شېخ رشید: طالبان دې خپل کور “پاکستان” له ترهګرو وساتي

609

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد په خپلو ورستیو څرګندونو کې ویلي، چې د پاکستان په دننه کې جګړې د پخوا په نسبت ډېرې شوې او طالبانو ته په کار ده، چې د یادو ډلو پر وړاندې راپورته شي.

نوموړي ویلي، چې طالبان دې د پاکستاني طالبانو«تحریک طالبان پاکستان» په شمول هیڅ ډلې ته اجازه ورنه کړي، چې د پاکستان په خاوره کې ورانکاري ترسره کړي.

رشید هیله څرګنده کړې، چې افغاني طالبان دې له پاکستان سره په دې برخه کې خپله ټوله همکاري وکړي او خپل کور«پاکستان» دې له ترهګرو پاک کړي.

هغه زیاته کړې، چې ځینې ډلې هڅه کوي، چې په پاکستان کې ګډوډي جوړه کړي؛ خو پاکستان ډاډه دی، چې طالبان به هیڅ وخت هغو ډلو ته اجازه ور نه کړي، چې په یاد هېواد کې ترهګري ترسره کوي.

رشید یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې طالبانو په افغانستان کې تر بل هر وخت جګړه تېزه کړې، چې ګڼ شمېر پاکستانۍ ملیشې هم ورسره ملتیا کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.