د افغان سفیر د لور تښتوونې تر شا پټ رازونه 

ډاکټر تاج الدین ملتمل

816
په چټلستان کې چې دا کوم کار شوی، دا ارادی او د لاندی څو موخو لپاره شوی دی:
۱- استعمار او اخلاقیات دوه متضادی پدیدی دی. استعمار هلته او په هغو خلکو کې ښه نفوذ کولای شی چی په اخلاقی لحاظ ټیټ او سپک وی، د بلې خوا استعمار د مستعمرو د خلکو اخلاق خرابوی او بد اخلاقه خلک د هغو ټولنو واکدارانوي. د چټلستان د استخباراتې ادارو مشران چې لا تر اوسه هم د برطانوی استعمار تر اثر لاندی او د دنیا بل هر استعمار ګر ته د هر نوعه اخلاقیاتو خلاف کارونه تر سره کوی.  استعمارونو د دوي اخلاق دومره ځپلې دی چی د اسلام حتی انسانیت پکې نښه هم نشته، چې په خواشینې سره دغه د اخلاقو ضعف د پنجاب پر عام ولس هم دومره اثر کړی چی په یوه اسلامې هیواد کې د جوماتونو تر خوا ښکاره فاحشه خانې، د پاکستانې نجونو خرڅول په چینایانو چې د جنسی تجارت کار وبار ته وړی هم دوی ته بی تفاوته کار دی.  نو پاکستان چی اوس د خپل د مرګ او بقا شیبې شماری ، چارواکو یی پدی رزیلانه عمل استعمارګرانو ته دا اشاره ورکړه چې موږًستاسو د خدمت لپاره تر بل هر چا د خپل ملی، دینې او حتا د ناموس د  ارزښتونو ختمولو ته تیار یوو.
۲- استخبارانې اداری کله کله په ټولنو کې د شعور او د خلکو د عکس العمل د کچې د معلومولو لپاره ځنې داسی کارونه کوي چې د هغی له مخی دوي د عکس العمل د ارزونې په اساس خپل نتایج تر لاسه کوی.  د مثال په ډول، زما په یاد شی چی زه تنکې ځوان وم، د افغانستان پاچا ظاهر شاه ته یی کوم مشاور ویلې وه چې ستا ملت ډیر ناپوهه دی احتیاط کوه.  ظاهر شاه نه منله، هغه مشاور ور ته وویل چی اجازه راکړه در ته یی ثابته کړم.  بله ورځ ډنډوره شوه چی «خری انسان ماشوم راوړی» دا خبره دومره عام شوه چی اعلان وشوه چې د جمعی په ورځ هغه خره او ماشوم یی چمن حضوری ته راوړل کیږی.  پدغه ورځ په زرګونو کسان چمن حضو ری ته راټول شول چی د خری ننداره وکړی، خو نه خره راغله او نه یی ماشوم.
نو د پاکستان استخباراتې ادارو دا کار په قصدی توګه د دی لپاره کړی چی څو شیان وازموي.
۱- د پاکستان د خلکو اسلامیت، او انسانیت، ځکه دا کار هم د اسلام او هم د انسایت خلاف عمل دی. اوس به وګورو چی د پاکستان مفتیان، ملایان او خلک څومره ځانونه اخلاقې ثابتولای شی.
۲-  دوی په نړیواله کچه د هیوادونه او دیپلوماتیکې اداری و ننګولی چی تر کومه حده په خوب ویدي او د اخلاقیاتو ننګ کوونکې دي. د دی به هم پته ولګیږی.
۳- دی د لر او بر افغانانو افغانیت او د محکومو او ازادو پښتنو پښتولې ننداری ته کیښوده چې دا ثابته کړی چې موږ نور تاسو ته د افغایت، اسلامیت او پښتونولې په نوم څه ندی در پریښی.  دا به هم وګورو .
۴- دوی د افغان دولت چارواکې و ننګول چی دوی څومره ذلیل شوی دی؟ ایا د خپل دولتې حیثیت او افغانې ناموس نه د دفاع څه بوی پکې شته که نه؟
۵- تر ټولو مهم دا چی دوی تالبان  او خپل جهادی حلقه به ګوش غلامان هم وننګول چی تر کومه حده دوی لا هم عقل لری، ایا لا تر اوسه هم پدوي کې د اسلام او افغانیت څه اثر پاته دی، چې د خپل افغانې  ناموس نه دفاع وکړی.  تر څو په دوی د خپلی پانګوونې نتایج وارزوی.
نو دا اوس د دغو ټولو انسانانو، حکامو، دولتونو، مسلمانانو، افغانانو او پښتنو پوری اړه لري چی د دښمن د دغه امتحان نه څومره په بریا راوزی، اوڅه نوعه عبرت تری اخلی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.