم ورته د نړئ هيڅ تمدن مشروعیت ورکولاى شى. اوس پوهيږو چې جګړه  د واک او نيابتي ده خو نومونه ورته سپيڅلي غوره شوي دي.

مونږ په ځپونکې او وژونکې کورنئ جګړه کې نښتي يو. د دفاع وزارت وياندويان په وياړلې لهجه د سوونو طالبانو د وژلو خبره کوي. طالبان د دولتي ودانيو نيول او د افغان عسکرو وژل فتوحات ګڼي. ارګ لاهم د منلو وړ وړانديزونو کولو په ځاى د ګواښونو لهجه کاروي او طالبان د سقوط، مساقطې او اسقاط په نشه کې ورک دي. دواړه اړخونه د اوسني ترينګلى وضعیت د ارزونې او د  احتمالي فاجعې د مخنیوي په کيسه کې نه دي. نړئ هم  ننداره کوي.  کله چې مونږ په خپله سره وژنو، نو پردي به څه وکړي؟

مونږ اوس ولې د خپلو ګناهونو پړه په پرديو باندي اچوو؟ طالبانو په کراتو مراتو چيغې وهلې چې؛ که بهرني ځواکونه ووزي، مونږ افغانان ستونځې هوارولای شو او سره جوړېږو. ارګ او د سولې عالي شورا پاکستان ته زارئ کولې چې طالبان ورسره خبرو ته کينوي، خو داده  بهرني ځواکونه وزي او د بين الافغاني مذاکراتو کال پوره شو، خو مونږ هيڅ لاسته راوړنه نلرو، ځکه چې مونږ د شخړو د حل خپل پخواني دودونه له منځه يووړل. په مونږ کې هغه پخواني درانه مشران ووژل شول او يا مړه شول چې د ستونځو د حل هنر يې زده وو. اوس دلته د توپک حکمراني چليږي.

د بازانو په ځالو ټپوسانو قبضه وکړه. د ابدالي بچيان د خپلو رنځونو  په درملنه پسې نورو هېوادونو ته ځي. زمونږ مشران اوس دوه تابعيته لري. په بده ورځ کې له ولس څخه د تيښتې لاره خپلوي. د ابدالي لمسيان په خپلمنځي جګړه اخته دي. يو بل سره وژني. جګړه پردئ، توپک پردى، باروت پردي او موخې پردئ دي. اوس دغه منطق ښه پلويان لري چې که په جګړه کې د خلکو زامن ووژل شي، خير ده، خو په سوله کې باید غټان د امتیاز بايللو ريسک وانخلي. د سولې لپاره مو په يوکال کې يو قدم پرمختګ نلرو. بربنډ حقيقت داده چې له مونږ څخه جنګي ماشين جوړ شوى دى. وژل کولاى شو خو رغول او ژغورل مو له سره زده نه دي.

د ارګ لخوا د فساد په وړاندې د مبارزې، د موازي ادارو جوړولو، د ملي او سياسي اجماع جوړولو، سولې ته د ژمنتیا چيغو  غوږونه راته کاڼه کړل، خو دعمل په ډګر کې داسې هيڅ نه ښکاري چې موخو ته تر رسېدو پورې څومره مزل پاتې ده او څومره مو پرمختګ کړى دى؟   د فساد ويروس د سرطاني غودې غوندي زمونږ په ټولنیز بدن کې له عدليې نيولي تر اجرائیې، مقننې او د ژوند تر هرې برخې پورې رسیدلې دى.

بدبختي لا داده چې له فساد سره د مبارزې په نوم د فساد پراختیا ته وده ورکول کېږي. د موازي ادارو له تأسيس سره سره د فساد ګراف ورځ تربلې لوړ ځي.

د سولې او د فساد د نوغې ايستلو لپاره حکومت  د هيچا مشوره نه مني. د موازي ادارو تاسيس د سولې وزارت جوړول، وزيرانو بدلول، د سياسي رقيبانو  ګواښل او د فساد بنسټګرو ته پروتوکول ورکول سليقوي چلن ګرزيدلى دى. هره ورځ د چارواکو د ګمارلو او لرې کولو لړئ د ارګ د مطلقې بي کفايتي او د مديريت د وړتیا د نشتون تر ټولو ستره بيلګه ده.

ولس لا د مخه پوهيده چې د امريکا له هوايي حمايت څخه پرته زمونږ امنیتي اورګانونه د طالبانو د بريدونو د مخنيوي لپاره تجهيزات نلري خو ارګ په سرټمبه توب سره د واک حرص په سر اخيستى ده او قطعاً لا تراوسه داسې وړانديز نه مني چې واک يې ګواښل کېږي. د ارګ ملاتړي او ړانده مقلدين پرته له دې چې د ستونځو عمق ته ننوزي چيغې پورته کړي چې موقت حکومت د پاکستان غوښتنه ده او دا به کله هم عملي نشي. اوس داسې معلومیږي امریکا په دومره تيزي سره د ولسوالیو د سقوط په بهير باندې عمداً سترګې پټوي. ولس د فاجعې د تکرار شېبې شماري.

د ارګ چارواکو!
ښه شوه چې تاسو له ډيرو هلو ځلو وروسته د بايدن د ليدلو فرصت ترلاسه کړ. تاسو امریکا ته روان ياست. فکر نه کوم له تاسو سره داسې پياوړئ استدلال او منطق شتون ولري چې په واک کې د پاتې کېدو ملاتړ ترلاسه کړئ. د حالاتو قابو کولو اخري فرصتونه مه ضايع کوئ. د سولې لپاره په ملي او سياسي اجماع جوړولو کې ناکام ياست، د سولې لپاره يوازي د ولس او نورو په قرباني حساب کوئ په خپله د قرباني ورکولو رغنده وړانديزونه نلرئ. هيله مو داده چې که څه هم اوس نا وخته ده، خو کيداى دا اخرى فرصت وي چې که   ايتلافي/ موقت /عبوري او يا هم بې پرې موقتي ادارې ته په واک سپارلو سوله راځي نو د تاريخ په محکمه کې د مجرم پيژندل کيدو له پريکړې وړاندي دغه کار وکړئ. د بسيج مردمي په نوم د توکميزو او شخصي مليشو جوړولو تصور هم مه کوئ. دا به تر ټولو خطرناکه لوبه وي. نجيب همدغه سهوه وکړه چې له هوايي ډګر څخه را وګرزيده. له نظام څخه د ساتني په نوم د نظام دښمن هم وسله ترلاسه کولاى او سيستم ګواښلاى شي.

طالبانو!
د يوه دردمن افغان په صفت درته مخاطب کيږم.  سقوط او د سيمو نيول بريا نه ده. دلته مخکي هم سقوطونه شوي دي خو ستاسو په شمول هيچا بريا نه ده ترلاسه کړې. دلته ډير نظامونه نسکور شو خو هيڅ نظام په بشپړه توګه جوړ نشو. دا د پټي سر ده پټى شاته سورور ده. نور ډير کږليچونه او کنډوونه شتون لري. په اسلامي نظام کې افغانان هيڅ ستونځه نلري. دغه هدف ته په رسيدو کې درسره همغږي يو. مګر  پام مو وي چې اوسنى افغانستان ډير بدل شوى دى. له نورو احزابو اقوامو او پرګنو پرته تاسو ولسوالي حتى ولايتونه نيولاى شئ خو حکومت نشئ کولاى نظام نشئ جوړولاى سوله نشئ قائمولاى او هيواد نشئ مديريت کولاى.

د  مبهمو الفاظو او غوښتنو پر ځاى د واقعي اسلامي نظام خاکه ځانګړتیاوې او نورې غوښتنې په مشخص ډول وړاندې کړئ چې دقيقاً تاسو څه غواړئ. فکر مه کوئ چې يوازې تاسو ياست چي په ډګر کې لوبه کوئ. دلته د پردې ترشا او د پردې پرمخ نور خطرناک بانډونه هم شتون لري چې له فرصت  څخه په ګټه اخیستنې ګډوډي او وارخطايي جوړه، نظام وننګوي او د نسکوريدو لامل جوړ شي. همدا اوس هم له نظام څخه د فاع په نوم د وسلو د ويشلو خطرناکه لوبه روانه ده. په بشپړ باور سره درته وایم چې بيا يې جوړول ستاسو د وس او توان خبره نه وي، خو د پړې ګوته به تاسو ته نيول کيږي. په ولس باور وکړئ! سقوط او نيول اسانه خو جوړول او سوله ګران کار ده. ناکامي تجربې مه تکراروئ. له نورو افغانانو سره په ګډه داسلامي نظام د باعزته ژوند او د وران هيواد ابادي ته ملا وتړئ.

په درنښت، عبدالوحيد وحيد،

 د چنګاښ لمړى نېټه ١٤٠٠ لمريز کال، کابل افغانستان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.