د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر شیخ رشید وروستۍ څرګندونې ستایلي او ویلي یې دي، چې افغانستان د شیخ رشید په څېر زړه ورو اشخاصو ته ضرورت لري؛ ترڅو د پاکستان اصلي څېره افشا کړي.
نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې پاکستان اوس د طالبانو له ملاتړ څخه انکار نه شي کولای.
باید یاده شي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید په خپله وروستي مرکه کې ویلي وو، چې طالبان د پاکستان خپل خلک دي او مونږ ورته د ژوند هر ډول اسانتیاوې برابرې کړې.
نوموړي دغه راز د پاکستان په روغتونونو کې د زخمي طالبانو د ښې درملنې خبره هم کړې وه او له طالبانو یې غوښتي وو، چې خپل کور«پاکستان» کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې راپورته شي.
تر دې وړاندې بیا پاکستان کې د ترهګرو د روزلو پر سر د حمدالله محب او یو شمېر پاکستاني چارواکو ترمنځ توندې خبرې هم تبادله شوې وې.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.