هغه ورځ چې امیر کبیر وژړل

سید عبید الله نادر

1,082

 د فیسبوک د ملګرو څخه اخیستنه او په پښتو  کې یې ژباړه د ملایانو د پاره د پند او عبرت او د عصری علم او فن د هڅونۍ احساس ورکول

۱۶۸ کاله د مخه لمړنۍ واکسیوناسیون د امیر کبیر په فرمان پیل شو، یو څو ورځي وروسته یې امیر کبیر ته خبر ورکړلو ،چې د ایران دیني علماوو یعنی ملایانو په هیواد کې داسي پرو پاګنډه خپره کړي ده، چې د واکسین د وهلو یا اخیستلو په ذریعه پیریان د انسان په وینه کې ننوځي ، امیر کبیر حکم وکړو چې، هر څوک واکسین نه کوي ، باید پنځه تومانه جریمه ورکړي ، خو د ملایانو د خبرو اثر په خلکو کې ډیر زیات وو ، هغوي چې پیسي درلودلي او بډایان ول، هغوي پنځه تومانه ورکړل ،او د واکسین د اخیستلو څخه یې ځانونه معاف کړل ،هغوي چې هیڅ نه درلودل په کورو کې پټیدل ، وروسته د یوه مودې نه څو تنه یې د امیر کبیر محضر ته راوستل ،چې د هغوي ماشومان د واکسین نه اخیستلو له وجهي د چیچک په مرض اخته او بیا مړه شوي وو ، امیر کبیر د حاضرینو به مخکي په ژړا پیل وکړ ، مرزا آقا خان په ورو امیر کبیر ته نژدی شو او وي ویل : چې د دوي بچیان خو د دوي د خپلي نادانۍ په وجهی مړه شوي ،امیر کبیر وویل : د دوی د نادانۍ مسوول هم مونږه یو ، که مونږ په پوره اندازې سره مکتبونه جوړ کړي وای ،نو ملایانو به خپل د ټګی او مکر څادر ټول کړی وای ، په ریښتیا چې د ملتونو د پرویتو او غورځیدو او وروسته پاتي کیدو دوران هغه وخت پیل شو ،چې د سالم تفکر ځای (تقلید)،او د کوښښ او تلاش ځای ( دعا )،او د لوړو آرزوګانو د تصوراتو ځای( قناعت) او د رسیدلو او پرمختګ د ارادۍ ځای (قسمت) ونیو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.