د رادار لمړنۍ دستګاوي د فرانسې څخه افغانستان ته ورسیدلې

549

د ملکي هوانوردۍ ادارې اعلان کړی دی، چي د افغانستان د فضايي حریم د کنټرول پخاطر د رادار لمړنۍ دستګاوي نن شنبه د فرانسې څخه افغانستان ته رسیدلي دي. 

د فرانسې د تالس شرکت سره په افغانستان کي د رادار د مستقلو دستګاوو د نصبیدو دغه قرارداد د ملکي هوانوردۍ د ادارې سره د ۱۱۲ ملیونو یورو په ارزښت امضأ سوی دی. په نظر کي دي، چي د رادار دغه دستګاوي به د افغانستان په ۱۲ برخو کي نصب سي.

د ملکي هوانوردۍ اداره وايي، چي د دغو دستګاوو په نصبیدو سره د صفري نقطې څخه تر ۴۵ زره فوټه (۱۳۷۱۶ متره) پوري د افغانستان د فضايي حریم د کنټرول زمینه مساعدیږي.

دا هم په داسي حال کي ده چي د افغانستان څخه د خارجي قواوو تر وتلو وروسته د دغه هیواد د هوايي میدانو د امنیت مسأله د ناټو د غړو هیوادو په منځ کي د بحث یوه مهمه موضوع ده.

د ناټو غړو هیوادو مشرانو موافقه کړې ده، چي د افغانستان څخه د بین المللي قواوو تر وتلو وروسته هم د کابل د هوايي میدان د ساتلو پخاطر خپل مالي ملاتړ ته ادمه ورکوي. ترکیه غواړي د کابل د هوايي میدان د امنیت د تأمین مسؤلیت پرغاړه واخلي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.