د ملې بیرغ، د نظام بیرغ او د مسلکې بیرغ د مسلې د دایمې حل یو وړاندیز

ډاکټر تاج الدین ملتمل

272

ملې بیرغ د یو مملکت همیشنې ارزښت وی چې نه باید د دولتونو او نظامونو په بدلیدو سره بدل شی. خو متأسفانه د کلونو راهیسی زموږ په ملې بیرغ نادودي شوي او لا هم کیږی. د دی لپاره چې د دی ستونزی یو دایمې او باثباته او هر نظام او دولت ته د منلو وړ یوه حل لاره پیداکړو، زما وړاندیز دا دی چی:
اول بیرغونه په دری قسمونو سره بیل کړو:
۱- ملې بیرغ
۲- د نوی نظام بیرغ
۳- مسلکې بیرغ
۱- ملی بیرغ:
دا بېرغ زموږ د هیواد افغانستان یو تاریخی او منل شوی ارزښت دی، دا باید تل وساتل او وستایل شی. د دی بیرغ پورته کول، زړول، نقلول او راټولول ځان ته اصول او مقررات لری چی د هغی سره سم باید تر سره شی. خو باید ملې بیرغ همیش پر مځکه د لویدو او حتا تماس لرلو څخه وساتل شی. هیڅ چا ته د دی ملې بیرغ د بی احترامې اجازه نشته او بی احترامی یی قانونې جرم دی او بی احترامه کوونکې کس ته باید د قانون له مخی ټاکلې سزا ورکړل شی. هر نوی دولت چې راځی د ملې بیرغ د بدلیدو حق و نه لری. دا ملې بیرغ په هر سایز کې د نورو بیرغونو نه لوی وی او لوړ ساتل کیږی او د حرکتونو په وخت کې د نورو ټولو بیرغونو نه اقلآ پنځهٔ فوټه د مخه وړل کیږی. ملې بیرغ ته په درناوی هر افغان، اردو او امنیتې او دولتز اداري، ملی دفترونه او په خارج کې ټول سفارتونه د ملې بیرغ په زړولو مکلف دي. هٔیڅوک دا حق نه لری چې زموږ په هیواد کې د سفارتونو او سمې هیتوتو د راتللو نه بغیر په هیواد کې دننه او دهیواد په پولو او افغانې ادارو، سفارتونو او قونسل ګریو کې د بل مملکت بیرغ ځړول ملې جرم او ځړونونکې یی ملې مجرم بلل کیږی.
۲- د نوی نظام بیرغ:
د هر نوی نظام د راتللو په صورت کې که د هغی نظام واکداران وغواړی کولای شی چې د لاندی شرایطو سره سم د خپل نظام بیرغ هم وزړوی.
۱- اندازه: د نوی نظام بیرغ باید د ملې بیرغ د هر سایز (اندازی) څخه ۲۰ سلنه په اندازه وړوکې وی او اقلاآ د ملې بیرغ نه دی ۲۰ سلنه ښکته وځړول شی. په ټولو ملې مانورو کی دی ملې بیرغ اول او د نظام بیرغ دی تری ۲ فوټه تر شا او اقلا دوه فټه ټیټ و لیږدول شی. نو پدی ترتیب به هم زموږ ملې بیرغ خپل د قدر وړ ځای وساتې او هم به د نوې نظام تنده ماته شی. خو دا په هغه صورت کې چې د نوی نظام واکداران وغواړی چی خپل د نظام بیرغ ولری.
۳- مسلکې بیرغونه:
د دی تر خوا ځنې ملې اداری ( لکه معارف، صحت، او نور ) هم که وغواړی چی دخپل مسلک ټاکل شوی بیرغ ولری هغه هم باید ۳۰ سلنه د نظام د بیرغ نه وړوکې او ۳۰ سلنه د نظام د بیرغ نه ټیټ او دری فوټه د نظام بیرغ نه تر شا ویوړل شی. او که د ملې بیرغ تر خوا یوازی مسلکې بیرغونه ځړول کیږی نو هغه هم باید د نظام د بیرغ د مقرراتو سره برابر وی.

په ډیر احترام سره غواړم پوه شم چې ستاسو دوستانو نظر پدی اړه څه دی؟ هیله ده احساساتې او بی مالګو خبرو پر ځای چې د لیکوونکې شخصیت ته ضرر رسوی، په منطقی توګه زما د دی نظر رد، تاید یا سمونه وړاندیز کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.