امرالله صالح د محسن داوړ له څرګندونو هرکلی وکړ

487

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح د پاکستان د پارلمان غړي، محسن داوړ د پرونۍ څرګندونو هرکلی کړی. داوړ د افغان جګړې په اړه ويلي چې پاکستان يو ځل بیا هغه تیروتنې تکراروي چې اوس یې سیاسي مشران پرې پښیمانه دي.

محسن داوړ، تيره ورځ د (جولای ۱۶مه) پر خپل ټويټر ليکلي چې هغه غوښتل په ملي اسامبله کې د پاکستان په پيښور او کوټه کې د طالبانو له خوا جوړو شوو غونډو په اړه خبرې وکړم، او د پاکستان په اړه د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستيال د مطرح شوو څرګندونو په اړه وضاحت وغواړم، خو د خبرو کولو اجازه رانکړل شوه. محسن ليکلي: «ماته اجازه رانکړل شوه چې خبرې وکړم. د پاکستان حکومت څه غواړي پټ کړي؟»

داوړ د پاکستان په ملي اسامبله کې د خپلو خبرو يوه لنډه ويډیو پر ټويټر خپره کړې ده. هغه په دغه ويډيو کې وايي چې له څو ورځو راپه دېخوا په افغانستان کې حالات مخ په خرابیدو دي او د هغو اغیز دلته (پاکستان) لیدل کيږي. له بلې خوا د څو ورځو راهيسې په پيښور او کوټه کې د طالبانو له خوا غونډې کيږي.

تر دې يوه ورځ وړاندې امرالله ويلي وو چې د «پاکستان پوځ افغانستان ته رسما خبرداری ورکړی چې د سپين بولدک بندر د بیرته نیولو په موخه به يې هر ډول پوځي هڅه د دوی د هوايي ځواک له غبرګون سره مخ شي.» صالح زياته کړې وه چې آیا «کوم بل ثبوت هم اړتیا شته؟»

محسن داوړ د خپلو خبرو په ادامه د امرالله صالح دهمدغي ادعا يادونه کوي او غواړي چې په اړه يې وضاحت واوري، خو نور اجازه نه ورکوي چې خبرې يې بشپړې کړي.

امرالله صالح نن داوړ ته په خطاب کې ليلکي دي چې موږ ستاسو غږ واوريد. هغه پر خپل ټويټر ليکلي دي:«وروره موږ ستاسو غږ واوريد. له آمو نه نیولې تر د اباسينه په لسهاوو میلیونو کسانو ستاسو غږ په لوړ آواز واورید.»

دغه څرګندونې په داسې وخت کې کیږي،چې د افغانستان او پاکستان تر منځ روابط له پخوا هم ترينګلي شوي دي. پاکستان د امرالله صالح ادعا رد کړې. د رپوټونو پر اساس افغان ولسمشر اشرف غني پاکستان ته د هر افغان پلاوي پر سفر باندې بنديز لګلولی دی.

تيره ورځ اشرف غني او عمران خان د منځنۍ او سويلي اسيا د کنفرانس په څنډه کې د ازبکستان په پایتخت، تاشکند ښار کې سره ولیدل. دوی دغه راز کنفرانس ته خپلې ويناوې هم وکړئ.

غني په خپلو خبرو کې پاکستان د افغانستان په جګړه کې پر لاس لرلو تورن کړ. هغه د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل: «استخباراتي اټکلونه ښيي چې په تېره یوه میاشت کې له پاکستانه ۱۰ زره جهادي جنګیالي راغلي دي او همدارنګه د پولو پورې (آخوا) ترهګریزو سازمانونو له لوري د دوی ملاتړ ښيي.»

Afghanistan, Kandahar province | Einsatz der Afghan Special Forces gegen die Talibanپه کندهار کې د افغان ځانګړو ځواکونو یو سرتيری او د جګړې له ځایه بيځایه شوي ولسي خلک

خو د پاکستان لومړي وزير بیا پر دغو خبرو خپګان ښکاره کړ. خان وويل چې دوی په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي او تر پاکستان ډير بله هیڅ چا د مذاکرو میز ته د طالبانو د راوستلو هڅې نه دي کړي. خان وويل: «زما له نظره پر پاکستان باندې د افغانستان د موجوده حالاتو پړه اچول، نهایت بې انصافي ده.»

د پاکستان د ملي اسامبلې غړي محسن داوړ چې د پښتون ژغورنې خورځنګ مخکښ غړی هم دی، دغه راز ويلي دي چې پاکستان یو ځل بیا هغه تیروتنې تکراروي چې د تیر او اوسني پوځي او سیاسي رهبري يې ورباندې پښیمانه دي. هغه زیاته کړې ده: «مخکې له دې چې ناوخته شي د افغانانو وينه بهیدنه باید ودرول شي.» داوړ دغه خبرې پر خپل فیسبوک د «افغانانو وینه تويونه ودروۍ» هشتګ سره خپرې کړي دي.

محمد کریم صالح، دویچه یله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.