خبرونه خسرو ناضري: طالبانو بشر ضد جنایتونه پیل کړي؛ باید د فشار لاندې راشي

651

د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان کې د طالبانو جګړه دا ښيي، چې یاده ډله پر سولې باور نه لري او نه هم د افغانستان د ابادي کوم فکر ورسره دی.

د تاجکستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال له خپل افغان سیال سره په لیدنه کې ویلي، چې په ورستیو کې د طالبانو  له لوري د عامه تاسیساتو نړېدو او د تاوتریخوالي لوړېدو اندېښمن کړی او په کار ده، چې یاده ډله د جګړې پر ځای اوربند ته مخه کړي.

نوموړي ویلي، چې طالبانو وښودله، چې دوی بشر ضد جنایتونه کوي او انساني ارزښتونو ته هیڅ درناوي نه لري؛ نو په کار ده، چې دوی د فشار لاندې ونیول شي او له افغان حکومت سره خبرو ته کیني.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې افغانستان کې جګړه د سیمې په ګټه نه ده او تاجکستان چمتو دی، چې په دې برخه کې خپله ټوله همکاري وکړي.

ناضري یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې همدا اوس هم د طالبانو له لوري د هېواد په ګڼ شمېر سیمو کې جګړه روانه ده او په نیول شویو سیمو کې یې عامه تاسیسات، روغتونونه او مکتبونه سوځولي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.