ایا ډاکټر صاحب اشرف غنې متفکر وه که نه؟

تاج الدین ملتمل

264

زما به اند متفکر هغه چا ته ویل کیږی چې د یوی موضوع یا یو مشکل لپاره داسی یو فارمول یا حل لاره راوباسی چې هغه نوی ، حقیقی او تطبیق کیدونکې وی.

دا څه دومره مهمه خبره نده، خو راست ګراوو (مجاهدین نمر دو) تری د محترم داکتر صاحب غنې د شخصیت وژلو لپاره تری ډرامه جوړه کړه. که دقیق متوجه شوو دا موضوع تنها د داکتر صاحب اشرف غنې اړوند نه بلکه ټول هغه افغانان چې بیرته هیواد ته راتلل او د دی هیواد په رغوونه کې ګټور تمامیدلای شووه، د منطقې د استخباراتو له خوا به د دوې د بی اخلاقو نوکرانو له خوا په ډیرو سپکو الفاظو یادیدل. مثلا قاب شوی، سګ شوی، سوشال والا، تکسی ران او نور. دا ټول هغه سپکوونکې کلمات وه چې د پردیو اجنټانو او بی شخصیته خلکو له خوا په ټولنه کې ترزیق او مروج کیدل. او زموږځوان نسل چی د اسنخباراتې کړیو او د دی عقبګراو نمبر دو جهادیانو په اهدافو خبر نه ول ، هغوی هم د داسی بی اخلاقه الفاظو تکرار کاوه. هر څوک چې خپل فکر په یو مسله کې په کار واچوی هغه متفکر دی. په هره ټولنه کې داسی اشخاص وی چې هغوی ته خدای پاک ځانګړی استعداد ورکړی وي، او کله ناکله د سختو ستونزو د حل لپاره یوه لار پیدا کوی. د دنیا دغه ټول اختراعات د متفکرینو د لاس محصول دی. متفکر ضرور نده چې د یو لوړ پوهنتون نه دی فارغ شوی وی. په افغانستان کې ډیر داسی عالی استعدادونه شته چې د دنیا نه مخکې دي، ولی د شرایطو د نه موجودیت له امله دغه لالونه تر خاورو لاندی پټ پاته دی.

نن مې د چای به وخت د بدلون جان انسان مل صاحب (زما دری کلن زوی) سره یو کارتون د حساب د نمرو په اړه لیده، چې واړه اعداد یی سره جمع کول.
دی مسلې زما توجه هغه فارمول ته ورواړوله چې مسلسل اعدادو د جمعه کولو لپاره ما دری کاله د مخه دغه لاندی اول فارمول پیداکړی وه. خو نن مې بیا یو بل فارمول پیدا کړ ، چې دا فارمول د هغه اول نه هم دیر اسانه دی. دلته خبل دواړه فارمولونه تاسو سره شریکوم .
د مثال په توګه که موږ د ۱- ۵ نمری سره جمع کوو نو (۱+۲+۳+۴+۵) جمع کوو چې ۱۵ کیږی خو دا یی اوږده لار دده.
زما د دغو نوو فارمولونو په اساس یی دوه لنډ فارمولونه دا دی.

۱- زما دری کلن پخوانې فارمول: د اخری نمبر سره یو جمع کړی (۵+۱=۶) بیا همدا نمبر (۶) په اخری نمبر (۵) کې ضرب کړی. ( ۵x۶ =۳۰) ک. بیا دا نمبر په دوو تقسیم کړی ( ۳۰٪۲=۱۵ ) ستاسو عدد درکوی.

۲- ننې لنډ فارمول: اخری عدد (۵) په منځنې عدد (۳) کی ضرب کړی ستاسو جواب ( د دی تولو مسلسل عددونو مجموعه درکوی (۵x۳=۱۵)ستاسو ځواب
دی. متوجه اوسی چې منځنې عدد د اخری عدد نیمایی ندی. بلکې د ټولو اعدادو په منځ کی راغلې عدد دی. که اخری عدد طاق وی نو منخنی عدد یی یو پوره عدد راځی چی د اعدادو په لست کی وی. مثلا د ۱-۳ اعدو لپاره ۲ منځنې عدد دی ځکه چې ۳ یی ښی لاس ته او ۱ یی چب لاس ته لیکل کیږی. خو که د اعداو اخری عدد منهم دا دا عدد په جفت نمبرو کې د عدد نیمایی وی. مثلا دکه اخری عدد څلور وی نو منځنی عدد د ۲-۳ په منخ کې یعنی ۲.۵ راخی.

منځنې عدد په طاق اعدادو کې اسان او یو پوره عدد وی ( مثلا ۱-۳ منځنی عدد ۲ دی او د ۱-۷ کې منځنې عدد ۴ راځی. اما په جفت اعدادو کې لږ مشکل وی او معمولاً نیمایی عدد راځی، خو هماغه فارمول بیا هم صحیح دی.

ما د همدی فکر کولو به بنیاد څو داسی اختراعات کړی، چې د امریکا با کانګرس کتابخانه کې هم زما د اختراعاتو به جمله کې ثبت دي.

د لومړی خل لپاره ما د عیسوی تاریخ او اسلامې هجری تاریخونو د بدلولو داسی یو دقیق فارمول اختراع کړ چې یوه ورخ هم تغیر پکې نشی راتلای شی، او د زرونو کلو پخوا او زرونو کلو وروسته تاریخونه په دقیقه توګه بدلوی.

همدا شان ما یو بل داسی یوه مخ جنتری جوړه کړه چې تاسی ته د زرګونو کلنو پخوا او یا ورسته نیټو ورخ ( شنبه، او نور در ښولای شی. مثلا که تاسو د ۱۵۲۱ کال د ثور ۲۵ تاریخ ورخ مالومه کړی ، دا فارمول یی در ته شولای شی.

ما د اولین خل لپاره د انلاین فاتحی سییستم د مرحوم یقین یوسفزی صاحب په مړینه کې شروع او اوس تدریجا زیات شو او تول خلک یی استعمالوی.
ما د دافغانستان د مثبت بدلون نهضت ( امن) چې زه یی بنست ایښودونکې یم د ملګرو په همکاری د نړۍ اولین بیرغ او نړیوال سرود په ډیر محدودو امکاناتو شروع کړ.
ما د اولین خل لباره د انسانیت او مدنیت شریکه دوعا ولیکله او به یو خانګړی قاب کې مې ولیکه چې بدلون ته مو تحفه کړی دی.
دغه د لفت او اوبر تکسی سیستم ما ۲۰ کاله پخو شروع کړی وه، خو د امکاناتو د نه لرلو له امله او د هغه وخت او خای د قوانینو په اساس ما ور ته براختیا ور نکړای شوه.

علت یی دا دی چې زه د هر شی به اړه فکر کوم د هغی ځانګړتیاوي او کمبودتیاوي تشخیصوم، او د ښه کولو لاری یی لتوم او پیداکوم.

نو دا د متفکر کلمه دومره غټه او مهمه خبره نده ، تاسو هر یو متفکر او مبتکر کیدای شي خو چې د خبل در کړل شوی استعدا د نه ګته بورته کړی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.